چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+ارتداد یا له دینه اوښتل Apostacy او د هغه سزا

ارتداد یا له دینه اوښتل Apostacy او د هغه سزا

عبدالباري جهاني

 څه موده مخکي مي په فېسبوک کي له یوه مولوي سره، چي ظاهراً یې د اسلامی امارت په استازیتوب خبري کولې، د یوه خبریال مرکه واورېده. مولوی صاحب د خپلو نورو خبرو په ترڅ کي وویل چي هر مسلمان چي خپل دین بدل کړي او بل دین ته واوړي پر هغه باندي شرعاً د مرګ حکم دی. مولوی صاحب د خپلي خبري د اثبات لپاره وویل «من بدّلَ دیناً فاقتُلُوهُ» څوک چي دین بدل کړي یعني له اسلام څخه واوړي هغه قتل کړی.

مولوي صاحب دا ونه ویل چي دا حکم له کومه ځایه راغلی دی او خبریال هم طبعاً په دې نه وو خبر چي د مولوی صاحب دا حکم پر آیة او که پر حدیث باندي ولاړ دی. مولوي صاحب خپل حکم په عربي ژبه صادر کړ او زموږ خلک د عربي حکم په مقابل کي هیڅ نه سي ویلای.

«حد»، چي موږ یې په پښتو او دري کي د سزا په اندازه ترجمه کولای سو، په شریعت کي شپږ ډولونه لري او د هر یوه لپاره بېل حدود یا سزاګاني ټاکلي سوي دي:

حدُّالزنا یا د زنا سزا، حدالقذف یا د بهتان ویلو سزا، حدالخمر یا د شراب چښلو سزا، حدالسرقة یا د غلا کولو سزا، حد قطاع الطریق یا د لارو نیولو سزا او حدالبغاة یا د فاحشه ګری سزا.

موږ ګورو چي په دې شپږو ډولونو کي د کفر او ارتداد لپاره سزا نه ده ټاکله سوې ؛ او حق متعال د حدودو د رعایت کولو په برخه کي ډېر څرګند حکم کړی دی. د قرآن کریم په دوهم سورة البقرة په ۲۲۹ کي آیة کي راغلي دي… و تِلک حُدودُالله فلا تعتدوها و من یتعدَّ حدودوالله فاُولاءِک هُم الظلمون.

ترجمه: او دغه د حق تعالی حدود دی او څوک چي د الله له ټاکلو سویو حدودو څخه تېری کوي هغوی ظالمان دي.

دا خبره هر چا ته څرګنده ده چي د مرګ سزا تر ټولو سزاګانو سخته ده. او که چیري حق متعال ج د مرتد یا د اسلام له دین څخه د اوښتي یا ګرځېدلي بنده لپاره د مرګ سزا، او یا بله هر ډول سزا، ټاکلې وای حتماً به یې په قرآن شریف کي ذکر کړی وای.

د سورة محمد ۴۷ په ۲۵ آیة کي راغلي دي: ان الذین ارتدُّوا علی ادبارهم من بعد ماتبیَّن لهم الهدی الشیطن سوَّل لهم و املی لهم.

ترجمه: هغه کسان چي سمي لاري ته له هدایت کېدلو څخه وروسته بیرته له دین څخه اوړي هغوی شیطان لمسولي او د دروغو وعدې یې ورکړي دي.

د اسلام له دین څخه د ګرځېدلو یا ارتداد په برخه کي په سورة آل عمران کي، چي د قرآن شریف دریم سورة دی، پنځه پرله پسې آیتونه راغلي دي او په یوه کي هم د مرتد لپاره دنیایی سزا نه ده راغلې؛ نو بیا به دا حکم، چي د اسلام له دین څخه ګرځېدلی سړی باید قتل سي له کومه سوی وي؟

۸۶ آیة: کیف یهدی الله قوماً کفرُوا بعد ایمانِهِم و شهِدُوا أَنَّ الرسول و جاءَ هُم البینت والله لا یهدی القوم الظالمین.

