Homeخبرونهترکیې په افغانستان کې د مسوولیت اخیستو چمتووالی وښود

ترکیې په افغانستان کې د مسوولیت اخیستو چمتووالی وښود

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴ مه)  ترکیه وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.

د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دوی چمتو دي په افغانستان کې مسوولیت واخلي او په بریالي ډول یې ترسره کړي.

اردوغان بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې خبریالانو ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یواځینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی.

دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني.

اردوغان دا هم وايي چې پر دې مسئله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.

ترکیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو ناټو یې یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده.

د دې ترڅنګ بیا وسلوالو طالبانو ویلي چې د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...