دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهیوناما: ط-ان په امنيت راوستو او حکومتولۍ کې ناکام دي

یوناما: ط-ان په امنيت راوستو او حکومتولۍ کې ناکام دي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره په امنيت راوستو او حکومتولۍ کې ناکامه وبلله.

د یوناما مرستیال مارکس پوټزل تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل: “په تېرو میاشتو کې، د نا امنۍ پېښې په دوامداره توګه زياتې شوي، هم وسله والې نښتې، هم جرمي پېښې او هم د مشهوره کسانو د وژلو او خونړیو ترهګرو حملو پېښې زیاتې شوي.”

د يوناما د مشر ځانګړې يادونه د داعش د خراسان ډلې د فعالیتونو زياتوالي ته وه.

هغه په دې برخه کې د روسیې پر سفارت د یادې ډلې برید، پر ګاونډيو هېوادونو راکټي بریدونه، د همدې ډلې هدفي وژنې او د مذهبي لږکيو په نښه کول یاد کړل.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې د نیمایي نه واخله بیا د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې تر نیمایي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۰۰ عام کسان وژل شوي او د ۱۴۰۰ نه زیات نور زخمیان شوي دي، هغه هم زیاتره د داعش په حملو کې. د یوناما ترمخه، په ۲۰۲۰ کې درې زرو نه زیات کسان وژل شوي او قریب شپږ زره نور زخمیان شوي و.

په ملګرو ملتونو کې د اېرلېنډ استازي فېرګال مایتن وویل: “هره ورځ مونږ د افغانستانه د طالبانو د ظلمونو، د شپې د چاپو وهلو، ظالمانه وژنو، او شکنجه کولو رپوټونه اورو. د بشري حقونو فعالان، خبریالان، او د رسنیو کارکنان په قصدي توګه په نښه کیږي.”

د یوناما مرستیال مارکس پوټزل وویل، اکثره افغانان دا انګېري چې د حکومتدارۍ په هېڅ کچه د دوی استازيتوب نه کیږي.

د هغه په وينا ،داسې کوم طرزالعمل هم نشته چې خلک دې چارواکو ته خپل شکایتونه وړاندې کړي، او نه طالبان د خلکو نظر ته ارزښت ورکوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که طالبان د خپلې حکومتدارۍ طریقه بدله نکړي، نو دا ډله به افغانستان د نړۍ په کچه نور هم منزوي کړي، نور به یې هم فقر او داخلي شخړو ته ټېل وهي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې ځانګړې غونډې او پکې شویو بحثونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب