دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د چاغښت (OBESITY) عوامل

د چاغښت (OBESITY) عوامل

ډاکتر رحیم

د بدن د زیاتی اندازی شحمیاتو یا غوړو راټولیدو ته Obesity ویل کیږي.

اسباب:

د زیاتو غوړو راټولیدا د انرژۍ د اخیستلو او د هغه د مصرفولو ترمنځ د توازن د ختمیدو له کبله رامنځته کیږی هغه فکتورونه چی د obesity په رامنځته کیدو کی ونډه لري په لاندې ډول دي

عمر:

په منځنی عمر کې د چاغښت اختمال ډیر وي خو په هر حال چاغښت په ټولو عمرونو کې ممکن دی.

جنس:

ښځې نسبتاً په اسانه وزن اخلي؛ په ځانګړي توګه د بلوغ او امیندوارۍ پرمهال

دنده:

هغه کسان چې لاندې دندې ولري د نورو په پرتله د وزن اخیستلو زیات چانس لري: اشپزان، د هوټل کارکونکی او هغه کسان چی دندې یې په ثانوي توګه له دوی سره تړاو ولري.

ټولنیز حالت:

په پخوا وختونو کې په لوېدیځه نړۍ کې چاغښت زیاتره په هغو کسانو کی لیدل کیده چې اقتصادي حالت یې کښته و په داسې حال کې چې د نن په نړۍ کې شتمن کسان ډیر چاغ وي.

اندوکراینی ناروغۍ:

له یو شمیر اندوکرایني ناروغیو سره چاغښت تړلی وي لکه هایپو تایروډیزم، کوشنګ ناروغي، hypogonadism، او hypopituatarism

ارثیت:

د یو شمیر کورنیو کسانو بدن د وزن اخیستو ته ډیر تمایل درلود چې تر کتنې وروسته د دې حالت لپاره جنټیکی برابروالی ومنل شو خو بیا هم تر اوسه پورې داسې جین نه دی پیدا شوی چې د چاغښت اصلي عامل وي.

د خوړو عادت:

د خوراک زیات تمایل تل د polyphagia له کبله نه وي دا حالت کیدای شي د بهرنیو فکتورو تر اغیز لاندې وي لکه د خوړو د شته والي خبره یا اعلان یا بوی خوند. همداراز یو شمیر کسان د Psychological ناخوالو له کبله زیات خوراک کوي لکه د depression پرمهال

درمل:

د یو شمیر درملو کارول لکه steroids phenothiazenes . Oral contraceptive او انسولین چاغښت رامنځته کوي

کلینیکی لوحه

چاغ کسان نه یوازې دا چې د خپل چاغشت د شکایت له کبله ډاکتر ته راځي بلکې نورې ستونزې هم لري چې دا کیدای شي exertional dyspnea د شادرد hypertension diabetes mallitus یا IHD وي.

تشخیص:

د چاغوالي تشخیص د ناروغ د عمومي منظرې او د قد او وزن د معلومولو له لارې کیږي، د ناروغ قد او وزن د سټنډرډ قد او وزن له چارټ سره پرتله کیږي، د چاغوالی د تشخیص بل ټسټ د triceps د عضلې د ضخامت اندازه کول دي چی په نارینه وو کې تر ۲۰ زیات او په ښځو کې تر ۲۸ ملي متر زیات چاغښت په ګوته کوي.

تفریقې تشخیص:

چاغوالی باید د وزن د زیاتوالي له نورو اسبابو څخه بیل شي لکه ازیما هر بل سبب له کبله چې وي

اختلاطات:

چاغ کسان لاندې بې نظمۍ زغمي

قلبي وعایی بې نظمۍ:

چاغښت په زړه بار زیاتوي چې په دې حالت کې د زړه دهانه او stroke volume زیاتیږي همدارنګه د وینې فشار لوړیږي او ناروغ د IHD د رامنځته کیدو لپاره وړ ګرځوي.

میخانیکي بې نظمۍ:

چاغ کسان د شحمو زیات بار وړي چې د بدن په وزن وړونکو مفاصلو بدې اغیزې کوي د ناروغ پښې هوارې کیږي او په hip joint. Knee joint. او lumbosacral vertebrae کې degenerative تغیرات رامنځته کوي د لینګو عضلات دا وړتیا له لاسه ورکوي چې وریدي وینه د زړه لور ته په اغیزمن ډول ټیله کړي د ګیډې په جدار کې او حجاب حاجز زیات فشار د hernia سبب کرځي د بدن د وزن زیاتوالي تنفس ستونزمنوي او په ناروغ کې exertional dyspnea رامنځته کوي

میتابولیکي بې نظمۍ:

په چاغ کس کې non insulin dependent diabetes رامنځته کیږي د وینې د کولسټرولو او ټرای ګلسرایډ سویه لوړیږي په ناروغ کې کیدای شي د hyperurecemia له کبله gout رامنځته شي همدارنګه په چاغو کسانو کې د صفرا د کڅوړې ډبرې زیاتې لیدل کیږي

ــ psychological بې نظمۍ

چاغښت ناروغ له psychologic پلوه پریشانه کوي او دا ناروغان د دوی د زیات وزن له کبله د هر کس تر نیوکې لاندې راځي د ټولنې دا رویه په ناروغ کې psychological بې نظمۍ رامنځته کوي لکه Anxiety او deprssion په ځانګړي توګه په ښځینه وو کې

د ژوند توقع (Life expectancy):

د ۳۰ فیصده زیات وزن لرونکو ناروغانو د تلفاتو کچه ۳۰ فیصده ده او هغه کسان چې ۴۰ فیصده زیات وزن لري تر نورمالو کسانو ۵۰ فیصده زیات تلفات لري.

درملنه:

د درملنې تر پیلیدو دمخه ناروغ باید په دې وپوهول شي چې اصلي مسولیت د ده په خپله غاړه دی د ډاکټر دنده یوازې توصیه او څارنه کول دي که نه ناروغ په خپله خوښه عمل کوي چې په دې حالت کې داسي لاره نه پاته کیږي چې ناروغ ډنګر کړي

د چاغښت درملنه په دوو مهمو فکتورونو پورې تړلې ده

ــ د انرژۍ د اخیستنی کمول

ــ د انرژۍ د بایللو زیاتول

د انرژۍ د اخیستنی کمول:

د انرژۍ ورځنۍ اخیستنه باید د 800-1600 ترمنځ وي چې دا د ناروغ په عمر، جنس او دندې پوری اړه لري په منځنۍ کچه چاغه د کور ښځه د ورځې 1000 کیلو کالوري ته اړتیا لري په داسي حال کې چې یو ځوان نارینه چې فعاله فزیکي دنده ولري د ورځې ۱۵۰۰ کیلوکالوري ته اړتیا لري ناروغ ته متوازن خواړه ورکول کیږي چې په پروتین CHO او شحم ولري د دې اساسی موادو ترڅنګ د کافي ویتامینو او مینرالو د لاسته راوړلو لپاره باید پاملرنه وشي

پروتینونه:

د پروتینو ورځنۍ اخیستنه باید ۵۵ ګرامه وي د پروټین منابع باید سره او سپینه غوښه دواړه وي لکه د پسه غوښه د غوایی غوښه او د چرګ غوښه همدارنګه هګۍ هم ورکول کیږي.

کاربوهایدریتونه

د ورځې ۱۰۰ ګرامه CHO ته اړتیا لیدل کیږي CHO د غلو دانو او سابو په بڼه ورکول کیږي دا منبع نه یوازې دا چې cho برابر وي بلکې غذایي فایبر هم برابروي میوه هم د cho د منبع په توګه کارول کیږي د خوږو له خالص شکل څخه باید ډډه وشي

منرالونه:

وسپنه او کلسیم له دوو مهمو مینرالو څخه عبارت دی چی باید د ورځني غذایي رژیم یوه برخه وي په داسې حال کې چې وسپنه په بیله توګه د ټابلیټو یا کپسولو په بڼه ورکول کیږي.

ویټامینونه:

د زرغونو سابو او میوو اخیستل نه یوازې دا چې د خوړو حجم زیاتوي بلکې ویټامینونه هم برابروي لکه ویټامین A. C او B complex د هګیو، خوړو او کبانو اخیستل نور ویټامینونه برابروي د میتایل سیلولوز اخیستل معده ډکوي له همدې کبله ناروغ کم خواړه، انګيزه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب