تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲مه』د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کانونو ۳۷۸ نوې زېرمې کشف شوي دي.
نوموړي دا مشخصه نکړه چې دا زیرمې د څه شي او کومو سیمو کې کشف شوي.
افغان د طالبانو تر واک لاندې د ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې زیاته کړه چې، دغه راز په تېر یوه کال کې یوازې د پنجشېر ولایت ۸۰ زره قیراط زمرد بازار ته وړاندې او پلورل شوي دي.
نوموړی وایي، دا مهال هلته شاوخوا ۱۵ زره کسان د کانونو په برخه کې په رسمي توګه په کار بوخت دي.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت ویاند زياته کړه، چې د کانونو په سکتور کې دا پرمختګ نه یوازې د کورني عوایدو د لوړېدو لامل شوی، بلکې زرګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
افغانستان د کانونو له پلوه غني هېواد ګڼل کېږي، خو نیوکې دا دي چې د وخت حاکم نظامونو پر دې کانونو د مسلکي کار پر ځای چور چپاول ګډ کړی او بنسټیز کار ندی شوی.
د نظر خاوندان زیاتوي اوس هم طالبان د غیر مسلکي کیندنو په مخنیوي کې پاتې راغلي او په ډېری مواردو کې د کانونو عواید د ځینو طالب چارواکو شخصي جیبونو ته ځي.
دوی وایي، که طالبان د کان کېندنې برخه کې د عوایدو زیاتېده غواړي نو د غیر مسلکي کیندنو مخه دې ونیسي او د بهرنیو پر ځای دې خپله کیندنې پیل کړي څو تولید او ګټه د وطن په نامه شي.