جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ارواپوهنه؛ څنګه نور په ځان مین کړو؟

ارواپوهنه؛ څنګه نور په ځان مین کړو؟

څنګه کولی شو نور په ځان میئن کړو؟

آیا فکر کوی مینه د کنټرول وړ نه ده؟

آیا تاسو هم په دې باور لرئ چې د مینتوب لپاره هماغه لومړی کاته اغېز لري؟

که مو پورتنیو پوښتنو ته ځواب مثبت وي؛ مسلماً چې په قضا او قدر هم باور لرئ!

خیر، نه یوازې تاسو بلکې اکثره خلک همدا فکر کوي چې مینه او مینتوب د یو چا د وس خبره نه ده.

اما د ارواپوهنې په ډګر کې وروستیو څېړنو موندلې چې مینه او مینتوب د کنټرول وړ احساسات دي. او دا هر څه ستاسو د ذهن او دماغ کار دی خو باید پوه شئ چې څنګه مو له دماغ څخه اغېزمنه ګټه واخلئ؟

مینه او عشق له نورو هغو اروایي احساساتو سره هېڅ توپیر نه لري چې تاسو یې هره ورځ تجربه کوی لکه: وېره، هیجان، کینه او کرکه، ترحم، خپګان او داسې نور…

دا پورتني ذکر شوی انساني عواطف ټول د کنټرول وړ دي او عشق هم د دې ټولو څخه مجزاء ندی. څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې د مینې کابو کول کټ مټ لکه د غوسې سړولو غوندې هوسا او شوني دي خو ستونزه دا ده چې زمونږ عقیده او باور له ډېر پخوا څخه تر نن پدې اړه مونږ ته متضاده او ناهیلې کوونکې مفکوره تلقین کوې او ټول پدې ټکي یوه خوله دي چې مینه د کابو کولو وړ نده. مینه د یوې پدېدې په بڼه راځي، بلاکیف اغیز کوي او پرته لدې چې په اړه یې پرېکړه وکړو یا یې په وړاندې دریځ غوره کړو؛ پخپله پرېکړه کوي او هغه څه چې راپرېږدي د تقدیر بدلون نه منونکې پرېکړه بولو.

اما حقیقت نه یواځې له پورتنۍ مفکورې سره توپیر بلکه تضاد هم ورسره لري. د مینې په اړه د ارواپوهنې له ځینو ځانګړو تګلارو او لارښوونو څخه په ګټه اخېستنې کولی شئ خپل د خوښې وړکس مو ځان ته دومره در جذب کړی چې یواځې ستاسو په اړه فکر وکړي، یواځې ستاسو سره خبرې کول وغواړي، یواځې تاسو ته کتل وغواړي او بالآخره یواځې تاسو سره د ژوند تېرول وغواړي. نو آیا مینه دا ټولې ځانګړتیاوې نه لري؟ که څه هم د دې تګلارې په اړه سل په سلو تضمین نشته اما پایلې یې حیرانوونکې دي.

مینتوب څنګه مینځ پېښېږي، مینه څنګه اغېز کوي؟ ارواپوهنیز لاملونه یې کوم دي؟

مخکې تر دې چې د مینتوب چل زده کړئ؛ لږ به یې په اروایی لحاظ تر څېړنې لاندې ونیسو خو پام مو وي چې مینتوب کوډې نه دي.

پرته لدې چې پوه شو، زمونږ ذهن د ټولو هغو کسانو نوملړ ثبتوي چې ورسره پېژنو، همدارنکه د دوی د ځانګړتیاؤ په اړه هم پدې نوملړ کې معلومات په بلاکیف ډول ساتل کېږي. زمونږ ذهن په خارق العاده ډول پلټنه کوي او داسې کسان پخپل لړ کې رابرسېرن کوي چې له هر راز تړاو مخکې ستاسو د خوښې وړ خصلتونه په دوی کې شتون ولري. ارواپوهان دې سیسټم ته د عشق او مینې نقشه وایي، هغه نقشه چې ستاسو ذهن یې پخپل تمایل د نورو زرګونو او لکونو خیالي نقشو په مینځ کې خوښوي او د نورو په پرتله ترجېج ورکوي.

د دې سیسټم میخانیکیت ډېر جالب دی، څېړونکي وایی که یو کس ستاسو د خوښې وړ ټول یا اکثره ځانګړتیاوې پخپل وجود کې ونلري؛ په اټوماټیک ډول له هغو کړۍ رالویږي چې په اغلب ګومان به پکې د مینې وړ کس موندل کېږي او دا کس چې څه ناڅه ځانګړتیاوې یې ستاسو د ذهن او خوښې وړ وې خو د قناعت وړ نه وې؛ اوس نو یواځې د یو عادي ملګري/ملګرې په حیث خپل ځای ساتلي شي. په همدې خاطر ده چې یواځې په یو کس زړه بایلل کېږي، یواځې یو کس خپل عاشق یا معشوقه ګڼل کېږي پاتې نور یواځې عادي ملګري پاتې کېږي.

دا چې ستاسو په ذهن کې له مخکې ساتل شوي معیارونه کوم دي؛ باید وویل شي دا معیارونه په افرادو کې توپیر لري خو غالباً له لاندې کتګوریو بهر ندي. ارزښتونه، عقاید، مخکینۍ تجربې، مخکینۍ اړیکې، منحصر په فرد خصلتونه او د شخص سابقه.

په همدې خاطر دي چې ښایي ستاسو ملګری په داسې کس میئن شي چې نوموړی ته آیډیال خو تاسو ته به ډېر معمول حتی د مینتوب وړ نه ښکاري، دا ځکه چې هغه کس ستاسو د مینې له نقشې سره نه بلکه ستاسو د ملګري د مینې له ذهني نقشې سره تطابق او ورته والی لري.

ښايي ځینو ته به دا پوښتنه پیدا کېږي چې څنګه کولی شو د خپلو ملګرو نوملړ ترتیب او پکې د خپلې خوښې د مینې وړ کس ومومو. په ځواب کې باید وویل شي چې له بده مرغه داسې کوم عملي او شعوري تګلاره نشته چې تاسو په شعوري او خپلواک ډول داسې کس راچڼ کړئ بلکه ستاسو دماغ او ذهن په بشپړ خودکار او غیر شعوري ډول پخپله دا چارې په مخ بیایي پرته لدې چې تاسو یې په اړه فکر وکړئ. کټ مټ لکه تاسو چې خپل زړه ته وایئ چې: “ودرزیږه!” حال دا چې زړه خپل دا عمل د دمې او ستاسو له مشورې بلکه امر پرته پخپله سرته رسوي حتی تاسو یې کیفیت هم نشی درک کولی. په همدې خاطر دي چې عاشقان اکثراً پدې اړه سوچ کوي چې ولې یې په داسې یو کس زړه بایللی؛ چې هیڅ پرې ندی پوهېدلی. د دې پوښتنې ځواب مو یواځې خپل ذهن او دماغ درکولی شي او د دې ټاکنې پړه هم یواځې ستاسو خپل دماغ ته ورګرځي. په همدې دلیل ده چې د مینې او زړه بایللو پروسه له ګنګوسو او معماؤ ډکه ښکاري او اغلب یې پړه پر تقدیر او قسمت ور اچول کېږي. خو په اصل کې له تقدیر سره داسې پېیلی تړاو نه لري چې د میئن مطلق بېوسي ترې استنباط شي. که هر څومره تاسو د خپل ذهن، خپلو تمایلاتو او ځانګړتیاؤ په اړه پوهاوی ولرئ؛ هغومره به د خپل مينتوب او زړه بایللو لاملونه درته څرګند وي.
په لاندې ډول د ۲۶ کلن جېم نومي کس د ژوند تجربې ته اشاره کوو چې دوه کاله مخکې له پوهنتون فارغ شو او له ډېرو نجونو سره د اړیکو ساتلو ستړی شو. جېم وغوښتل چې خپل ځان ته د ژوند ملګرې ومومي خو په یو لړ معینو او جدي معیارونو یې برابرولی حتمی ګڼلی.

د جېم معیارونه په لاندې ډول وو:

۱: د مطلوبې انجلۍ د تحصیلاتو کچه د جېم له تحصیلاتو سره تطابق ولري.

۲: باید د وېښتانو رنګ یې قهوه یي وي (جېم مخکې یو ځل په داسې انجلۍ میئن شوی وو چې قهوه یي رنګه وېښتان یې درلودل خو جېم له هغو سره د مینې په ناکامۍ سره غواړي د قهوه یي وېښتانو لرونکې انجلۍ په بیا ټاکلو د خپلې ماتې جبران وکړي)

۳: باید د جېم له کورنۍ سره نږدې پاتې شي ( د جېم لپاره خپله کورنۍ او راتلونکي ماشومان ارزښت لري، جېم غواړي مېرمن یې ماشومانو ته د ښې مور دنده ترسره کړي) پام مو وي چې پدې ترتیب مونږ بالآخره داسې کس ته نږدې کېږو چې پخپله یې غواړو؟

۴: جېم داسې مېرمن غواړي چې له سفر کولو سره لېوالتیا ولري.

که جېم لا هم مجرد وي او له داسې انجلۍ سره مخ شي چې سره وېښتان لري؛ احتمالاً به په هغو انجلۍ زړه نه بایلی. کېدای شي هغه انجلۍ یې پام هم ور واړوي خو دا چې ولې پرې زړه نه بایلی؛ پخپله هم نه پوهېږي ځکه چې دا د جېم له واک وتلی کار دی. یواځې د جېم ذهن او دماغ کولی شي داسې ټاکنه وکړي پرته لدې چې جېم سره خوښه وکړي.

څنګه کولی شو د خپلې معشوقې/عاشق د مینې په تړاو د ډاډمنتیا لپاره خپل ذهن کنټرول کړو؟

دلته د ځینو آزمایل شویو تګلارو بېلګې راوړل شوې چې کولی شئ په مټ یې خپل د خوښې وړ کس په ځان میئن کړئ.

۱: د مطلوب کس د خوښې وړ معیارونه پخپل ځان کې را وپنځوئ! مونږ ټول د مینې په اړه خپله منحصر په فرد نقشه ځان سره لرو، پدې نقشه کې ټول هغه معیارونه شته چې احتمالاً ستاسو د خوښې وړ کس یې خوښوي یا لومړیتوب ورکوي خو یواځې ستاسو لخوا هغو معیاورنو ته لومړیتوب ورکول او پخپل وخت یې کارول اړین دي. البته سل په سلو داسې کوم تضمین نشته چې که هر څوک د مقابل کس د خوښې وړ معیارونه پخپل ذهن کې ولري؛ خامخا دې پرې میئن شي یا دې پرې زړه بایلي خو دا هم ناشونې ده که یو کس هېڅ یو له هغو معیارونو پخپله د مینې نقشه کې ونلري؛ د خوښې وړ کس دې پرې میئن شي. مخکې لدې چې د خوښې وړ کس په وړاندې د مینې او مینتوب سوچ وکړئ؛ پکار ده چې په اړه یې څېړنه وکړئ، د نوموړي د ذوق او ځانګړتیاؤ په اړه ژوړه پلټنه وکړئ، حساسیتونه او تمایلات یې معلوم کړئ، د زغم او انعطاف بارز ټکي یې په نښه کړئ او د نورو په وړاندې د غبرګون او دریځ نیونې منحصر په فرد خصلتونه یې را چڼ کړئ! هر څومره چې د نوموړي یا نوموړې په اړه دقیق او کره معلومات ترلاسه کړئ؛ هغومره مو خپل ځان د هغو له معیارونو سره د تطابق لپاره ښه چمتو کولی شئ.

۲: د هغو اړتیاؤ د پوره کولو لپاره یې هڅه وکړئ چې مطلوب کس یې په موندلو پسې لالهانده ګرځي. کله چې یو کس د نوې او تازه اړیکې په موندلو پسې ګرځي؛ هڅه کوي داسې کس په ګوتو ورشي چې په یو ډو ل نه یو ډول له ده سره ډېر ورته والی ولري. دوی پخپل ځان کې په غښتلو ټکو خو په مطلوب لوري کې د خپلو کمزورو ټکو له متضاد ټکو لرونکو کس پسې ګرځي. په بل عبارت دوی غواړي خپل کمزورتیاوې د بل کس په وجود سره غښتلې کړي. د بېلګې په ډول: یو کس چې ځیرک وي خو تر څنګ یې د حقارت احساس هم لري؛ پداسې کس پسې ګرځي چې د ځیرکتیا سره سره پخپل نفس اعتماد هم ولري تر څو پخپل ځان کې شته د حقارت احساس پرې جبران کړي یا لږ تر لږه قسمي انډول رامینځته کړي. که د داسې مطلوب کس په لټه کې یاست چې په شخصیتی لحاظ د خپل ځان کمزوري ګڼلو اختلال لري؛ نو که تاسو خپل ځان ورته پخپل نفس د اعتماد لرونکي کس په حیث ور وښيئ؛ پخپل ښکار کې به بریالي راووځئ. که چېرې تاسو د هغو په وړاندې د یو اعتماد په نفس لرونکي کس رول ښه ولوباوه؛ په حقیقت کې په غیر شعوري او بلاکیف ډول د نوموړي کس ذهن ته داسې پیغام لېږدوئ چې تاسو ورته هغه کس یاست چې ذهن یې د موندلو لپاره ورپسې لالهانده پلټنه کوي.

۳: آیا د خوښې وړ عاشق/معشوقې د موندلو لپاره هڅې او زیار رول لري؟

یواځې هغه کسان چې پدې اړه یې له مخکې زیان لیدلی وي او بېړنۍ پاملرنې، خواخوږۍ او مراقبت ته اړتیا ولري؛ د دې احتمال شته چې له خپل ناکراره حالت څخه د تېښتې لپاره په بېړنۍ ټاکنه اکتفاء وکړي. یانې دا یواځې یو خاص حالت دی چې د مطلوب لوري اړتیا او آسیب پذیري په ابزاري ډول کارول کېږي.

۴: له خپلو شریکو ملګرو د مرستې غوښتنه وکړئ! که چېرې تاسو او ستاسو د نظر وړ کس تر مینځ ځینې شریک ملګري وي؛ باید لدې امتیاز څخه اعظمي کټه پورته کړئ. دلیل یې دا دی چې ذهن په غیر شعوری او خودکار ډول د اعتماد وړ سرچینو (ملګرو) لخوا په آسانتیا سره مشورې او لارښوونې مني. که ستاسو د مطلوب کس اړوند ملګري دا ومني چې تاسو فوق العاده یاست؛ د دې ډېر احتمال شته چې ستاسو ملګری هم د نسبي مخالفت سره سره په معجزه یي ډول همغږی او هم نظره شي. پدې اړه بیا هم د ذهن اټوماټیک غبرګون د حیرانتیا وړ دی.

۵: د خپل مطلوب کس ذهن مو تر انحصار لاندې راولئ! تجربو ښودلې: هر څومره چې موضوع څو څو ځل تکرار کړئ؛ هغومره مخاطب کس دېته اړ کېږي چې پرې غور وکړي. ولې؟

ځواب یې ډېر ساده دی، د مسألې څو ځلې تکرار ذهن دېته اړ باسي چې په اړه یې ژور فکر وکړي او ژور فکر په ذهن فشار راوړي چې انعطاف وښيي چې انعطاف پخپله د هوکړې سبب کېدای شي. البته دا پدې مانا هم نده چې هره ورځ ورته یوه خبره تکرار کړئ یا هرو لسو دقیقو کې یو ځل ورته زنګ ووهئ، دا ځکه چې پدې ډول نه یواځې چې هغه ستاسو خبرو ته غوږ نه اېږدي بلکه پدې شکمن کېږي چې تاسو خامخا کوم چل ول ورته جوړ کړئ. یواځې پخپلې ځېرکتیا سره خپل شتون ورته ثابت او پدې وسیله يې ذهن دېته اړ باسئ چې ستاسو په اړه فکر وکړي. باید د سترګو نظر یې ستاسو په خوا وي او په وړاندې یې داسې خیالي سناریو جوړه کړئ چې پاملرنه یې ستاسو خواته ډېره شي، دا چې له مطلوب کس سره خبرې کول مهم دي کنه؟ هو مهم دي خو شرط ندي، کافی ده چې سترګې یې تاسو وویني.

۶: د خپل ځان په اړه ښه انځور جوړ کړئ! کله چې په یو مجلس کې ستاسو نوم اخېستل کېږي؛ لومړنۍ کلمه چې د نورو ذهن کې راګرځي هغه دا ده چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي، تاسو د خپل ځان په اړه نورو ته څنګه ذهنیت جوړ کړې، دوی ستاسو په اړه څومره معلومات لري؟ د دوی ذهن ستاسو د نوم په اورېدو سره د یو غښتلي، خوښ، پخپل نفس اعتماد لرونکی، زغم لرونکي، احساس لرونکي، زړور، مستعد یا بالعکس د پورتنیو اوصافو دریځ خپلوي؟

هر څومره چې د نورو په ذهن کې د خپل ځان په اړه ښه انځور جوړ کړئ؛ هغومره به د دوی اند ستاسو په اړه منونکې او مطبوع وي. دا مهمه نده چې تاسو څوک یاست، کوم منفي ټکي لرئ، بلکه مهمه دا ده چې په هر حال نور ستاسو په اړه ښه تصور ولري او باید ټولې هغه لارې چارې وکاروئ چې نور ستاسو په اړه مثبت لید خپل کړي.
آیا په رښتیا د لومړي کتو سره سم د زړه بایللو اغېز شته یا دا هر څه افسانوي آوازې دي؟

هو، په لومړی کاته د زړه بایلل شوني دي خو دا هله امکان لري چې مقابل کس ټول هغه معیارونه په ځان کې وښيي چې ستاسو په ذهن کې وار له مخې د یو آیډیال عاشق/معشوقي لپاره په نظر کې نیول شوي. داسې وخت کې نو ځان سره وایئ: “یوه شېبه صبر وکړه! تر اوسه خو مې حتی یوه کلمه خبره هم نده ورسره کړې، نو دا څنګه امکان لري چې زما ذهني معیارونه د ورسره مطابقت وکړي، دا څنګه ومنم چې په یواځې کتو پرې میئن شوم؟”

اندېښنه مه کوئ! ستاسو ذهني معیارونه ښایي د یو کس د درېدلو په ډول، د تګ ډول، د لباس ډول، له نورو سره د رفتار په ډول آن تر دې چې په تش موسکا پورې تړلي وي.

که د یاد کس ظاهري بڼه، د خبرو ډول یا بل هر رفتار تاسو د داسې چا په اړه سوچ ته اړ کړي چې پخوا مو ورسره د مینې اړیکې درلودې؛ ډېره شونې ده چې پرې زړه وبایلئ.

مونږ معمولاً له یو خاص موډل پیروي کوو او تل د یو لړ خاصو خلکو په وړاندې زړه بایلو، په همدې خاطر ده چې له داسې کس سره مخامخ کېدل چې تاسو د پخوانیو یادونو خواته بیایي؛ د دې احتمال زیږوي چې یو ځل بیا د تقریباً ورته کس په اړه د مینې د مینې فکر وکړئ. دا چې تاسو د یو کس په لیدلو سره د خپل تېر په اړه بیا فکر کوئ؛ دا یو چټک او خودکاره میکنېزم دی چې ښایي له مینتوب وروسته یې درته منل هم ستونزمن وي.
مینه سپېڅلې ده، مینه ګناه نه ده!

ژباړه: قاسم امیري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب