په نننۍ بوخته نړۍ او د معلوماتو د زیاتوالي په دور کې پکار ده چې د لوستلو طریقه بدله کړو یعني په لږ وخت کې ډېر څه ولولو او ګټه ترې واخلو.
يو کس د مطالعې ډېر شوقي و او د خپل دې شوق د تسکين لپاره به يې هر وخت “ټليفون ډايريکټري” لوسته. ښه نو “ټليفون ډايريکټري” لوستل د انساني شوق تسکين دی يا د وخت ضايع کول؟! د بزرګانو په ليکنو کې راځي چې که د مال څښتن نه يې، نو د زکات علم تر لاسه کول درته نه دي پکار، ځکه کله چې مال تر لاسه شي، نو د زکات د مسايلو د حل له پاره به وخت او مشورې هم تر لاسه شي. يو تصور دا هم دی چې علم بايد د ضرورت په اندازه حاصل کړای شي، ځکه په دويم صورت کې دا هم اسراف او د وخت ضايع کول دي.
څومره چې انسان پرله پسې پرمختګ کوي، پر انتظامي او تخنيکي موضوعاتو د مطالعې له پاره موادو د سيلاب په شکل ورته مخې ته راځي. دا اوس د انسان خپل کار دی چې څنګه له دې سيلابه ځان ساتي او څومره ګټه ترې اخلي. ځان ساتل دا دي چې پرېکړه وي چې هغه بايد څه شی مطالعه او څه شی مطالعه نه کړي تر څو وخت يې ضايع نه شي او ګټه اخيستل دا دي چې د سيلاب څومره اوبه د ډنډ او تالاب د ذخيرو په شکل جمع کړي تر څو د ضرورت پر وخت يې په کار راشي. انسان بايد دا پرېکړې د خپلو حالاتو، مقام او مسؤوليتونو په رڼا کې وکړي.
په دفاترو کې ليدل شوي چې د افسرانو د کوټو المارۍ او کونجونه له ورځپاڼو او مجلو ډکې وي او هغوی دومره وخت نه وي موندلی چې د دې ټولو د لوستو يا نه لوستو په اړه پرېکړه وکړای شي. دا حقيقت ومنئ چې ټول چاپ شوي مواد ستاسې د مطالعې له پاره نه وي، دا پرېکړه بايد تاسې وکړئ چې تاسې ته د څه شي لوستل اړين دي. په دې لړ کې د ځآن له پاره يو فهرست جوړ کړئ، دې فهرست ته د چيک ليست شکل ورکړئ او تر هر ټاکل شوي هدف وروسته ارزونه وکړئ چې څومره پرمختګ شوی.
د شاتو مچۍ لرې لرې سفر کوي، ګلونو ته ځان رسوي او د يوه ګل تر ټاکلو وروسته ترې د شيرې را ټولولو له پاره لاس په کار کېږي. په حقيقت کې اغېزناکه مطالعه له دې بېلګې سره چندانې توپير نه لري. يوازې دومره ده چې دا کار بايد په چټکۍ سره تر سره شي چې مقصد هم ضايع نه شي او ستاسې ضرورت هم پوره شي.
کله هم چې مو د مطالعې له پاره مواد تر لاسه کړل، نو په درېيو برخو يې ووېشئ، له ځانه سره د جمع کولو عادت يې مه جوړوئ که نه نو هېڅ کار به مو له وسې پوره نه وي:
1. مهم او ضروري
2. عاجل
3. غير ضروري
اوس تاسې د خپلو اړتياوو په پام کې نيولو سره ځان ته لومړيتوبونه وټاکئ او لا نور وېش په دې توګه وکړئ:
• پر کومو موادو چې پوهېدل ضروري وي، هغه بايد سمدستي او په توجه سره مطالعه شي او ترې د مطالبو زده کولو وروسته بايد عمل هم پرې وشي
• هغه مواد چې يوازې د ساتېرۍ يا عامو معلوماتو له پاره وي، تر لوستو وروسته يې بېل کړئ
• له پاتې نورو بوختوونکو مطالبو سرسري تېر شئ
د چټکۍ مطالعې وړتيا
• دا حقيقت ومنئ چې تاسې هر څه نه شئ لوستی. له همدې امله تاسې بايد د خپلې مطالعې له پاره يوه څانګه غوره کړئ
• د چټکې مطالعې عادت نه يوازې دا چې ستاسې د عامې مطالعې رفتار چټکوي، بلکې په دفتري چارو او د فايلونو د کارونو په خلاصولو کې هم درسره مرسته کوي
• د چټکې مطالعې له پاره پرله پسې تمرين ته اړتيا ده
• د فهرست او عنوانونو په لوستو په اصلي موادو ځان پوه کړئ
• ټول مواد په سرسري توګه له مخکې وګورئ
• پر لنډيزونو او پايلو يو نظر واچوئ
• پېژندنه مطالعه کړئ، دا به لارښوونه درته وکړي چې له کومو تفصيلاتو تېر شئ
• حاشيې په پرله پسې توګه ليکئ او نوټونه اخلئ. دا خبره مو بايد په ذهن کې وي چې د بيا لوستو له پاره به يې وخت ونه مومئ
• جملو او محاورو ته ډېره پاملرنه مه کوئ
• له دې احتياط سره ټوپ ووهئ چې مرکزي او اصلي ټکي درڅخه پاتې نه شي
• خپله توجه پر يوه ټکي مه را ټولوئ. په يوه نظر څو څو الفاظ مطالعه کړئ
• بيا بيا وروسته مه ګورئ
• په لوړ اواز او د الفاظو بېل بېل لوستو مطالعه مه کوئ
• د دې خبرې هڅه وکړئ چې ذهن مو خپله درته ووايي چې وروسته څه را روان دي
• دا مو عادت جوړ کړئ چې کله په مطالعه بوخت يئ، نو ذهن مو د لاندې خبرو ځواب درکړي:
1. د دې مطالعې مقصد څه دی. له دې مطالعې څه تر لاسه کول غواړم؟
2. دا مطالعه زما له پاره څومره مهمه ده؟
3. له دې مطالعې څخه څومره ګټه تر لاسه کولای شم؟
ژباړه: ظاهر عمار