 ترجمه « الله به څرنګه هغو کسانو ته هدایت وکړي چي له ایمان راوړلو څخه وروسته عقیده بدلوي او دا یې لیدلي وي چي پیغمبرص پر حق دی او دوی ته د ثبوتونو سره راغلی دی؛ مګر الله  د ظالمانو قوم ته هدایت نه کوي»

په ۸۷ آیة کي راغلي دي: اُولآءِک جزآوُهُم اَنَّ علیهم لعنةالله والملایکة والناس اجمعین. ترجمه  :« د دغو کسانو سزا  دا ده چي د الله لعنت به ورباندي اوري او د ملایکو او انسانانو ټولو له خوا به لعنت ورته ویل کیږي»

۸۸ آیة: خلِدِینَ فیها لا یُخفَّفُ عنهُم العذابُ و لاهم یُنظرون.

 ترجمه « دوی به تل په دغه عذاب ګرفتار وي. د دوی عذاب به نه سپکیږي او نه به مهلت ورکول کیږي»

۸۹ آیة:اِلّالذین تابُوا مِن بعدِ ذالک وأصلحوا فان الله غفورٌرحیم.

ترجمه:  « پرته له هغو کسانو چي له مرتد کېدلو څخه وروسته توبه وباسي او لاري ته راسي؛ په تحقیق سره الله بخښونکی او مهربان دی»

۹۰ نیوی یم آیة: اِنَّ الذین کفرُوا بعد ایمانهم ثُمَّ اُزدادوا کُفراً لن تُقبل توبتهم و اولااِک هم الضالون.

ترجمه  « هغه کسان چي له ایمان راوړلو څخه وروسته کفر اختیاروي او وروسته پر کفر باندي زیاتوب وکړي د هغوی توبه نه قبلیږي او هغوی له ګمراهانو څخه دي»

حتی په سورء نساء کي، چي د قرآن شریف څلورم سورة دی، دوه ځله ایمان راوړل او دوه ځله کافر کېدل او پر کفر باندي زیادت کول نه یوازي د مرګ سزا نه لري بلکه بیخي دنیایی سزا ورته ټاکله سوې نه ده: اِنّ الذین ءَ آمنوا ثُمَّ کفروا ثم آمنوا ثم کفروا ثم اُزدادوا کفراً لم یکن الله لیغفرلهم و لا لیهدیهم سبیلا.

ترجمه: هغه کسان چي ایمان راوړي او بیا کفر اختیار کړي او بیا ایمان راوړي او بیا کفر اختیار کړي او بیا په کفر کي زیات توب وکړي الله متعال هغوی ته عفو نه کوي او نه یې سمي لاري ته هدایت کوي.

موږ ګورو چي، په قرآن شریف کي، د مرتد یا له دین څخه د اوښتو کسانو لپاره، حتی که دوه ځله هم ایمان راوړي او بیا کافران سي او پر کفر باندي زیات توب هم وکړي،  دنیاوي سزا، له سره، غوښتل سوې نه ده؛ او حق متعال پر هغوی باندي یوازي لعنت ویلی او په آخرة کي یې د دوږخ د عذابونو وعده کړې ده.

هغه مولوي صاحب چي له خبرنګار سره یې خبري کولې هغه ظاهراً د صحیح بخاری په ۲۷۹۵ او د عربي اُردو چاپ ۲۸۰۰ حدیث باندي استناد کاوه. په داسي حال کي چي موږ د الاعراف ۷ سورة پر دې آیة مبارک باندي ایمان لرو چي : « هغه چي رسول امر درته کوي هغه وکړی او له هغه څخه چي مو منع کوي پرهېز ورڅخه وکړی. له الله څخه وبېرېږی په تحقیق سره چي الله په عذاب ورکولو کي له سختی څخه کار اخلي»

خو هغه احادیث چي د قرآن شریف له څرګندو احکامو سره مغایرت ولري موږ هغه ځکه نه سو منلای چي حضرت رسول اکرم  ص پخپله هم هیڅ وخت داسي حکم نه دی کړی چي د قرآن له احکامو سره مغایرت ولري. قرآن د مسلمانانو تر ټولو بهتر لار ښود دی ځکه حضرت رسول ص د حجة الوداع په وینا کي وویل چي ستاسي لپاره مي قرآن د رهبر په حیث درته پرېښود او تر څو چي تاسي د قرآن پیروي کوی تاسي به نه خوارېږی.

لوستونکو ته دي معلومه وي چي امام اسماعیل بخاري ۸۱۰-۸۷۰ میلادي، چي تر ټولو مخکي یې د احادیثو جمع کولو او سره کولو ته ملا وتړله  له څه باندي شپږ سوه زره احادیثو څخه یوازي څه باندي ۷۰۰۰ انتخاب کړل او ۵۹۳ زره یې رد کړل. دغه راز امام ملسم ابن الحجاج ۸۱۷-۸۷۵ میلادي له تقریباً همدغه شمېر احادیثو څخه یوازي ۶۰۰۰ انتخاب کړل او باقي پاته ۵۹۴ زره یې رد کړل.

له دې څخه معلومیږي چي د امام بخاري او امام مسلم تر زمانې پوري، چي د حضرت رسول اکرم له وفات ۶۳۱ میلادي څخه څه باندي  دوه سوه کاله وروسته یې د احادیثو جمع کولو ته ملا وتړله، په سل هاوو زره احادیث جعل سوي وه او د احادیثو دې لویو مخکښانو ځکه هغه رد او وغورځول.

مسلمانانو ته، د لاري پیداکولو لپاره، تر ټولو ښه محک همدغه قرآن شریف دی او حق متعال په قرآن شریف کي د پنځم سورة په څلور څلوېښتم ۴۴ آیة کي ویلي دي: فلم یحکُم بمآ أَنزل  الله فَأُولاءِک هم الکافرون.

 ترجمه «… او هغه څوک چي د الله له لوري د نازلو سویو هدایاتو سره سم حکم نه کوي هغوی کافران دي»

په قرآن شریف کي له دومره صراحتونو سره به حضرت رسول الله ص څرنګه د هغه مقدس کتاب له احکامو سره، چي پخپله پر ده مبارک باندي نازل سوی وو، مخالفت کړی او له دین څخه ګرځېدلو کسانو ته به یې تر ټولو سخته سزا چي مرګ دی ټاکلې وي. که د اسلام له دین څخه  ګرځېدلو کسانو ته د سزا ورکولو په برخه کي مبهم امر موجود وای او صراحت نه وای سوی نو حضرت رسول ص به حتماً خپل حکم صادر کړی وای.

په دې ترتیب، له دین څخه د اوښتو او ګرځېدلو کسانو لپاره د مرګ د سزا غوښتل او عملي کول، نه یوازي ګناه بلکه، د پنځم سورة د ۴۴ذکر سوي مبارک آیة له حکم سره سم، پخپله کفر دی.

 حق متعال د قرآن شریف د دوهم سورة یا سورة بقره په ۲۵۶ آیة کي وايي: لا اِکراهَ فی الدینِ قد تبَّیَّنَ الرشد من الغی فمن یکفُر بالطُغوتِ و یوءمن بالله فقد أَستمسک بالعُروةالوثقی لا انفصام لها والله سمیعٌ علیم.

ترجمه « په دین کي جبر نسته. حقیقت له دروغو او افتراء څخه توپیرلري او څرګند دی. هغو کسانو چي د شیطان لاره یې پرې ایښې او رد کړې ده او پر الله باندي یې ایمان راوړی دی هغوی داسي رسۍ ټینګه کړې ده چي هغه په هیڅ توګه شلېدونکې نه ده. الله اورېدونکی او پر هر څه باندي عالم دی»

په داسي حال کي چي په دې وروستي آیة مبارک کي د دین انتخاب په بشپړه توګه اختیاري راغلی دی نو له دین څخه اوښتونکي یا مرتد ته د مرګ سزا د کوم حکم په اساس ورکوله کېدلای سي؟

البته د آل عمران یا دریم سورة په نولسم آیة کي دا حکم واضح سوی دی چي حق متعال ته یوازي د اسلام دین منظور او غوره دی. اِنَّ الدین عندالله الاسلام و ما اَختَلَفَ الذین اُوتُوالکتاب اِلّا مِن بعد ماجآءَهُم العلم بغیاً بینَهُم و من یکفُر بآیتِ الله فَاِنَّ الله سریع الحساب.

ترجمه: بېشکه چي د الله په نزد تر ټولو غوره دین اسلام دی. هغو کسانو ته چي کتاب ورکړه سوی دی او وروسته له هغه چي هر څه ورته څرګند سوي دي بیا یې هم له اسلام سره مخالفت کړی دی هغوی دا کار یوازي د حسد او کیني له امله کړی دی. او هغه څوک چي د الله له څرګندو نښانو او دلایلو څخه انکار کوي نو الله به له هغوی سره ډېر ژر حساب وکړي.

دغه راز د همدغه ال عمران د سورة ۸۵ آیة حکم کوي: و من یبتغِ غیرالاسلام دیناً فلن یُقبل منهُ و هو فی الآخرةِ من الخسرین.

ترجمه: هر هغه څوک چي پرته له اسلام څخه بل دین غوره کړي د هغه عبادت (د بل دین قبولول) نه منل کیږي او هغه به په آخرة کي له نقصان کوونکو یا بایلونکو څخه وي.

په دې دوو  پورتنیو آیتونو کي  موږ ګورو چي هغو کسانو ته چي د اسلام د دین له منلو څخه انکار کوي او بیا هم پر خپلو پخوانیو پلرنيو دینونو باندي ولاړ وي او کفر ته ادامه ورکوي هماغه سزا ورکوله کیږي چي په سورة آل عمران کي چي د مرتد او له اسلام څخه د اوښتي کس لپاره ټاکله سوې ده. په دواړو صورتونو کي دنیاوي سزا نسته بلکه یوازي اُخروي سزا راغلې ده.

موږ په کوم وخت کي حدیث ته په مراجعه کولو مجبوریږو؟

کله چي په قرآن کریم کي د یوه حکم یا اوامرو او نواهیو په برخه کي صراحت موجود نه وي او یا ابهام موجود وي نو موږ د توضیح لپاره احادیثو ته مراجعه کوو او که چیري احادیثو ته د مراجعې کولو په صورت کي هم سوال حل نه سو نو بیا قیاس او په وروسته کي د جیّدو علماوو او مجتهدینو اجماع ته مراجعه کوو. خو کله چي د پورتنی موضوع په برخه کي، چي له اسلام څخه ګرځېدل او بل دین ته اوښتل دي، په قرآن شریف کي بشپړ وضاحت موجود دی نو احادیثو ته ولي مراجعه وکړو. او د ا لا هم معلومه نه ده او حتی سړی یقین ته په نیژدې ګومان ویلای سي چي « من بدّل دیناً فاقتُلوهُ» حدیث به جعلي وي. یو دلیل یې خو دا دی چي دا حدیث یوازي په صحیح بخاري کي او هغه هم فقط له یوه قوله راغلی دی چي هغه ته په هر صورت ضعیف حدیث ویل کیږي. همدغه حدیث حتی په صحیح مسلم کي بیخي راغلی نه دی.

له بلي خوا، کله چي دا حدیث لولو نو د مرتد د قتل حکم له قضیې سره چنداني اړخ نه لګوي. د صحیح بخاري ۲۸۰۰ حدیث داسي دی: علی بن عبدالله، د سُفیان او هغه د ایوب او ایوب د عکرمه له قوله وايی چي علي رض یو قوم ( چي د عبدالله بن سبا پیروان ول؛ او علي ته د خدايي په مقام قایل ول)  په اور کي وسوځاوه. کله چي دا خبر ابن عباس ته ورسېدی نو هغه وویل چي که زه د علی پر ځای وای ما به هغه قوم ته اور نه وای اچولی؛ ځکه چي نبي ص ویلي دي چي هیڅ چا ته د خدای په عذاب ( سوځولو، جهاني) سزا مه ورکوی او مه یې وژنی. لکه نبي ص چي ویلي دي « هر هغه څوک چي دین بدل کړي هغه قتل کړی» وروستی حکم له اصل قضیې سره چنداني ارتباط نه لري. علی یوه قوم ته اور اچولی دی. عباس وايی که زه د علي پر ځای وای ما دا کارنه کاوه. او نبي ص ویلي دي چي څوک له دین څخه واوړي هغه قتل کړی. د دې قضیې د سر او پای ترمنځ هیڅ ارتباط نسته.

دغه راز، لکه مخکي چي مو وویل، حضرت محمد ص څرنګه په یوه موضوع کي چي په قرآن شریف کي یې تقریباً لس ځله صراحت سوی وي خپل بېل حکم، چي د قرآن کریم د احکامو سره مغایرت ولري، صادرولای سي. ځکه دا خو هغه مقدس کتاب دی چي پخپله پر حضرت رسول ص باندي نازل سوی او تر هر چا یې پخپله هغه په تبلیغولو او عملي کولو مکلف او مسوول وو.

موږ مسلمانانو یوازي پر اسماني کتابونو او قرآن کریم باندي ایمان راوړی دی چي هغه د الله ج خپل کلام دی. موږ د هغه مقدس کتاب په مقابل کي په احادیثو باندي، چي ټول بنده ګانو را غونډ کړي دي او له خطا او سهوی خالي نه دي، په هیڅ صورت اعتبار نه سو کولای.

تر دې ټولو خبرو چي را تېر سو نو په قرآن کریم کي داسي آیتونه ډیر دي چي وايي کفر او ایمان دواړه د حق متعال په اراده کي دي. هغه چا ته چي یې ایمان په نصیب کړی نه وي هغه ایمان راوړلای نه سي او سمي ته لاري ته نه سمیږي. په دې کي کافران او کافران سوي مسلمانان دواړه راځي ځکه چي دا داوړه د ایمان له رڼا او د آخرة له ګټي څخه محروم دي او حق متعال وايی چي هغه ذات پخپله دا کسان د ایمان له ګټي څخه محروم کړي دي.

د سورة یونس یعني لسم سورة ۹۹ آیة حضرت رسول ص ته په خطاب کي وايي:

و لوشاءَ ربُّک لآمَنَ من فی الارض کُلُّهُم جمیعاً أَ فأَنت تُکرِهُ الناس حتی یکونو مومنین.

ترجمه: که ستا رب غوښتلای نو  ټولو هغو انسانانو به چي د مځکي پر مخ ژوند کوي ایمان راوړی وای. آیا ته کولای سې چي بشر د هغوی د ارادې په خلاف مسلمانان کړې؟

د همدغه سورة ۱۰۰ سلم آیة وايي:

و ما کان لِنفسٍ ان تُومن الّا باذن الله و یجعلُ الرجس علی الذین لا یعقلون.

ترجمه: هیڅ څوک د حق متعال له اجازې پرته ایمان نه سي راوړلای او خدای تعالی پر هغوی باندي چي له عقل څخه کار نه اخلي خپل غضب اوروي او پلیتي ورباندي اچوي او سپکوي یې.

د قرآن شریف د دوهم سورة، البقرة شپږم او اووم آیتونه حضرت رسول اکرم ص ته په خطاب کي وايي:« هغو کسانو چي کفر یې اختیار کړی دی هغوی ته که خبرداری ورکړې او که یې ورنه کړې پر هغوی باندي توپیر نه لري. الله د هغوی پر زړونو او غوږونو باندي مهرونه وهلي او پر سترګو یې پردې ورته ځړولي دي او دوی ته سخت عذابونه ګوري»

کفر او ایمان د حق متعال په اراده کي دی. او کافرانو ته د دوږخ عذابونه ګوري. په دې کي نو د کافر او له ایمان راوړلو څخه وروسته د کافر سوي توپیر نه سي کېدلای ځکه چي د دواړو د عقل سترګي ړندې دي او د ایمان نه راوړلو په صورت کي سزا او عذاب یوازي اُخروي شکل لري او دنیاوي سزا، هغه هم تر ټولو سخته سزا چي مرګ دی، د قرآن له احکامو سره نه جوړیږي.

د نوموړي حدیث تاریخي کمزوري :

تر ټولو مهمه خبره دا ده چي هغه پېښه چي دغه حدیث ورته منسوب دی اصلاً منځته راغلې نه ده. علي رض د حضرت رسول ص له وفات څخه وروسته بیا تر خلیفه کېدلو پوري په هیڅ جنګ کي برخه نه ده اخیستې چي په هغه کي یې یو قوم یا د هغه قوم څو کسان په اور کي سوځلي وي. علي رض د خلیفه کېدلو څخه وروسته ټول جنګونه له معاویه، ام المومنین عایشې او وروسته له خوارجو سره کړي دي. علي رض د عبدالله بن سبا له پیروانو سره، چي په شیعه ګانو کي په غُلات مشهور دي، او علي رض ته د خدايي په مقام قایل دي، هیڅ جنګ نه دی کړی. په دې حساب دا حدیث، چي په بخاري کي یې یوازي یو روایت موجود دی، په تاریخي لحاظ بې اساسه او غلط دی. او کله چي یو حدیث دومره څرګند تاریخي نقص ولري طبیعي خبره ده چي هغه باید له اعتباره ولوېږي. دا چي ولي په دې، له هره پلوه کمزوري، حدیث باندي تر اوسه عمل کیږي او له دین څخه اوښتو کسانو ته، د دغه کمزوري حدیث په اساس، د مرګ سزا ورکوله کیږي دا موضوع په غور ارزي او باید چي د مسلمانانو توجه ورته راوړوله سي.

حضرت علي رض نه یوازي د حضرت رسول ص څلورم یار او په خپل وخت کي یو عالم او ضمناً پاک مسلمان وو. هغه جناب ته د انسانانو د سوځولو کیسه منسوبول د هغه په حق کي ظلم دی. د اسلام تاریخ د علي رض په باب داسي کیسه هیڅ وخت قید کړې نه ده.

  دعبدالله بن سعد بن ابی سرح قضیه:

عبدالله بن سعد ابی سرح د حضرت رسول له ډیرو لایقو کاتبانو او صحابه وو څخه وو. هغه په اسلام کي له څه وخت تېرولو څخه وروسته یو ناڅاپه مکې ته وتښتېدی او بیرته د مکې له کفارو سره یو ځای سو. د اسلام پر ضد یې ډېر زیات تبلغیات وکړل او د حضرت رسول ص په هجو کي یې دونه شعرونه وویل چي آنحضرت ص یې قلباً آزرده کړ. کله چي د اسلام لښکرو بالاخره مکه فتح کړه نو حضرت رسول ص، عبدالله بن ابی سرح په هغو څو محدودو کسانو کي ذکر کړ چي قتل یې هرمسلمان ته جایز او په اصطلاح مباح الدم وو.

عبدالله بن ابی سرح د عثمان بن عفان رضاعی ورور وو او ځکه یې نو د عثمان کورته پناه یووړه. حضرت عثمان هغه د حضرت رسول ص حضور ته راووست. ویل کیږي چي حضرت رسول ص له هغه څخه مخ واړاوه خو هغه د شهادت کلمه ورته وویله او حضرت رسول ص د عثمان بن عفان په احترام څه ورته ونه ویل.

عبدالله بن ابی سرح نه یوازي ونه وژل سو بلکه د ابوبکر او عمر رض په خلافت کي یې د عزت ژوند درلود او کله چي عثمان بن عفان خلیفه سو هغه یې په مصر کي د خپل لایق والي عمرو بن عاص پر ځای، چي ټول خلک یې له کار څخه راضي وه او په افریقا کي یې ډېر زیات فتوحات هم کړي ول، مقرر کړ او عمرو بن عاص یې له ځان څخه ناراض کړ.

عبدالله بن ابی سرح نه یوازي  له اسلام څخه ګرځېدلی او بیرته کافر سوی وو بلکه پر کفر یې زیادت هم کړی وو او د حضرت ر سول ص په هجو کي یې څو کلونه شعرونه هم لیکلي ول. که چیري له اسلام د دین څخه د ګرځېدلې کس مرګ روا او واجب وای نو حضرت رسول ص به هیڅکله د خپل یار او زوم عثمان بن عفان په خاطر د عبدالله بن ابی سرح له وژلو څخه نه وای تېر سوی؛ ځکه چي شریعت د هیڅ چا مراعات نه کوي بلکه د یوه قانون په حیث پر ټولو انسانانو باندي یو شان جاري کیږي. د حد جاري کول تر بل هر چا د حضرت رسول ص وظیفه وه ځکه چي که هغه له حد څخه تېری او یا ګذشت کړی وای نو بیا د نورو لپاره لاره خلاصېده.

په هر صورت د«من بدَّل دینه فاقتلوهُ» حدیث په هیڅ صورت اساس نه لري بلکه د آنحضرت ص له وفات څخه لس هاوو کلونه وروسته د اموي او عباسي خلیفه ګانو په وخت کي جوړ سوی دی.

8 COMMENTS

  1. د دوی ذهنيت له وژنو پرته بل شي ته جوړ شوی نه دی. همداسې روزل شوي او همدا د قتل کړنه يې ذهنيت ته ورننه ايستې ده، خو خپله يې د دعوت دنده پرېښې ده او حال دا چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته الله تعالی وايی چې :
    ان عليک الا البلاغ وان علينا للحساب
    رسونه د انبياو دنده ده او محاسبه د الله تعالی کار ده، خو موږ لږ شانته زورور يو او د الله تعالی واک هم موږ په خپل واک کې اخېستی دی.
    موږ داسې يوه ټولنه يو چې اسلام، کمونېزم، ديموکراسي، سلفېزم مو په شرمونو وشرمولو. که هندوييزم او چينيېزم هم راشي، نو هغه به هم په شرمونو وشرموو.

  2. وروره په کونه کې باد وهلي یاست احماقت مو طبیعت ګرزېدلی ! دین هغه وخت چې جهالت وو ګټور وو ، نن دیموکراسي ، ازادي او د انسان حقوق په تجربه سابت شوي دي ، نو دین يوه زړه پروژه وه تیره شوه ! دین اوس جاهلان د قدرت لپاره استعمالوي ! په ساینس پوه شۍ ، لږ ډوډوۍ وخورۍ ! ستاسو انډرې د خاورې شي سیانس او حقوق ولونۍ ! په غلا جنګ او شیطاني کې خپل رزق مه پيداکوۍ !

  3. د تاند محترمو چلوونکو ته! د ډیر تاسف خبره ده چه تاسو د بیا ن د آزادۍ په پلمه لوپرانو ته هم جازه ورکوۍ چه د اسلام مقدس توهین کړی. اقلاً یوه علمی بحث ته مؤدبانه لیکنه باید وشی او له علمی استدلال نه کار واخستل شی. د زیاتره کسانو عادت دی چه د کوڅې په ژبه لیکنه کوی او تاسو یې هم په جرأت سره نشروۍ. که همدا د بیان آزادی وی نو تف لعنت دې په دا هسې آزادۍ شه.

  4. جهاني صیب مننه چې اوس مو اصلي موضوعاتو ته وخت ورکړ .
    ستاسې دا لیکنه به په سوالونه دات کام کې هم خپره کړو.
    اصلا بیخي اصل خدای مننونکی نشته. ځکه هېڅ خدای مننونکی د خدای ذات نشي تشرېح کولی چې خدای څه دی، له څه شي جوړ دی، چېرې دی، د وجودیت په شرایطو برابر دی کنه، د خدای او مادې تر منځ علیت څرقم ممکن دی او داسې نور. نو چې یو څه پېژنې نه بیا هغه منلی څرقم شې؟ یو څه باید وپېژنو بیا ووایو چې منوو یې. دوی د خدای په هکله چې خبرې کوي ټول د یوه خیالي انسان صفات درته بیانوي . مهربان، غصه ناک، عادل … دا ټول د یوه مادي انسان صفات دي. دوی خدای غیر مادي بولي . غیر مادي څه نشته نو دوی اړ دي بېرته د مادې صفات درته کوي او غواړي خدای پرې تشرېح کړي.
    ټولې خبرې د انسان له ژبې راوتې خو دوی بیا دغه خبرې د خدای خبرې بولي . بیا محمد چې هر څه و تر دوی ښه و.

  5. جهاني صاحب ډېره زیاته مننه چې په يوه مهمه موقع مو ډېر مدلله څېړنه کړې ده, د کنړ او قدروي ملايان خپله په دين نه دي خبر نو نورو خلکو ته به يې څه ور ورسوي

  6. جهانی صاحب السلام علیکم : ستاسی تحقیق او څیړنه می ولوسته دمرتد د حکم په مورد کی لاندی دلایل وړاندی کوم هیله ده په دی باره کی هم یو څه ولیکی ، په فقه کی دوه اصطلاحات مروج دی یو مرتد یا داسلام په شا کیدونکی هغه که په مکمل ډول او یا ددین دیو رکن نه انکار وکړی نوموړی باید بندی شی تر هغه وخت ورته ښوونه وشی تر څو دده شک له منځه لاړ شی توبه وکړی او دوباره دین ته راوګرځی بل ته زندیق ویل کیږی زندیق هغه څوک دی جه د لومړی ارتداد نه وروسته دوباره بیا مرتد شی دا شخص واجب القتل دی باید ووژل شی د وژلو دلایل یی د قران پاک نص او د رسو ل الله ص سنت دی .
    وَ إِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّکُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَکُمْ بِاتِّخَاذِکُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَى بَارِئِکُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَکُمْ ذٰلِکُمْ خَيْرٌ لَکُمْ عِنْدَ بَارِئِکُمْ فَتَابَ عَلَيْکُمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ‌ (54) البقره
    بنی اسرایلو چی کله د خوسی عبادت شروع کی او مرتد شوه الله ج ورته د ځان وژلو حکم وکړ
    ِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ يَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَاداً أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَ أَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلاَفٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذٰلِکَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ‌ (33) المایده
    مرتد په محارب کی هم او په مفسد فی الارض (یا په ټولنه کی فساد خوروونکی) دواړو ډلو کی شامل دی
    د مزینه قبیلی کوم خلک چی مدینی ته راغله ایمان یی راوړو د څه وخت تیرولو وروسته مرض په و لګیدو رسول الله ص هغوی ته حکم وکړ چی د مدینی نه بهر هغه ځای ته لاړ شی چه هلته د صدقاتو اوښان دی او ورته ویی ویل چی د اوښانو شوده خوری تر څو روغ شوه هغوی د اوښانو ساربانان ووژل اوښان یی ځان سره یووړه او مرتد شول کله چی هغوی ونیول شوه د الله د ټاکل شوو حدودو پورته ذکرشوی حکم پری تطبیق شو .
    بله واقعه د حضرت ابو کر صدیق رض په خلافت ( ) خلکو د د زکات د ورکړی انکار وکړ او مر تد شول حضرت ابوبکر رض دهغوی سره قتال یا جنګ وکړو څو ک یی ووژل شوه او څوک دوباره دین ته راوګرځیدل او توبه یی وکړه . هیله کوم زما لییکنه د صفحی له مخ مه لری کوه ماته قناعت بښونکی ځواب راکړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب