جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان: د افغانستان د خطرناکې قحطۍ لپاره ۱،۱ميليارد ډالره...

د خوړو نړیوال سازمان: د افغانستان د خطرناکې قحطۍ لپاره ۱،۱ميليارد ډالره عاجل په کار دي

تاند:( چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د سختې قحطۍ خبر ورکړی او ویلي،چې دغه قحطي له تېرو شلو کلونو راهيسې بې سارې ده.

 د يادې ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي،چې ميليونونه افغانان په ژمي کې د خپلې تغذيې لپاره هيڅ کومه لاره چاره نه شي کولای.

دغه سازمان له نړيوالو غوښتي، چې د افغانستان د خطرناکې قحطۍ د مهارولو لپاره ۱،۱ ميليارد ډالرو ته عاجله اړتيا لري.

د خوړو نړیوال سازمان په دغو غوښتل شويو پيسو د ۱۸ميليونه کسانو لپاره عاجلو خوراکي مرستو د برابرولو د پلان خبر ورکړی.

 سرچينه زياتوي، چې له ۱۸ميليونه خلکو څخه ۶ ميليونه يې سختې قحطۍ سره مخامخ دي.

مخکې يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو هم په افغانستان کې را روان ژمی له سخت بشري ناورين څخه اغيزمن ګڼلی او له نړيوالو ېې افغانستان سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب