پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبپه ادبي اثر کې د فکر او پیغام ارزښت/ ګل رحمن رحماني

په ادبي اثر کې د فکر او پیغام ارزښت/ ګل رحمن رحماني

   د پښتو ژبې په اوسنيو ځینو ادبي اثارو يوه لويه نیوکه داده، چې ليکوالان یې د فکر او پیغام موضوع ته په کې ډېر ارزښت نه ورکوي او له پامه یې لوېدلې وي، په داسې حال کې چې هر ادبي اثر بايد د ټولنې عیني او ذهني واقعیتونو ته په پام سره د خپلو مينه والو یا مخاطبينو لپاره يوازې رنګین الفاظ او ښکلي عبارتونه نه، بلکې د لیکنې موخه، فکر او پیغام په ښه ډول واستوي او لیکوال باید دهغه ټاکلې موخې لپاره تر یوې کچې ور نږدې شي، چې له لیکنې وړاندې یې د ځان لپاره ټاکلې ده، لیکوال د خپلې لیکنې په پیل کې غوښتي، چې په ټولنه کې شته ستونزه درک، یا په بله اصطلاح خپلې موخې ته د فکر او پیغام په وړاندې کولو ځان نږدې کړي.

  زموږ ټولنه تر بل هر وخت همدا اوس فکري ویښتابه او فکري عمل ته زیاته اړتیا لري، دلته چې کلونه کلونه تاوتریخوالی حاکم دی، فکر او فکري کارونو ته ارزښت نه دی ورکړل شوی او مفکرينو په ټولنه کې خپل ځای نه دی موندلی، نو له همدې امله فکر هم د ټولنې د نورو پدیدو تر اغېز لاندې راغلی او که وي مستقل او تقلیدي فکر نه دی، یا د نورو فکري تکمیل او یا هم مفکر په شعوري ډول د فکر پړاوونه نه دي پاللي او موخه يې تته ده.

  پورتنۍ ستونزه به ممکن زموږ د ژوند په هر ډګر کې مطرح وي، خو خپله زموږ په ادبي اثارو، شعرونو او نثرونو یا هم ژباړو کې ورته ډېر پام نه دی شوی، یوه ملګري مې راته ویل غواړي یو ناول ولیکي، یوه موضوع يا سوژه یې هم ورته پیدا کړې، کله مې چې ترې وپوښتل، چې د ناول پیغام د څه دی او په کومه موضوع کې فکر کولو دې اړ وېستې، چې ناول ولیکې؟ هغه وخندل ويل يې، چې ومې لیکه خلک دې خپله په کې فکر وکړي او پیغام دې په کې لټوي.

  د اوسنیو ادبیانو په منځ کې ډېر همدا فکر کوي، چې دی اثر رامنځته کوي، خو نه یوازې چې د لیکنې د اصولو له مخې خپل مخاطب ترې ورکوي، بلکې له ځان سره هغه موخه نه لري، چې ددې ادبي وړوکي یا لوی اثر په ایجاد سره خلکو ته کومه موضوع وړاندې کوي، پیغام يې څه دی؟ دوی ټول یوازې همدا فکر کوي، چې لوستونکي په کې دده موخه خپله موندلی شی، په داسې حال کې چې که لیکوال یا د ادبي اثر اېجادوونکی خپله د لیکنې په هره کرښه کې له ځان سره موجوده مفکوره او پیغام په ذهن کې ونه ساتي او په کې پلې يې نه کړي، نو لوستونکي ته هم څه نه شی ورکولی.

  خپله د فکر تولید د ډېرو کمو لیکوالو ځانګړتیا ده، په پښتو ژبه کې تر ټولو مخکښ کس چې د فکر د تولید او په لیکنو کې د خپل فکر پاللو او لېږد امتیاز ورکړل شوی، اروښاد استاد الفت دی، ده په خپلو ټولو اثارو کې یو نوی فکر پاللی، د ټولنې له یوه محرومیت او ستونزې پرده پورته کړې او همدا علت دی، چې مخاطبينو یې په لیکنه کې ځان موندلی، دهغه د نثر په هنداره کې یې ځپلې خامۍ او نیمګړتیاوو درک کړې، دهغه فکر او پیغام یې د ځان لپاره درمل بللی او ستونزې تر ډېره پورې اصلاح کړې دي.

   د لیکوالۍ یا ادبي اثر ټولنیز حیثیت هم همدلته مطرح کېږي، هغه مقام چې خلک شاعر او لیکوال د ټولنې سترګې بولې له همدې ځایه پیل کېږي، چې لیکوال باید د یوه طبيب په څېر د خپلې ټولنې په ناروغیو پوه وي، درک یې کړې او بیا ورته مناسبه نسخه ولیکي، له شک پرته چې استاد الفت همدا مسوولیت د یوه ماهر طبيب غوندې تر سره کړی، دده همدې فکر او د لیکوالۍ ټولنیز حیثیت ته درناوی او د خپلې ټولنې د خاميو په اړه لوړ خیال او ژور فکر دی د هېواد له دایرې وېستی، د نړۍ له سترو لیکوالانو لکه رابندرناتهــ ټاګور، جبران خلیل جبران او نورو سره یې په یوه کرښه درولی دی، دهغه غوره نثرونه ، لوړ خیالونه ژور فکرونه او همدارنګه شعرونه یې ددې موضوع ښې بېلګې دي.

   تقلیدي فکر او په زړو مفکرو شخوند وهل نه یوازې چې لیکوال ته د لیکوالۍ یا ادب په نړۍ کې کوم ځانګړی او تلپاتې نوم نه شی ورکولی، بلکې اثر  یې د ژبې په پرمختګ کې هم کومه د پام وړ زیاتونه او ګټوره هڅه نه ده، فکري توليد او په نوو موضوعاتو سوچ کول که په یوه ادبي اثر کې دوه سلنه هم درک شي، نو ډېره غوره لاسته راوړنه او بیا هم یو پر ځای کار په دې دی، چې لږ تر لږه خو به مخاطب ته یو څه ورسوي او د وخت ضایع کېدو سبب خو به يې نه شي.

  د نړۍ د تلپاتې اثارو یوه مهمه ځانګړتیا هم داده، چې لیکوال یې د خپلو مخاطبينو په نظر کې نیولو سره راسا خپلې موخې ته ځی او خپل پیغام رسوي، په لیکنه کې دفکر نه رسولو او او تت پیغام موضوع ډېر ځله د هغو لیکوالو له خوا رامنځته کېږی، چې له ځان سره هېڅ ډول تولیدي فکر او نوښت ونه لري، نه په موضوع حاکمیت ولري او نه د خپل اثر په ټولنیز پیغام خبر وي.

 دا ليکنې د ننى افغانستان اونيزې ادبي پاڼې ته ليکل شوې او خپره شوې ده.◄

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب