دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهط-لب وياندويانو ته د تبلیغاتي بریدونو امر وشو

ط-لب وياندويانو ته د تبلیغاتي بریدونو امر وشو

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ملا خیرالله خیرخواه او د وزارت نورو چارواکو ېې نن د طالبانو د بېلابېلو ادارو له وياندويانو سره غونډه کړې.

د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي،چې په غونډه کې طالب وياندويانو ته د خپلو اړوندو ادارو د فعاليتونو د ښه خبري پوښښ سپارښتنه شوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال مولوي مهاجر فراهي په دې غونډه کې ویلي: دښمنان زموږ پر وړاندې دسیسې جوړوي، خو د هغوی د ناوړو دسیسو د شنډولو او مخنیوي لپاره باید له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت غوره کړو.»

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو پر وياندويانو او تبلیغاتي مبلغينو نیوکې کیږي،چې ګواکې خپلو منتقدینو ته د اسلامي او انساني اصولو خلاف د قناعت او منطق بیانولو پر ځای په ټولنیزو رسنیو کې ګواښونه او کنځلې کوي.

معلومه نه ده،چې د‌ طالبانو نوې اعلان شوې تبلیغاتي جګړه کې به دوی د خپلې ادارې او بدلونونو دفاع څنګه کوي.

دا هم نه ده معلومه،چې‌ طالبان چا ته دښمن وايي او له دښمن پرته څوک د اصلاح غوښتونکو او منتقدینو په نوم هم پېژني کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب