جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزهړپايي تمدن / ليکوال: علي عباس جلالپوري

هړپايي تمدن / ليکوال: علي عباس جلالپوري

ژباړن: بارکوال مياخېل

په نيژدې موده کې د يونيسکو يوې ټولنې د پنجاب په پوټوهار سيمه کې په څو ځايونو کې تر کيندنو وروسته دا انکشاف کړى، چي په پنجاب کې تر ميلاد مخکې د اتو ميليونو او ديارلسو ميليونو کلونو تر منځ حيوان ته ورته انسان اوسېده. دا نتيجه د هډونو پر اتيا نمونو له تجربې اخيستل شوې ده، چي آثار يې له پوټوهاره تر لاسه شوي دي. دې حيوان ډوله انسان ته د پنجابِسکس نوم ورکړل شوى دى او ويل شوي چي تر افريقا او جاوا مخکې په پوټوهار کې پنجابِسکس موجود وو. د هړپايي تمدن کړۍ هم د بشري ودې له دې عمل سره نښتې دي. دا تمدن د «شوالک» له غره را نيولې د «تاپتي» تر سيند او «نربدا» پورې او له «کوټې» را نيولې تر «بيکانير» (راجيستان) او «کاټياواړ» پورې پر کم و زيات يوولس سوه مربع ميله باندې خپور وو. هړپه (ضلع ساهيوال، پنجاب) او موين جودړو (ضلع لاړکانه، سيند) د دې تمدن دوه غټ ښارونه وو، له دې پرته چنهودړو (ضلع نوابشاه)، روپړ (ختيځ پنجاب)، رنګپور، هالار (کاټياواړ)، کالي بنګن (راجيستان)، شاهي ټمپ (د مکران د کېچ دره) ښارونه هم د همدې تمدن مرکزونه وو. د دې تمدن د عروج زمانه تر ميلاد مخکې ٢٣٠٠- ١٧٥٠ پېړۍ منل شوې دي او د دې تمدن ريښې په پېړيو- پېړيو د عراق له خاورې سره پيوند وې. اوس دا حقيقت منل شوى دى، چي تر مصري او سميري (عراقي) تمدن وروسته هړپايي تمدن د نړۍ درېيم لرغونى تمدن دى.

د روم (مديترانې) سمندرګي پر څنډو په مېشت نسل پورې تړلي قبايل په ٢٩٠٠ميلادمخکې پېړۍ کې د بولان درې پر لاره د سيند ناوې ته ولېږدېدل او د هغه ځاى له ځايي اوسېدونکيو سره ګډ شول، نو دراوړي نسل ترې جوړ شو او د دوى تمدن په هړپايي تمدن ونومول شو. د هړپه او موين جودړو د ښارونو له کيندنو د دې ستر تمدن نخښې تر لاسه شوې دي. دراوړو به په پراخو سيمو کې کښت- کرونده کوله، وريځې، غنم، پنبه (کربوسکه)، وربشې، سنۍ، د تېلو زړي، جوار، پياڅه (ږدن) او نخود به يې کرل. د نړۍ په تاريخ کې په لومړي ځل د وريځو د کرلو شهادت له هړپه څخه تر لاسه شوى دى، همدارنګه د پنبې د کرلو او د سپڼسينو جامو د اوبدلو لومړيتوب هم دراوړو ته ورکړل شوى دى. دراوړو به غواوې، غوايي، ګامېښې، مېږې، وزې او چرګان هم ساتل. د دوى په اقتصاد کې چي ګامېښې څومره ارزښت درلود، هغه نن هم د پنجاب په کليو کې د خلکو په برخه دى.

دراوړو به په ډېر هنر سره تر پلان جوړونې وروسته خپل ښارونه ودانول او په ايرو کې پخې شوې خښتې به يې د ډبرو په دېوالونو کې کارولې. دوى د ناولو اوبو د ايستلو ډېر ښه نظام درلود، چي د ښاروالۍ (بلديې) د يوه عالي پرمختللي نظام ثبوت ځنې تر لاسه کېږي. دوى د غلې د زېرمه کولو لپاره لوى- لوى ګودامونه لرل، چي له دې څخه د دوى برياليتوب او نېکمرغي مالومېږي. د دوى، له مصنوعاتو او له خامتايي (سوتي) رخت ډکې کيښتۍ به د عراق ښارونو ته تللې. د رخت اوبدنې له صنعت پرته د لوښو جوړول (کلالي) او ډبرتوږنه (نقاشي) د دوى نور غټ صنعتونه وو. هغوى به پر څرخ لوښي جوړول او پر هغوى به يې د نارنجي رنګ ګلونه او بوټي جوړ کړل او بيا به يې پاخه کړل. معمولاً به يې پر لوښو باندې د ژيړو (پيتلو) پاڼې او د طاووس انځورونه نقاشي کول. هغوى له اوسپنې سره اشنا نه وو او خپل اوزار، وسلې او ګېڼې به يې له کانسي (برونز، مفرغ) څخه جوړولې، له کانسي به يې ښايسته مجسمې هم جوړولې، چي په هغوى کې د ګامېښې، وري او د نڅاګرې نجلۍ مجسمې ډېرې ښايسته دي. د ښځو په ګېڼو کې د سرو سپينو، کانسي، مسو، عقيقو او د فيل له غاښونو جوړ بنګړي، سېره، نتکۍ، غاړګۍ او څه نور شيان موندل شوي دي. له سرې ډبرې توږل شوې ښايسته مجسمې تر لاسه شوې دي. د دوى پر ټاپو (مهرونو) چي کوم نقشونه کيندل شوي دي، هغه د دوى په ليکدود پورې اړه لري، چي تر اوسه لا نه دى لوستل شوى. په هړپه او موين جودړو کې د تاله وټې موندل شوې دي، چي په هر ځاى کې يې وزن سره برابر دى.

په هړپايي ټولنه کې مورنى نظام وو، يانې ښځه پر نارينه لاسبرې وه او د حاصلخېزۍ مذهب هر لور ته خپور شوى وو، په دې مذهب کې به د نارينه او ښځينه تناسلي آلاتو عبادت کېده، چي مقصد يې د مځکې د حاصلاتو را بوټول وو. پر مهرونو باندې د يوه دېوتا د درېوو مخونو ګډه نقاشي موندل شوې ده، چي د جوګيانو غوندې يې په مراقبه کې پلتۍ وهلې، پوندې سره نښلولې او لاسونه غزولي دي. پر سر يې د درې ښاخه لاټۍ نخښه ده. دا د شيو خدايګوټي واقعي څېره ده، چي وروسته بيا د هندو جوګيانو خدايګوټى شو. د را وروسته زمانې خدايګوټى (کرشن) او خدايڼه (کالي دېوي) له دراوړو څخه اخيستل شوي دي. د نڅاګرو له مجسمو ښکارېږي، چي په دوى کې د نڅا او سندرو هنر په پرمختللي حالت کې موجود وو. همدا نڅاګرې د را وروسته عبادت کوونکيو نجونو (ديوداسيانو) مخبنا وې.

په ٢١٠٠ ميلادمخکې پېړۍ کې هړپايي تمدن د عروج په حال کې وو، تر هغه وروسته پرله پسې سېلابونو او د اريايانو بريدونو هغه له زوال سره مخامخ کړ. اريايان د ١٥٠٠ ميلادمخکې پېړۍ په شاوخوا کې د سيند درې ته ننوتل دراوړ يې تر خپلې ولکې لاندې راوستل. هغوى په زرګونو دراوړي ښځې د خپلو کورونو مېرمنې کړې، چي د دوى د ژوند دود، خويونه او کړه وړه، مذهبي مراسم او ژبه ورسره اغېزمن شول. نوي ورته راغلي اريايان سارايي شپنيان وو، چي د تهذيب او تمدن له برکتونو سره نااشنا وو، دوى د نورو غرنيو او سارايي فاتحينو غوندې د خپلو مفتوحينو تمدن خپل کړ، د دوى د رياضت (يوګا)، الهيات (ويدانت)، د معمارۍ هنر، ډبرتوږنه، تصوفي (بهګتي) شاعري، اسطوريي (جاتک) داستانونه، درې دېوتاګان (ترمورتي)، مراقبه او د نڅاګرو سردار (نټ راج) هنري روشونه او دودونه له دراوړو اخيستل شوي وو. د ښځې له خوا له نارينه سره د مينې د اظهار د پيلامې روايت هم د دراوړو د مورواکۍ د ټولنيز نظام يادګار را پاته دى. د صوفي (بهګتي) شاعرانو او د براعظمګي په ولسي سندرو کې دا رسم له پېړيو راهيسې پالل کېږي. نن سبا په هندوانو کې د نارينه او ښځينه تناسلي اعضاوو (لِنګ او يُوني) عبادت په مينه او لېوالتيا سره کېږي او مار ته د نارينه د تناسي آلې د نخښې په توګه عبادت کېږي. دا رسم د دراوړي مذهب له بقاياوو څخه دى. د هندوانو اکثريت د رام او کرشن عبادت کوي، لکه پنډت رادها کرشن چي ويلي، کرشن (لغوي مانا تور) د سپين پوستو اريايانو خدايګوټى نه شي کېداى. له خدايڼې (کالي دېوي) سره دا هم هندوانو له دراوړو واخيست او پخپلو اساطيرو کې يې شامل کړ.

له پورتنيو واقعيتونو دا نتيجه اخيستلاى شو، چي د براعظمګي پر اوسني تهذيب او تمدن باندې د دراوړي تمدن ژورې نخښې موجودې دي. د کانسي (مفرغ) د لرغوني او لوى تمدن روايتونه زموږ په اوسنۍ زمانه کې د کولال په څرخ، بټۍ، لوښو جوړولو، کښت کرونده، د غوايانو بګۍ، د ګامېښو ساتل، د غنمو، ګنډېريو، پنبې، وريځو او د تېلو د زړيو د کرلو، د رخت له اوبدلو او جامو جوړولو نيولې د براعظمګي تر موسمي جشنونو- بېساکي (د فصلونو د رېبلو مېله)، هولي (پسرلنۍ مېله)، بسنت پنچمي (د پسرلي د راتګ مېله)، ناګ پنچمي (د مارانو د عبادت او نڅا مېله) او نورې، همدارنګه ټولنيز ژوند، ولسي سندرې، ټولنيز دودونه، سندرې او نڅاوې، اسطوروي داستانونه، ژبه او لهجې، د کږنو او باورونو تصورات، د جادو او کوډو د غوټو، صوفيانه (بهګتي) شاعري، سنسار چکر (له مرګه وروسته د روح يو بل وجود ته انتقالېدل)، رياضت، د ونو عبادت، د معمارۍ هنر، د ډبرتوږنې سبکونه، د مراقبې عبادت (تنتر مت)، د شکتي عبادت، د مار عبادت، د تناسي آلې عبادت او د شيوبګتيانو، کرشن بګتيانو او شاکتيانو مذهبي شعارونه تر اوسه ژوندي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب