Homeخبرونهتخار کې ۴تنه د يوې پېغلې د پلورلو په تور نیول شوي

تخار کې ۴تنه د يوې پېغلې د پلورلو په تور نیول شوي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د تخار لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه د یوې پيغلې نجلۍ د پلور په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د قوماندانۍ ویاند مبین صافي وویل چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل شي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده،چې دا نجلۍ د غربت له کبله يا په بل دلیل پلورل کیده.

د طالبانو له واکمنيدو سره د وړو نجونو د پلورلو خبرونه هم زيات شوي،چې کورنۍ ېې دلیل د فقر او مجبورۍ اوج بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...