جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان پر افغان سوله خبرې کړي

ایران او پاکستان پر افغان سوله خبرې کړي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۲۵) ایران وایي چې دوی د پاکستان په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغان سولې په تړاو خبرې چټکې کړې دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان تهران ته په یوه رسمي سفر ورغلی دی.

هغه زیاته کړې چې محمدصادق خان ایراني چارواکو سره د افغانستان پر موضوع خبرې کړې دي.

خطیب زاده ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او دغه هېواد به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دوی د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.

د خطیب زاده  په خبره د سولې په تړاو شوې او کېدونکې خبرې یې له افغان دولت سره په مشوره ترسره کړې دي.

ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې د عامو افغانانو په باور تل یې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی او هڅه یې کړې په افغانستان کې په یو نه یو ډول په خپله ګټه جګړې ته دوام ورکړي.

عام افغانان اوس هم د دوی پر نیک شک ښيي او وایي تېر ته په کتو به بیا دوی د خپلو ګټو په خاطر نمایشي کارونه وکړي.

په ورته مهال افغان سیاسیون بیا په دې باور دي چې ایران او پاکستان هېڅکله دولت په دولت اړيکې له افغانستان سره نه پالي بلکې هميشه له سياسي ډلو او افرادو سره د مداخلې په توګه اړيکې ساتي چې په افغانستان کې د بې نظمۍ په پايلې تماميږي.

یاد دواړه هېوادونه داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي چې تازه  افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مسکو غونډه کې ګډون ته چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دی به په ټاکلې وخت د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره ځان مسکو ته ورسوي.

کابلوف زیاته کړې چې د افغان سولې په تړاو په مسکو کې د مارچ په اتلسمه جوړېدونکې ناستې ته بلل شویو ټولو سیاستوالو د خپل ګډون تایید کړی دی.

 دا ناسته چې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان په حضور کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ ترسره کېږي، ټاکل شوې چې ښکېل اړخونه په دې ناسته کې د امریکا له لوري د سولې په اړه پر وړاندې شوې طرحې بحث او خبرې اترې وکړي.

2 COMMENTS

  1. who the hel are they talking about Afghan Peace. They have alot to do in their own plat why they do not consider their own country problems. They are continewsly interfering in Afghan government so that they can earn more and have free water free market and billions dollars benefits. these two countries have been continewsly destrying afghanistan and killing inoccent afghans.

  2. Actually I am leaving in Vienna and I am doing my PhD at TU Wien . I think Taleban is a modern movement in middle east and we should discuss with them to have an agreement. I asked my friend Mr. Vakhshiteh and he confirmed the point.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب