دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاشرف غني ټول نړېوال بنسټونه د ده په خلاف د فساد د...

اشرف غني ټول نړېوال بنسټونه د ده په خلاف د فساد د تورونو ثابتولو ته وننګول

تاند:( یکشنبه، د جدي دولسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله یوازینۍ مرکه کې پر ځان د فساد د تورونو له ردولو سره ټول نړيوال بنسټونه وننګول، چې دا تورونه ورباندې زبات کړي.

هغه دې تور ته په غبرګون کې چې ویل کیږي له هېواده یې د وتو پر وخت پیسې ځان سره ويستي داسې ويلي:(( په تېرو سلو ورځو کې زه لیکل کوم، یوازې وم، فکر مې کاوه چې تر دې سخت شی«تور» به بل نه وي.))

ښاغلی غني زياتوي:(( زه غواړم په قاطعیت سره ووایم، ما له هېواده هیڅ پیسې ندي ویستي. لومړني‌ هدف تر رسېدو وروسته ټول هیلیکوپټرونه تالاشۍ ته ورکړل شول. نه یوازې د ښاغلي ساپکو له تحقیقاتو هرکلی کوم، بلکې لکه مخکې مې چې ددغې ادعا له اوازې سره وړاندیز کړی چې غواړم د ملګرو ملتونو یا بل کوم تحقیقاتي بنسټ له خوا د دې موضوع تحقیق وشي))

نوموړي خپلې پخوانۍ کاری سابقې ته په اشارې سره وویل:(( تاسې له کلونو راهیسې ما پېژنئ، ایا تر اوسه ما د ویزې، یا کوم بل کار په اړه کومه شخصي غوښتنه کړې؟ که ما غوښتلی چې پیسې تر لاسه کړم، کله مې چې د مالیې وزارت پرېښود، ما کولای شوای یو قراردادي شرکت یا عایداتي کمپنۍ جوړه کړم. ما د خپل عمر یوه ورځ هم د امریکا په شمول هیڅ یو هېواد ته کار ندی کړی. د نورو رهبرانو برخلاف ما له امریکا، ناټو او هیڅ هېواده هیڅ پیسې ندي ترلاسه کړي. د افغانستان د ټولو سیاسي نخبه ګانو د ملي امنیت ریاست د اوپراتیفي بودیجې څخه پیسې تر لاسه کولې، ما هېڅکله هېڅ ډول پیسې له دغې ادارې نه دي اخیستي.))

اشرف غني په دې مرکه کې وايي:(( ما د حقوقو او مزایاوو پرته د مالیې وزیر او د کابل پوهنتون د رئیس په توګه کار وکړ. د جمهوري ریاست پر مهال ما خپل امتیاز د لومړۍ میرمن دفتر ته ورکول، ځکه د هغې دفتر د تمویل لپاره کوم حقوقي میکانیزم نه و موجود.))

د افغانستان دغه سياستوال، چې د ۲۰۱۴ ټاکنو کې يې د « يو لاس مې له وینو او بل له فساده پاک دی» په شعار له مطرحو نوماندانو ولسمشريزې ټاکنې ګټلې وې، د خپل شخصي ژوند د بېلګو له يادولو سره وايي:(( زما د ژوند سبک سره ټول بلد دي. په پیسو به څه وکړم؟ هدف مې دا دی چې دا اساسي پوښتنه ده. تاسې پوهېږئ چې زما اساسي اړتیاوې ډېر ساده دي. زه له نړیوال بانک څخه په دوامداره توګه د تقاعد پیسې ترلاسه کوم، چې له هېواد څخه بهر د حساب درلودو اړتیا نه احساسوم. زما میرمنې شتمني د هغې میراثي شتمني ده چې په لبنان کې دی، موږ نور څه نلرو. فقط همدومره. زما زوی او لور پرانیستی او شفاف ژوند لري. ما هیڅ یو افغاني یا خارجي شرکت سره هیڅ ډول شراکت نه درلود. دا یو تور دی، داسې تور چې اول روسیې خپور کړ.))

ډاکټر اشرف غني په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي او نړيوال بنسټونه د ده په اړه په څېړنو ننګوي:(( پدې اړه زه هر ډول تحقیق ته حاضر یم. زه خپل هېواد سره د تعهد په خاطر متمایز شخص یم. زه د نورو خلاف اطلاعاتي سازمانونو سره د ارتباط یا له نورو لارو نه یم راغلی. ما خپل شخصیت خپله جوړ کړی چې شتمني مې خپله پیدا کړې ده. کله چې افغانستان ته راغلم په بتسدا (د میریلنډ ایالت یو ښار) کې مې خپل کور خرڅ کړ تر څو په هغو پیسو کابل کې کور جوړ کړم. بیا مې هم خپله شمتني یو ځل په ۲۰۱۴کال کې چې کله جمهوررئیس شوم ثبت کړه او بیا مې په ۲۰۱۹کال کې اعلان کړه چې پنځه میلونه ډالره نقده شتمني لرم. دا زما شخصي پیسې وې، ما اراده درلوده چې د خپل اجدادو په کلي کې یو فرهنګي مرکز چې کرنیز څیړنیز برخه هم پکې وي جوړوم. بله اراده مې نه درلوده. اوس چې کومه شتمني لرم هغه په کابل کې زما کور دی، بیا هم کولای شئ د هغې په اړه په بشپړ ډول تحقیقات وکړئ. ما له افغانستان څخه بهر هیڅ پیسې ندي انتقال کړي، ما خپله شتمني په دوامداره توګه له بهر څخه افغانستان ته انتقال کړې ده.))

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼو افغانانو د ولسمشر غني د يادو څرګندونو هرکلی کړی او له نړيوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د فساد ضدې مبارزې د مدعي ولسمشر په اړه یې لګول شوي تورونه وڅېړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب