جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد عباس ستانکزي د تبدیلۍ اوازې رد شوې

د عباس ستانکزي د تبدیلۍ اوازې رد شوې

تاند:( چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د تبدیلۍ اوازې رد شوې.

د نوموړي په اړه نن ځينو رسنيو راپور ورکړی و،چې ګواکې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده یې د پرونيو څرګندونو له امله غوسه شوی او په جزايي ډول ېې د وزارت له مرستيالۍ څخه د لوګر د والي په توګه په دنده ګمارلی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته منسوبې وېبپاڼې ( نن ټکي اسيا) لیکلي چې د ستانکزي د تبدیلۍ خبر حقیقت نه لري.

عباس ستانکزي پرون په یوه غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا د نجونو د ښوونځيو د ژر پرانيستلو غوښتنه وکړه،چې د افغانانو پراخ هرکلي سره مخ شو.

ستانکزي د ګڼو طالب مشرانو او ملایانو په موجوديت کې وويل،چې که څوک د نجونو د زده کړو د مخالفت لپاره شرعي دلايل لري، خلکو ته دې څرګند او دغه دلایل دې وړاندې کړي.

عباس ستانکزي دا هم وويل،چې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل کيدای شي د ځينو کسانو «په طبیعت برابر نه وي» خو ويې نه ویل چې دا کسان د طالبانو د کومې کچې مشران دي.

هغه په ورته وخت کې یاد شوي کسان وننګول چې د خلکو په مخکې دې راڅرګند شي او قناعت دې ورته ورکړي چې ولې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي؟

د‌ طالبانو د امر بالمعروف وزير په همدې غونډه کې وويل، دوی چې هر چېرته ځي د نجونو د زده کړو خبره وي.

هغه ادعا وکړه چې زده کړې مباح او د امير د امر اطاعت واجب دی.

د طالبانو د امر بالمعروف د وزیر خبرو ته بیا خلک غوسه دي او داسې چارواکي د طالبانو د واکمنۍ د ناکامۍ اصلي عاملين بولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب