شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد بسم الله محمدي انکار، ملي پوځ ولسمشر غني وپاشه، زه ملامت...

د بسم الله محمدي انکار، ملي پوځ ولسمشر غني وپاشه، زه ملامت نه یم

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي ملي پوځ د پاشلتيا او جمهوري نظام په سقوط کې له خپلو مسوولیتونو او ملامتيو منکر شوی.

نوموړي نن په يوه خپره کړې دفاعیه لیکنه کې ویلي، چې دی د جمهوري نظام په وروستيو څلویښتو ورځو کې په داسې مهال د دفاع وزیر شو، چې د افغانستان تر سلو پورې ولسوالۍ سقوط شوې وې.

د بسم الله محمدي په دفاعیه لیکنه کې پر ولسمشر غني او د هغه د ملي امنيت پر سلاکار حمدالله محب تورونه لګول شوي، چې ګواکې دی یې بې صلاحيته کړی و او د نظام د پاشلتيا مسووليت هم هغوی ته ورګرځي.

بسم الله محمدي په دې دفاعیه لیکنه کې ویلي، چې دی په جمهوري نظام کې د ډاکټر عبدالله د پنڅوس سلنه ونډې په اساس د ملي دفاع وزير ټاکل شوی و.

هغه په عین حال کې د نظام په سقوط کې د ډاکټر عبدالله د رول او ملامتۍ په اړه چې د مصالحې عالي شورا او د حکومت پنځوس سلنه واک یې په لاس کې وو، چوپه خوله دی.

بسم الله محمدي مخکې د ولسمشر د ستراتيژيکو اړيکو د سلاکار وحید عمر او ملي امنيت سلاکار حمد الله محب په څرګندونو کې تورن شوی و، چې کابل ته د طالبانو له راننوتو مخکې یې د هغوی پر وړاندې د ملي پوځ مقاومت ناشونی ګڼلی او د ملي پوځ د مورال ختمیدو او پاشتليا سبب شوی و.

د بسم الله محمدي په اړه دا تور هم موجود دی، چې د ټاکل کیدو فشار یې امریکا ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال امریکايي چارواکو پر افغان دولت واچوه او د ده له ټاکنې سره یې د جمهوري نظام سقوط ته زمینه مساعده کړه.

7 COMMENTS

  1. عبدالله ، شمالی ټلوالی اومفسدو تنظیمیانو خو ( طوس قره ) بللی بی غیرته لکه یعقوبی غوندې به دې ځان وژنه کړې وه نن به دې نو م په تاریخ کې یادیده ته خو له ټولو مخکې وتښتیدې

  2. ستا وظیفه څه وه؟
    چه داسی وای نو بیا به دیی په خپل وخت ملت خبر کړی وای؟
    ستا دغه خبری د منلو نه دی؟
    فکر وکړه د یو ملک د دفاع وزیر سره داسی خبری مناسبی نه دی.

  3. چی کله به د افغانستان او نړۍ د حالاتو د دقیق تحلیل توان ومومو؟
    د کچالو او پیازو او غوړو او ……. د لویو تجارانو او وارد کوونکو او ګُمرک او نورو پیچلو او مرموزو سوداګریزو پروَسو او ( حِرص او احتکار او نورو ناوړو دامونو) د رول څخه بې خبره یو او یوازی د کوڅې دوکاندار یا دوکانداران د موادو د نرخ په لوړولو کی ملامت ګڼو او دا حقیقت نه منو چی د کوڅې د دوکاندار د ترازو او نرخ څرنګوالئ د نورو جګو معاملو او معامله ګرانو د کړنو محصول دئ.

  4. افغانان پدی ښه پوه دی چی ستاسو ضمیرونه داسی مړه او مسخه شوی چی هیڅ ډول اخلاقی جرات نه لرۍ چی لږ تر لږه د خپلی ناکامۍ مسولیت په غاړه واخلی او د افغانانو نه بښنه وغواړی.
    دا خو هم تاسو ملی خاینان وۍ چی د اشرف غنی په حکومت تپل شوی وای او دولس هیلی او ارمانونه مو د خیانتونو او نا اهلۍ له امله د خاورو سره خاوری کړل.
    دا یو ښه کار وشو چی ستاسو خاینانو نه افغانستان ډیر ښه پاک شو.
    زه پدی باور لرم چی افغانانو ستاسو کرغیړنی څیری پیژندلی او بیا به په تاسو تیر نه وځی.

  5. پشتنو ورته ټینګ شئ، هم یی دا څلویښت کاله قتل کړئ، دپښتون په نوم یی پردی ګوډاګی درباندی سپاره کړل ، له مکتب، روغتون، سړک تعلیم او هر څه یی بې برخې کړی او هم دی اوس ملامتوی دا ستا له خپله لاسه… هسی د افغانستان د پرمختګ چانس دی له منځه یویوړ اوس نو یوه پیړی په شا ځه دنیا مخته روانه ده ته له لوږی بغاری وهه او واښه خوره

  6. جنرال یک بر ۱۳۹ ولسوالی ایکه بعدا به وزارت دفاع و در صورت دوام به دولت ، جهش میکرد اگر تو خاین نباشی،پس در افغانستان خاینی وجود ندارد، با اسناد و شواهد ذیل :- اول: جنرال پشقل چرا شدی؟ دوم: فروش اسلحه وزارت دفاع ،خریداری اسلحه کهنه و بیکاره…..سوم: دوسیه روغنیات ۲۳۰ میلیون دالری چی شد؟ چهارم: قرارداد ام الفساد (  بن) شما،عامل اصلی تباهی بیست سال اخیر و حکومت انحصاری که افسدالحکومات فی العالم بود پنجم: تبدیلی حکومت کرزی و غنی به فاسدترین حکومات کره زمین در تمام ساحات دلالت برأهلیت،کفایت و تقوی دارد یا بر ارذلیت در عالم و غرق بودن در تعصبات جاهلی ششم: نبودن برنامه ملت سازی و علاوتا تعصبات جاهلی سمت،لسان و کشت  و ابتکار رذایل بیشتر برای شرماندن مجاهد ،افغان و انسانیت همین است نتیجه کار جنرالان بیقاعده وتعلیم یافته گان بی تربیه و شرابی که غنی را به مقام فاسدترین حاکم دنیا رساند ولاتزدالظالمین الا تبارا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب