Homeخبرونهامر بالمعروف په تخار کې یو ۷۵ کلن سړی په سیند کې...

امر بالمعروف په تخار کې یو ۷۵ کلن سړی په سیند کې غوپه کړی

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یو ۷۵ کلن سپين ږيری او يو ځوان سړی په دې تور په سیند کې غوپه کړي، چې ويل کيږي د لمانځه لپاره جومات ته نه وو ورغلي.

ځايي خلکو ويلي، چې دغه دواړه کسان په سیند کې د غوپه کیدو له کبله ټپیان شوي دي.

 راپورونه وايي، چې هلته د سهار او ماسخوتن لمانځه ته په جومات کې د نه حاضرېدو له کبله امر بالمعروف ادارې ۲۰۰ افغانۍ جریمه هم وضع کړې ده.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته وضاحت نه دی ورکړی.

په وروستيو ورځو کې له کابل څخه هم د طالبانو د يادې ادارې د کارکوونکو ځينې ویډیو ګانې خپرې شوي، چې پکې موټر چلوونکي د ودرولو او په جمعه د لمونځ کولو تر څنګ د دوی له نورو اوامرو خبرول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...