شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهامريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتو پر مهال د ملکیانو وژل...

امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتو پر مهال د ملکیانو وژل ومنل

تاند:( چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت تایید کړه،چې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې ېې ۱۲ملکي وګړي وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي وو.‌

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې جملې ۱۰ تنه له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو نه يوه ورځ مخکې په کابل ښار کې وژل شوي وو.

په دې برید کې د يوې کورنۍ د ۷ ماشومانو په ګډون نور غړي په نښه شوي وو.

امریکا هغه مهال ادعا وکړه، چې په دې برید کې د داعش ډلې غړي په نښه شوي دي.

د طالبانو ادارې،چې دا پېښه ېې د تازه واکمنيدو په ورځو کې وشوه، تر اوسه د يادې پېښې په اړه امريکايي چارواکو سره خبرې نه دي کړي، خو د پېښې د قربانیانو کورنیو له امریکا څخه د تاوان غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب