دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا کې وسله والو بریدونو ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

امریکا کې وسله والو بریدونو ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۴) امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي پر دوام نن د دغه هېواد په شپږو ایالتونو کې د وسله والو بریدونو په پایله کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اې‌بي‌سي تلویزیون د راپور له مخې، د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوې پوځي اډې ته څېرمه د یو وسله وال کس په ډزو درې تنه وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه راز په جورجیا، اوهایو، ایلینوې، اسټین او تګزاس ایالتونو کې هم د وسله والو بریدونو په نتیجه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

امریکایي چارواکو په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د وسلو پر پلور باید اړین محدودیتونه ولګول شي.

د یادونې ده چې په امریکا کې وسله والو نښتو سږ کال د ۸۷۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې وسله والې نښتې ډېرې شوې دي او په ۲۰۲۰ز کال کې ددغه نښتو په شمېر کې ۶۰۰ پېښې زیاتوالی راغلی دی.

یوازې روان کال تر دې دمه ۲۶۷ پېښې رامنځ ته شوې دي او په دې کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکايي رسنۍ وايي چې په یوه کال کې شاوخوا ۸۷۰۰ کسان په امریکا کې د وسله والو نښتو له امله وژل شوي دي.

څلور دغه ډول پېښې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې رامنځ ته شوې چې ۳۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

امریکايي رسنۍ وایي چې په دغه هېواد کې د وسلو لرلو حق او د وسلو پلور د یادو پېښو د رامنځ ته کېدو ستر لامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب