Homeخبرونهناروې: چمتو یو چې د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړو

ناروې: چمتو یو چې د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړو

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۵) د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه وروسته له غرمې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن اینه اریکسون سوریده سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې.

د ملي مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سولې د هڅو او د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د نوې طرحې په اړه خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې عبدالله د افغانستان سره د ناروې هېواد له دوامداره مرستې او له افغان سولې په تړاو یې د ناروې له هڅو هرکلی وکړو.

د خبرپاڼې په وینا، د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د افغان سولې پروسې او ورستیو لاسته راوړنو څخه په ملاتړ وویل، “علاقه یې لرله چې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغان سولې په تړاو په وروستیو هڅو او لاسته راوړنو پوه شي او خوشحاله ده، چې له وروستیو بدلونونو خبره شوه.”

خبرپاڼې همدا راز زیاته کړې چې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د خپلو خبرو په دوام ویلي چې هېواد یې چمتو دی تر څو په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې کوربتوب او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه کابل ته رسیدلی او له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې د روان بهیر په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له کابل څخه مسکو ته لاړ شي او هلته د افغان سولې په تړاو جوړیدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...