دوشنبه, مې 6, 2024
Home+نه ویلی شئ خو... | ژباړن: سمسور ودان

نه ویلی شئ خو… | ژباړن: سمسور ودان

بې له شکه هر انسان غواړي، چې کړه وړه یې د نورو خوښ شي خلکو ته په پام ښه ورشي او د هغوی د تایید وړ وګرځي. دا د هر انسان معنوي غوښتنه ده؛ خو که دغه څه په یو چا باندې په اجباري ډول وتپل شي، بیا نو انسان له یو ډول نا مناسب رواني حالت سره مخ کېږي.

په ورځني ژوند کې به مو ګڼ کسان لیدلي وي، چې د نور خلکو غوښتنو ته بې له دې چې فکر وکړي مثبت ځواب وایي او ډېر ژر ور سره په هر خبره پرېکړې ته رسېږي د «هو» کلمه کاروي.

دوی په ټوله کې د «نه» له کلمې سره اشنایي نه لري او د دې کلمې له کارولو څخه ډډه کوي.

یا په بله وینا دغه کسان په ناخوداګاه ډول عادت شوي، چې د ملګرو، دوستانو او خپلوانو د خوښۍ او رضامندۍ لپاره په پر له پسې د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب وایي.

که څوک قرض، امانت او یا هم د کومې مرستې غوښتنه ترې وکړي بې له ځنډه یې مني. که څوک ترې وغواړي، چې ضامن یې شي تر څو له بانک څخه قرض الحسنه واخلي بې له نه او نو څخه یې قبلوي، مثبت ځواب ورته وایي او د ورقې په بېخ کې ورته په ډېره اسانۍ لاسلیک او یا هم ګوته لګوي.

دوی د دې لپاره، چې ځان ته د خپلو دوستانو او خپلوانو توجه را جلب کړي تیار دي، چې هر ډول کار یې تر وسې پوره وي تر سره کړي.

بې له دې چې فکر وکړي کېدای شي له ستونزې او تاوان سره مخ شي او یا یې هم خپله آرامتیا او امنیت له لاسه ورکړي.

داسې کسانو ته په اصطلاح کې« مهر طلبه» کسان وایي.

دوی هڅه کوي تل خلکو ته مثبت ځواب ورکړي او یا هم ټول کارونه د نورو خلکو په خوښه وکړي تر څو د دوی د خپګان سبب ونه ګرځي.

دغه ډله کسان، چې په اوسنۍ ټولنه کې ډېر تر سترګو کېږي، نور ځانګړنې هم لري، چې په ترتیب سره به ورته اشاره وکړو.

۱- دوی غواړي کارونه یې د نور د تایید وړ وګرځي:

له شک پرته هر انسان غواړي، چې کړه وړه یې د نورو خوښ شي خلکو ته په پام ښه ورشي او د هغوی د تایید وړ وګرځي.

دا د هر انسان معنوي غوښتنه ده؛ خو که دغه څه په یو چا باندې په اجباري ډول وتپل شي، بیا نو انسان له یو ډول نا مناسب رواني حالت سره مخ کېږي.

دغه ډول کسان د وخت په تېرېدو سره خپل رواني ثبات له لاسه ورکوي . له دې کبله، چې د دوی له دې کړنې سره عادت کېږي د دې پر ځای چې پر خپل نفس یې اعتماد زیات شي بر عکس کمېږي او د ځان لپاره د ځور دروازه خلاصوي.

۲- دوی تل خپل نظر او میل سرکوب کوي:

دغه ډله کسان فکر کوي، چې که مقابل کس ته منفي ځواب ورکړي، کېدای شي د خپګان سبب به یې وګرځي، نو له همدې کبله غواړي مقابل کس خوشاله وساتي او له ځانه سره وایي، چې خیر دی زه دې خپه یم او یا دې دا دکار زما په خوښه نه وي، چې دوی رانه خپه نه شي، چې په اصل کې دغه کس دلته خپل نظر او میل سرکوب کړ.
۳- په دې کار سره دوی غواړي خپلې تېرې تېروتنې جبران کړي:

ډیری کسان د خپل ځان په اړه ډیر معلومات نه لري او په دې نه پوهېږي، چې د داخلي یا معنوي غوښتنې څه دي.
ډیر کله دوی دې موضوع ته چندانې ارزښت هم نه ورکوي، چې د خپل ځان او خپلو معنویاتو په اړه خبرې وکړي او ځان پوه کړي. دوی یوازې دا غواړي، چې نور کسان ورڅخه راضي وي او بس!

هڅه کوي، چې داسې کوم کار او تېروتنه ونه کړي، چې د نور د خپه کېدو او ځورېدو سبب وګرځي. اروا پوهان او د نظر خاوندان په دې عقیده دي، چې دغه ځانګړنې په کس کې د ماشومتوب یوه رېښه لا اوس هم په ګوته کوي. مانا دا چې په دې کس کې اوس هم د ماشومتبوب یو څرک لیدل کېږي.

که یو څوک په ماشوم توب کې ځورول شوی وي او په یو ډول یې د کمبودۍ خوند څکلی وي په لوړ عمر کې هم په ځان کې د «عزت نفس» په نوم کوم څه نه ویني.

دوی تر ډیره د «ځان ارزښت» ته لاس رسی نه لري او په غالب ګومان دې پایلې ته رسېږي، چې که غواړي عزت یې خوندي وي او یا هم پرمختګ وکړي، باید تل د نورو کسانو تابع وي او د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب و وایي.

کله، چې یو کس دغه نښې نښانې ولري، په ټولنه کې یو قشر وګړي پیدا کېږي، چې د دوی له دې عادت څخه د ځان په ګټه کار اخلي او خپلې غوښتنې پرې عملي کوي.

۴- دوی ټول وخت غواړي نورو ته په درناوي قایل وي:

ایا تاسو هم له د دې ډول کسانو په ډله کې راځئ، چې بې له ځنډه د نورو خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وایئ ؟
که داسې وي نو تاسو به هم په دې اړه فکر کوي، چې که «نه» ځواب ورکړم، نو مقابل کس ته به مې د یوه کوچني سړي په سترګه کتلي وي او یا به هم زما په دې کار سره خپه شي.

ځان کم مه ګڼئ!

د ضرورت په وخت کې په قاطع ډول منفي ځواب ووایي او بې ځایه مو خپل «عزت نفس» د نورو تر ولکې او سلطې لاندې مه راولئ.
تل منځ لاري اوسئ.
هغه اصطلاح به مو اورېدلې وي، چې وایي:
که خوږ(شرین) شوې خلک دې خورې
که تریخ شوي بیا دې نو خلک تو کوي.
څنګه کولای شو «نه» و وایو
څنګه کولای شو «نه» و وایو تر څو نور را نه خپه نه شي.
د دې کلمې ویل به ستاسو له اوږو څخه ګڼ شمېر ستونزې لرې کړي.

لکه مخکې مو چې وویل کېدای شي په ژوند کې ډېر ځله له داسې حالت سره مخ شوي وی، چې باید «نه» و وایئ خو جرآت مو یې نه دی کړی.

سمه ده، چې تاسو ځوانان یئ او وړتیا يې لرئ، خو کله کله په «نه» ویلو کې هم توانمندي شته، په ویلو سره به یې تاسو له ګڼو ستونزو خلاص وئ.

دا کومه ګناه نه ده «نه» ویل هم د ځان لپاره خپلې لارې چارې لري
د «نه» ویلو قدرت:

«نه» ویل په اوسنۍ ژبه کې تر ټولو قوي ترینه کلمه ده. سره له دې چې تخریبي عوامل هم لري او د ډیرو کسانو لپاره یې ویل هم سخت دي، ځکه که موږ «نه» و وایو کیدای شي خپل دوست، ملګری او یا هم بل د ارزښت وړ څه له لاسه ورکړو.

نه ویل د شخصي غوښتنو او د نورو کسانو د تپل شویو کارونو ترمنځ مبارزې ته ویل کېږي.

آیا داسې کېدای شي، چې «نه» ووایو خو اړیکې مو پر ځای پاتې شي.؟

بلې موږ کولای شو «نه» و وایو بې له دې چې د ګناه احساس وکړو او یا هم مقابل کس را نه خوابدی شي.
که موږ دا نه وي زده کړي، چې نه ووایو، نو لازمه هم نه ده، چې د «هو» په ویلو سره ځان د نورو په واک کې ورکړو.

هڅه وکړئ د «نه» کلمه په داسې یوه ترتیب او انداز سره وکاروئ، چې هم تاسو له ستونزې خلاص شئ او هم مقابل کس ته پوره قناعت ورکړئ او در څخه خوابدی هم نه شي.

ژباړه: سمسور ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب