جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونه۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي کورنۍ له تاجيکستان څخه کاناډا ته ولېږدول شوې

۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي کورنۍ له تاجيکستان څخه کاناډا ته ولېږدول شوې

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ،چې له تاجيکستان څخه ېې ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکې کورنۍ خپل هېواد ته ولېږدولې.

د‌ کاناډا د کډوالو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي،چې له دې سره دغه هېواد ته د لېږدول شویو افغان کورنیو شمېر شل زره درې سوه پنځوس کورنيو ته رسیدلی‌ دی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره کاناډا څلویښت زره افغانانو ته د پناه ورکولو اعلان کړی و.

دا له ډېر ځنډ وروسته له تاجيکستان څخه یوه بهرني هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد اعلان دی،چې شوی.

د افغانستان سلګونه زره نور خلک پاکستان او ايران ته په دې نيت تللي،چې په قانوني یا ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

په افغانستان کې شدید فقر او اقتصادي ناورين، د‌ نجونو د ښوونځيو تړل کیدل او ګونګ راتلونکی او دغه راز له خپلو مخالفانو سره د طالبانو د ادارې د ناوړه او مرګوني چلند ادعاوې له هېواده د میلیونونو کسانو د وتو سبب ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. داچې ځینې طالبان د سړي زامن ندي ټولو ته واضحه ده خو کوم انسانان چې تښتي د هغوی اجداد افغانستان ته را غلي دي او اوس په سمه موقع کې بیرته تښتي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب