تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۶مه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په یوه تازه مرکه کې خبرداری ورکړ،چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې انزوا به خطرناکې پايلې ولري.
هغه د فرانسې خبري اژانس ته وويل،چې د طالبانو له منزوي ساتلو سره د افغانستان د اقتصادي پاشلتيا، د کډوالو د سېلاب راوتو او د داعش ډلې په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته د جنګیالیو د جذبولو اندیښنې موجودې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دغه راز پر طالبانو غږ وکړ،چې له سیاسي فضا سره تعامل وکړي او د ښځو د حقونو د تامين لپاره ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان اړيکې په ښکاره ترينګلې شوې ښکاري.
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ادعا کړې،چې بېلابېلو ترهګرو ډلو په افغانستان کې پناه اخيستې او طالبان یې باید مخه ونيسي.
ځينو شنونکو د اړیکو دغې ترینګلتیا ته د شک په سترګه کتلي او پاکستان ېې د نوو لوبو او طالبانو ته د لابۍ په نورو ډولونو تورن کړی.