یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهستانکزی: امريکا سره زموږ په سر د پاکستان د معاملې مستندې ويډيو...

ستانکزی: امريکا سره زموږ په سر د پاکستان د معاملې مستندې ويډيو ګانې لرم

تاند:( چار شنبه ،د ميزان ۶مه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي پاکستان تورن کړ،چې د افغانستان د فضا څارلو لپاره د امريکا بې پيلوټه الوتکو ته د اجازې ورکولو په سر په میلیونونه ډالره امتیاز ترلاسه کوي.

د ستانکزي په وينا، په دې اړه مستندې ويډيو ګانې په لاس کې لري، چې ښيي امریکايي بې پیلوټه الوتکې له کوم ځای نه پورته کیږي او په کومه لاره افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د پاکستان اقتصادي ناورين ته په اشارې، دغه هېواد مخاطب او ورته وويل چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې نورې هڅې په کار واچوي.

مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم پاکستان تورن کړی و، چې له خپلې خاورې افغانستان ته د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د راتلو اجازه ورکوي.

پاکستاني چارواکو د ملا یعقوب څرګندونې رد کړې او نا مسوولانه ګڼلې وې، خو د عباس ستانکزي خبرو ته ېې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

تېر کال د امریکا د دفاع وزارت د مرستيال سکرتر ډیویډ هیلوي ویلي وو،چې پاکستان د افغانستان له خاورې ورته د بې پیلوټه الوتکو د څار په برخه کې اسانتياوې برابروي.

1 COMMENT

  1. څه شی چې عیان دي ، څه حاجت د بیان دی .
    منافقستان د افغانستان ازلي دښمن دی او د دښمن په خوږه باید هېڅکله ونه نازیږو.
    د افغانستان چارواکي باید نورو ګاونډیانو او نړیوالو ته د مداخلې زمینه برابره نه کړي . له نړیوالو سره د نني عصر له قوانینو او تقاضا سره برابر چلند وکړئ.
    که احیانا تاسو د امریکا او نړۍ مرستو او یا غوښتنو ته ضرورت لرئ ، نو د پنجاب پرځای تاسې ورسره یوه برابره او عادلانه معامله وکړئ . پنجاب او منافقستان ته دا زمینه مه برابروئ چې د هغوی په فرمایش زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب