Homeخبرونهننګرهارکې د ډوبې شوې کښتۍ ۶ تنه سپرلي لاهم نادرکه دي

ننګرهارکې د ډوبې شوې کښتۍ ۶ تنه سپرلي لاهم نادرکه دي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴)  ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبېدو پېښې څخه د دوو ماشومانو په ګډون تر دې دمه د ۳ تنو جسدونه موندل شوي.

دا پېښه د تېرې شنبې په ورځ د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله، چې په کښتۍ کې سپاره ۱۰ تنه د کونړ سیند له اوبو تېرېدل او د کېبل د شکېدو له امله اوبو کې ډوب شول.

په کښتۍ کې د مېرمنو او ماشونو په ګډون لس تنه ناست وو، چې په لومړۍ ورځ ترې یو ماشوم ژوند ژغورل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې ته وویل، چې تر اوسه هم د ۶ تنو جسدونه لادرکه دي او دوی په دې هڅه کې دي څو ترلاسه یې کړي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې له سپرلیو ډکه یوه کښتۍ، چې څه کم ۳۰ تنه په کې سپاره وو په اوبو کې ډوبه شوې وه، خو هغه مهال یې سپرلي ټوله د عامو خلکو له لوري وژغورل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...