پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې د پولیو واکسین ته پر ورپېښو خنډونو اندېښنه...

امریکا په افغانستان کې د پولیو واکسین ته پر ورپېښو خنډونو اندېښنه ښکاره کړه

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴ مه)  د امریکا روغتیايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د وېش په برخه کې خنډونه د اندېښنې وړ دي.

د امریکا د روغتیايي چارواکو په خبره جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې د پولیو واکسین ووېشل شي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې چې دا مهال یوازې په افغانستان او د پاکستان په ځينو سیمو کې د دغه ویروس نښې نښانې او مثبتې پېښې شته.

دوی زیاته کړې چې دغو اندېښنو ته په کتو جدي اړتیا ده چې په دې لار کې شته خنډونه له منځه یوړل شي.

سرچینه وایي چې د افغانستان په جنوب او ځینو نورو ولایتونو کې شاوخوا ۳ نیم میلیونه ماشومان د پولیو له واکسین محروم دي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

دوی له طالبانو او نورو وسله والو ډلو هم غوښتي چې د بشري مرستو مخه ونه نیسي او د دغه ویروس په ختمولو کې همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...