شنبه, اپریل 20, 2024
Home+درې پوښتنې | اسدالله غضنفر

درې پوښتنې | اسدالله غضنفر

اسدالله غضنفر

 ليكونكي ته پكار ده په دې غور وكړي چې د ليكنې د موضوع حدود يې كوم دي؟ د چا لپاره يې ليكي؟ او د څه لپاره يې ليكي؟

  همدا موضوع چې اوس يې لولئ د بلاغت له بحث سره تعلق لري خو بلاغت لويه دنيا ده، ما د دې بحث يوازې درې پوښتنې چې له يو بل سره تړاو لري او واحده موضوع جوړولاى شي، د ليكنې لپاره انتخاب كړې. زه دلته د بلاغت له نورو اړخونو سره كار نه لرم او ان تعريف يې نه كوم ځكه په دغو دريو خبرو د بلاغت له تعريفه پرته هم پوهېدلى شو.

  د شپاړلسمې پېړۍ شاعر عرفي شيرازي ويلي دي چې مرغۍ ته مې لومه ايښې ده، اوس كه سيمرغ پكې ونښلي، خوشي كوم يې، ځكه زما مقصد د مرغۍ نيول دي. د عرفي خبره له اخلاقي ژوند او قناعت سره تعلق لري خو دلته هم د مثال استفاده ورنه كولاى شو. ليكونكي ته پكار ده چې تر وسه وسه د ليكنې موضوع ته وفاداره واوسي. كله كله ليكوال ته جالبه خبره ورياده شي چې د دۀ د مقالې  له موضوع سره چندان ارتباط نه لري مګر جالبوالى يې دى هڅوي چې په مقاله كې يې شامله كړي. ډېر ځله داسې هم كېږي چې ليكوال خبره نه لري ، په زوره يې غځوي ،حال دا چې پټه خوله پاتېدل عيب نه دى خو بې مورده غږېدل عيب حسابېږي.

   د ليكنې د كاميابۍ بل شرط دا دى چې ليكونكى په دې ځان پوه كړي  چې د چا لپاره يې ليكي. زه كه د كابل په يوه ورځپاڼه كې د افغانستان د پېژندګلوي په اړه په پښتو يا دري ژبه درې مخه مقاله ليكم، دا شايد بې ځايه هڅه وي ځكه افغان لوستونكي په غالب ګومان د خپل هيواد په اړه تر دې ډېر څه لوستي دي خو همدا ليكنه په ډنماركي ژبه بې ځايه نه ښكاري. دغه راز هغه معلومات چې ماشومانو ته يې ليكو، لويانو ته ممكن غير ضروري وي.

محصل ته ليكنه ممكن دا مقصد هم ولري چې د ده د معلوماتو او مهارتونو سويه جګه شي خو په كور ناست متقاعد مامور غالبا د دې لپاره ليكنه لولي چې وخت ورباندې واړوي. د مقالې ليكونكي ته پكار ده چې د خپل اصلي مخاطب په باره كې يې فكر كړى وي. همدا ليكنه چې اوس يې لولئ زه د هغه زلمي لپاره ليكم چې غواړي د ليكوالۍ د مهارتونو په باره كې خبرې واوري. دا ليكنه شايد د دريم ټولګي زده كوونكى يا يو اكاډيمسين هم ولولي خو زما اصلي مخاطبان د ليكوالۍ شوقي زلمي دي.

   د ليكونكي مخ ته پرته دريمه پوښتنه دا ده چې ليكنه يې د څه لپاره ده؟ زما يوۀ ملګري څو كاله پخوا د اوبتلونو په باره كې معلوماتي مقاله ليكلې وه. دۀ زحمت ايستلى و او داسې څه يې كښلي وو چې په پښتو كې نه و خو د ليكنې يې ځكه هركلى ونه شو چې موږ نه سمندر ته لاره لرو او نه مو له اوبتلونو سره  څه كار شته. دۀ دې ته پام نه و كړى چې لوستونكى په خوند يا استفادې يا دواړو پسې ګرځي. لوستونكى هغه ليكنه ولې ولولي چې نه يې ساعت ورباندې تېرېږي او نه په شخصي يا اجتماعي ژوند كې محسوسه استفاده ورنه كولاى شي؟

3 COMMENTS

  1. زما نه یادیږی چی د اسدالله غضنفر د کومی لیکنی یوه کرښه می لوستلی وی اوبیا هغه می تر پایه نه وی لوستی . کله کله د ځان سره وایم چی دومره غواړم چی په موضوع باندی پوه شوم خو وروسته به یی ولولم ، خو دا نشی کیدی – دا د بلاغت کمال دی

  2. سلام
    غضنفر صاحب: ستا دجملو ترکیب بشپړ او د لیکوالی کمال ور سره ملګری دی زما دیو شمیر لیکوالا نو پشتو نثرونه ډیر خوښیږی نه پوهېږم چې تا ولې ځان له هغو سره لکه افغانستان دسمندراو اوبتل لاره بنده کړله؟
    دسکندر مقدونی لښکر کشی او یرغلونه دفیودالی مغلو تاړاکو نه دساسانیانو صفویانو کرکه دانګریزانو روسانو او ناتو ۴۹ هېوادونو تجاوز اوبربنډه مسلحه مداخلې او وژنې دوطن په فرهنګ،ژبه،ژوند،فکر،چاپیریال او اقتصاد کې ژور بدلون راوستی .ددریم ټولګی په کچه خو لابریږده چې دا اکاډیمیسن له کوم سورکی له بلاغت سره ملګری شو؟
    مرغۍ مجهول/ نامعلو خو سیمرغ معلو م نوم دی . بلاغت دژبې مذهبی،اخلاقی،اوروحانی برخی راسبړی خو ته لیکنه کې نیوکه ته ځې چې داصلاح او سمون برخې نه خبرې کوی .دژبې دمقاومت او کمزورتیا برخو کې په علمی لحاظ څه نه لرې.
    خو زما اصلي مخاطبان د ليكوالۍ شوقي زلمي دي
    ځلمی ځلمیان
    افغانستان سمندر ته لار نه لری داسمه ده خو اوبتل بیا دلته هېڅ خای نه لری .ژبه کې دژبې سیانس مهم دی چې دې برخه کې امکان لری ستا څېړنه اوزده کړې محدودې وی ځکه موږ په هېواد کې نه وسایل لرو او نه ابزار او بې وسلې جګړه نه کیږی .
    زلمی په دری او پښتو کې دسړی نوم دی تا به هم اوریدلی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب