جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر اخند: ۲۰۲۲ به د هيلو، خپلواکۍ او پر ځان بسياينې...

ملا برادر اخند: ۲۰۲۲ به د هيلو، خپلواکۍ او پر ځان بسياينې کال وي

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) د طالبانو د رييس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند مطبوعاتي دفتر د ۲۰۲۲ میلادي کال پیل افغانستان ته ښه پیل ګڼلی.

له دغه دفتر څخه په یوه خپور شوي لنډ پیغام کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال پای او د ۲۰۲۲ پای د افغانستان په معاصر تاريخ کې تر ټولو مهم او اساسي کال دی.

د‌ ملا برادر اخند د دفتر په دغه پیغام کې زياته شوې:(( په ۲۰۲۱ م کال کې د افغانستان مجاهد او په دین او هېواد میین ولس د زیاتو ځاني او مالي قربانیو په پایله کې ۲۰ کلن اشغال ختم کړ او د نړۍ لوی زبر ځواک ته یې شرمونکې ماتې ورکړه.))

د ملا برادر اخند د دفتر په پیغام کې زياته شوې، چې ۲۰۲۲ م به د افغانستان لپاره د هيلو، خپلواکۍ او پر ځان بسياينې کال وي.

په پيغام کې په دې اړه د کوم مشخص پلان يادونه نه ده شوې، چې ملت ته د داسې نېکمرغه کال د لرلو په اړه ډاډ ورکړل شي.

برادر اخند په دې پیغام کې د داسې کال د لرلو په اړه د « انشالله» ټکی کارولی.

دا پیغام په داسې حال کې دی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې ۲۴ میليونه خلک وږي شوي، ۳ میلیونه خوارځواکۍ ځپلي ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي او د وچکالۍ،‌ کرونا ويروس او نورو ګواښونو د زیاتیدو له کبله د وضعیت د لا خرابېدو انديښنې په زیاتیدو دي.

1 COMMENT

  1. ملا برادره!
    د امریکائی ارمونی سره د آزادۍ غوښتونکی! مبارزې د بریالیتوب په افتخار! کی د وولس ګډون مه یادوه او فقط ځان او امریکائی یاد کړه.
    امریکائی خو اصلاً ستا بادار ؤ او دئ که ئې نه منې لوړ عکس ته وګوره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب