جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د زندانیانو د شکنجې په هکله د بشر حقونو د څار...

طالبانو د زندانیانو د شکنجې په هکله د بشر حقونو د څار سازمان راپور رد کړ

تاند (دوشنبه د حوت ۲۵) طالبانو د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان هغه راپور بې اساسه وباله چې ګوندې دغه ډله دې په خپلو زندانونو کې بندیان شکنجه کوي.

طالبانو دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان یوې چارواکې ویلي چې وسله ‌وال طالبان لا هم په خپلو زندانونو او توقیف‌ ځایونو کې بندیان شکنجه کوي.

په هیومن رایټس واچ سازمان کې د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاترېشیا ګاسمن په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان لا هم ګڼ پټ زندانونه لري او خپل بندیان په بېلابېلو بڼو شکنجه کوي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان راپور بې اساسه دی او دا یې د دوی په خلاف د افغانستان حکومت تبلیغات بللي دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره چې دوی په تېر یوه کال کې تر ۱۰۰۰ تنو پورې بندیان خوشې کړي چې له ټولو سره یې اسلامي او انساني چلند کړی دی.

نوموړي ادعا کړې چې افغان حکومت بیا په خپلو زندانونو کې له بندیانو سره غیر انساني چلند کوي، چې په وینا یې په دې هکله وخت په وخت راپورونه خپاره شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د طالبانو لخوا د بندیانو د شکنجې په هکله د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان راپور په تائید سره ویلي چې د طالبانو له زندانونو څخه ازاد شوي کسان تعذیب شوي دي.

ښاغلي اندړ له بندیانو سره د طالبانو چلند له شریعت او بشري اصولو خلاف بللی او زیاته کړې ده چې ځينې په وهلو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما بیا تېره میاشت په یوه مفصل راپور کې د افغانستان په زندانونو او توقیف‌ ځایونو کې هم د بندیانو وضعیت ښه نه ‌و بللی.

په دې راپور کې، له بندیانو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ‌خوا د سختې شکنجې اندازه ۳۰،۳ سلنه ښودل شوې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پرتله ډېر لږ کموالی ښيي.

په دې کلونو کې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او له بندیانو سره د بد چلند فیصدي ۳۱،۲ ښوول شوې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي، دوی د بندیانو د شکنجې د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړې دي.

د افغانستان زندانونه وخت ناوخت د بندیانو د اعتصابونو یا هم شخړو شاهدان وي، وړمه شپه هم د کابل په پلچرخي زندان کې د بندیانو ترمنځ شخړه کې چې علت ‌یې نه ‌دی روښانه شوی، لږ تر لږه د یوه تن د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

2 COMMENTS

  1. who the hel are they talking about Afghan Peace. They have alot to do in their own plat why they do not consider their own country problems. They are continewsly interfering in Afghan government so that they can earn more and have free water free market and billions dollars benefits. these two countries have been continewsly destrying afghanistan and killing inoccent afghans.

  2. I think some news are not trustable for example I was talking with one of my friends Dr. Ahmagh Vakhshiteh and he explicitly explained to me that Haj agha informed him there are no problems for him to work with Intl and other security services
    Of course Taliban made some mistakes in the past but it doesn’t means we shoul ignore them

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب