Homeادبشعریلدا || عبدالجمیل ممتاز

یلدا || عبدالجمیل ممتاز

زنځیر زنځیر نظر زمـــا، تصـویر ګـــــــوره چې مړ دی
یه خدایه! تر دې مړ ښه یم ضمــــیر ګـوره چې مړ دی

دا غـــــرونه سیوری نلـــري اسمـــــان ته رســــــیدلي
سلطانه دروازه کې دې فقــیر ګـــــــوره چې مـــړ دی

دا نور لکـــــه اوبـــه غوندې رنګــونـو کې بدل شـول
زما د وجـــــــود خټه کې تغـیر ګـــوره چې مـــړ دی

د ژوند زمـــزمه ولــــوټي، لـــــوټماره اســـــویـلي مې
زمان ګوره چې ګونګ دی او تقدیر ګوره چې مړ دی

پــوهــېږئ چې دا ولې د محـــــشر کــیسه اوږدیــږي؟
په سترګـــو مې تیــــاره ده او تدبیر ګـوره چې مړ دی

یلــــــدا د ازادۍ زیری ممـــــــتازه په چــــــا وکـړي
د بند په بستره کې پروت اســــــیر ګــوره چې مړ دی
۳۰- ۹ ۱۳۹۲ Top of Form

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...