شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهپر کابل هوايي ډګر د داعش د بریدګر جزییات خپاره شول

پر کابل هوايي ډګر د داعش د بریدګر جزییات خپاره شول

تاند:( یکشنبه، د‌ جدي دولسمه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امريکا د استخباراتي سرچينو په حواله د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستان څخه د تخلیې بهير پر مهال پر کابل هوايي ډګر د داعش ډلې د بریدګر جزییات خپاره کړي.

سرچينه وايي، چې دغه بریدګر عبدالرحمن اللوګري نومیده او افغانستان د لوګر ولايت اصلي اوسيدونکی و.

اللوګري د يوه افغان سوداګر زوی و، چې پاکستان او هند ته یې سوداګري کوله.د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، نوموړی په ۲۰۱۷ کې په هندوستان کې نیول شوی او امريکايي استخباراتو ته سپارلی و.

امریکايي استخباراتو هغه د افغانستان د بګرام اډې زندان ته لېږدولی و، چې له دی اډې څخه د امريکايي ځواکونو له وتو او جمهوري نظام له سقوط سره د زرګونو نورو بندیانو په شان طالبانو خوشې کړی و.

نیویارک ټایمز وايي، چې له زندان څخه تر خوشې کیدو وروسته، په څو ورځو کې توانيدلی چې له افغانستان څخه د تخلیې بهير د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید هدف وګرځوي.

په ياد شوي برید کې د څه باندې لسو امریکایي ځواکونو په ګډون تر سلو زياتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

امریکايي استخباراتو ويلي، چې د عبدالرحمن اللوګري په اړه له څېړنو وروسته اوس په افغانستان کې د داعش ډلې د پېښېدونکو نورو ګواښونو ارزونه کوي.

د امريکا د دفاع وزارت سياسي مرستيال څو میاشتې مخکې وويل، چې داعش ډله به د طالب واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو او القاعده به په دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د امريکا او متحدينو خلاف یې د برید وړتیا پیدا کړي.

طالبانو بيا په افغانستان کې د داعش خطر رد کړی او ویلي، چې د دې ډلې د فعالیت په اړه بې ځايه تبلیغات کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب