چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر وايي، طالبان دې د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي

حنیف اتمر وايي، طالبان دې د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي

تاند (پنجشنبه د حوت ۲۸) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له طالبانو سره سوله هغه وخت شونې ده کله چې دغه ډله له افغان حکومت سره صادقانه او مانا لرونکې خبرې وکړي او د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د خلکو د مشروع غوښتنو درناوی وکړي.

محمد حنیف اتمر دا څرګندونې د تهران ډیالوګ فورم دوهمې غونډې ته چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو د مرکز له خوا په مجازي ډول جوړه شوې وه، وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو او یو شمیر څیړونکو، سیاسي او علمي شخصيتونو هم برخه اخیستې وه.

سرچینه زیاتوي، محمد حنیف اتمر دې ناستې ته په وینا کې وویل چې افغانان له تیرو دوه لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له ننګونو سره مخامخ دي او ترهګري چې د مخدره توکو تولید او قاچاق سره نژدې تړاو لري، نه یوازې د افغانستان بلکه د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې امنیت ته هم ګواښ ده، نو په کار ده چې له دې پدیدې سره په ګډه پیاوړې مبارزه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر دا ناسته د سیمه ییزو ستونزو د حل لپاره مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې کولی شو د داسې ناستو په چوکاټ کې خپل ګډ سیاسي، امنیتي، کلتوري او اقتصادي مسایل وڅېړو او د دوه اړخیزو همکاریو له لارې سیمه ییزې ستونزې او ننګونې په ګوته کړو.

نوموړي په دې ناسته کې وویل، د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د سولې اړوند هر نوښت او طرحه شونې ده، نو باید د افغانانو د ارادې او شرایطو د سم درک پر بنسټ د تلپاتې سولې چمتو کوونکي وي، او د خلکو د اقتصادي پرمختګ او هوساینې سره سمون ولري.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د غونډې په ترڅ کې د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې هېواد یې د افغانستان سولې بهیر او د کړکېچ د سیاسي حل څخه په کلکه ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب