شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروان تاوتریخوالی؛ په شپږو ورځو کې ۱۲۱ ملکي کسان مړه او ژوبل...

روان تاوتریخوالی؛ په شپږو ورځو کې ۱۲۱ ملکي کسان مړه او ژوبل شوي

تاند (دوشنبه د حوت ۲۵) د سولې د خبرو اترو په دوام هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې چې ډېر قربانیان یې ملکي وګړي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، روانه جګړه یواځې د افغان ملکیانو ژوند اخلي او د جګړې دواړو لوریو ته په کار ده، چې د ملکيانو مرګ ژوبلې ته پام او اوربند وکړي.

د یاد کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ویلي، په تېرو شپږ ورځو کې ۱۲۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۳ یې وژل شوي او ۱۰۹ نور ټپیان دي.

د فرهنګ په خبره په وژل شوو کسانو کې دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، یاد کسان په کابل، هرات، کندهار، غور، ننګرهار، کونړ او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له کبله مړه او ژوبل شوي دي.

د یادونې ده، چې د بشر حقونو کمېسیون تر دې وړاندې هم په افغانستان کې روانه جګړه یواځې افغان وژنه بللې وه او د روان جنګ قربانیان یې ملکي افغانان یاد کړي وو.

په ورته وخت کې نن کابل ښار کې چاودنې ۱۵ کسان ټپيان کړي دي.

د کابل پولیسو ویلي، چې نن وروسته له غرمې د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې باغ زنانه ته څېرمه پر یو کاسټر موټر باندې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د پولیسو په خبره، په یاده پېښه کې دوه نور موټر هم زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب