جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پاکستاني کرکټر فواد عالم فلمي نړۍ ته مخه کړه

پاکستاني کرکټر فواد عالم فلمي نړۍ ته مخه کړه

تاند (دوشنبه د حوت ۲۵ د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی فواد عالم چې په «ټېسټ فارمټ» پینځه ورځنیو لوبو کې لوبېږي، تازه یې فلمي نړۍ ته مخه کړې او د «خودکش محبت» په نوم یې په یوه سریال کې کار کوي.

فواد عالم د پاکستان کریکټ لوبډلې یو پیاوړی توپوهونکی دی چې ډېره موده له ملي لوبډلې سره پاتې و.

نوموړی تر څو کلن ځنډ وروسته څه موده مخکې په خپل کوربتوب په پینځه ورځنیو لوبو کې را څرګند شو چې هممهال یې ورسره سینما ته هم مخه کړه.

دغه پاکستاني لوبغاړي پرېکړه کړې چې تر کرکټ وروسته د اداکارۍ په ډګر کې هم خپل بخت ازمايي او په فلمي نړۍ کې به د پاکستاني فلمونو او ډرامو په برخه کې کار کوي.

«خودکش محبت» وېب سریال دی چې د پاکستانۍ انلاين وېبپاڼې اردو فليکس له لوري جوړ شوى دى او په ټولنيزو رسنيو کې یې د فواد عالم د دې سريال عکسونه هم خپاره کړي دي.

تر اوسه ددې سريال د خپرېدو په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي.

د يادولو وړ ده چې ٣٥ کلن فواد عالم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکى دى، چې د پاکستان لپاره يې ٩ ټېسټ، ٣٨ نړيوالې يو ورځنۍ او ۲۴ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي وروستۍ شل اوريزه لوبه په ٢٠١٠، وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۵ او وروستۍ ټېسټ لوبه يې بيا په روان کال کې د سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړې ده.

باید وویل شي چې فواد عالم په تېر ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان کرکټ بورډ څخه د کال د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

فواد عالم غوره کرکټر د کال غوره لوبغاړی یاد شوی دی، هغه د نیوزلېنډ خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۰۲ منډې وکړې او ښه مقاومت یې وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب