شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په امریکا کې چټکه عامېدونکې نوې خواله رسنۍ

په امریکا کې چټکه عامېدونکې نوې خواله رسنۍ

تاند- په امریکا کې یوه نوې ټولنیزه یا خواله رسنۍ په چټکه د خپرېدو په حال کې ده.

په دې رسنۍ کې د فیسبوک، ټویټر او ځینو نورو په شان لیکل نه کېږي بلکې یوازې د کاروونکو ږغونه یو بل ته رسوي.

دا ټولنیزه شبکه د امریکا په سانفرانسیسکو کې ۹ تنو په ګډه جوړه کړې او کلب هاوس نومېږي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، کلب هاوس اپ اوس یوازې په ایفون کې کار کوي او له دې سره سره یې په څه کم یو کال کې ارزښت تر یو ملیارد ډالرو اوښتی.

کلب هاوس، چې دوې میاشتې پخوا یعني په دسمبر میاشت کې ۶ لکه کاروونکي یا غړي لرل، اوس ۶ لکه ورڅخه کار اخلي.

لکه څرنګه چې وویل شول کلب هاوس یوازې د ږغ له لارې د کارونکو ترمنځ ارتباط ټینګوي او هیڅ راز متن پکې لیکل کېدای نه شي، البته یوازې له پروفایل برخې پرته.

که څه هم کلب هاوس د هغو کسانو لپاره چې لیک لوست نه شي کولی یا د ټایپ کولو حوصله نه لري، ښه ده خو ځینې کسان وايي چې کلب هاوس به له هغو کسانو، چې د نورو ټولنیزو شبکو له برکته یې لیک لوست ښه شوی، زده کړی لیک لوست به هېر کړي.

د کلب هاوس یوه بله نیمګړتیا دا ده چې هر کاروونکی یې محدود شمېر ملګري لرلی شي خو موسسان یې وايي چې په تدریج به په دې شبکه کې بدلونونه راوړي.

په دې شبکه کې هر څوک ځان ته خپل روم یا خونه جوړولی او نور کسان د خبرو لپاره وربللی شي.

په کلب هاوس کې دا کافي نه ده چې اپلیکېشن یې په خپل ایفون کې ډاونلوډ کړئ او اکاونټ جوړ کړئ بلکې د دې کلب یو بل غړی باید تاسو وروبولي. کله چې تاسو غړي شوئ، د خپلو خوښې موضوع یا ټاپیک لکه ټکنالوژي، کتابونه، سوداګري، کاروبار یا روغتیا به غوره کوئ، هر څومره ډېر معلومات چې اپ ته ورکوئ، په هماغه اندازه د خبرواترو د خونو سپارښتنه درته کېږي.

د خبرو خونه د کنفرانس په شان وي چې ځینې خلک پکې ږغېږي او اکثره ورته غوږ وي کله چې خبرې پای ته ورسېږي، خونه هم بندېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب