دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا د افغان ښځو د حقونو په تامين تاکید وکړ

امنیت شورا د افغان ښځو د حقونو په تامين تاکید وکړ

تاند:( چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه تېره شپه تر سره شوه، چې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل او د افغان ښځو د نورو حقونو په تامين پکې ډېر ټينګار وشو.

د غونډې بېلا بېلو ویناوالو د طالبانو پر حاکمې ادارې نیوکه وکړه،چې په دې او نورو برخو کې ېې افغانانو او نړيوالو سره کړې وعدې نه دي عملي کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر سرپرست له طالبانو څخه د نړيوالو د نهيلي کیدو خبر ورکړ او ويې ويل،چې دوی د نجونو د ښوونځيو د نه پرانيستلو په ګډون د ډېرو مسايلو له پلوه نړیواله ټولنه نهیلې کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د نمایندګۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم وویل، چې طالبانو نړیوال او افغانان نهیلي کړي دي.

د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په اړه د ژمنو نقض، ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکول او له سیاسي، اجتماعي او اقتصادي صحنو څخه د ښځو منزوي کول نورې نیوکې وې، چې ښاغلي فایق پرې طالبان تورن کړل.

طالبانو دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي هم پرون له خپلو چارواکو وغوښتل،چې د نجونو ښوونځي ژر بیرته پرانیزي.

ستانکزي د ګڼو طالب مشرانو او ملایانو په موجوديت کې وويل،چې که څوک د نجونو د زده کړو د مخالفت لپاره شرعي دلايل لري، خلکو ته دې څرګند او دغه دلایل دې وړاندې کړي.

عباس ستانکزي دا هم وويل،چې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل کيدای شي د ځينو کسانو «په طبیعت برابر نه وي» خو ويې نه ویل چې دا کسان د طالبانو د کومې کچې مشران دي.

هغه په ورته وخت کې یاد شوي کسان وننګول چې د خلکو په مخکې دې راڅرګند شي او قناعت دې ورته ورکړي چې ولې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي؟

د افغانستان د پوهنې وزارت پخواني وياند کبير حقمل تېره اوونۍ وويل،چې د نورو دلايلو تر څنګ د طالبانو د مخالفت له امله د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ په څه باندې يو کلنه موده کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو لپاره شرعي او نور دلايل نه دي وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب