چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهامریکا او د ناټو غړي هیوادونه نن د افغانستان په اړه خبرې...

امریکا او د ناټو غړي هیوادونه نن د افغانستان په اړه خبرې کوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۲۴ مه)  راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر به نن د ناټو له غړیو هېوادونو سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې کوي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې نن بايډن په بروکسل کې د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره خبرې کوي چې د بحث موضوعات یې هم افغانستان، روسیه او ځينې نور نړیوال موارد دي.

د سرچینې په وینا، امریکا به د ناټو د ځواکمن غړي هېواد په توګه له افغانستانه د سرتېرو ایستلو، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د ناټو د مشرانو د بحث موضوع یوه هم افغانستان ده او ددغه هېواد په اړه به مهمې پرېکړې وشي.

امریکا او د تاټو غړي هیوادونه داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې کوي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر روان دی او تر پنځوس سلنه بشپړ شوی دی.

خو تېره یوه امریکایي سناتور دا هم وویل چې که اړتیا شي ښایي امریکایي پوځیان بیا ځلی افغانستان ته ور وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب