جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبان وایي،د یوه کال په موده کې یې ۱۴۳ چک ډېمونه جوړ...

طالبان وایي،د یوه کال په موده کې یې ۱۴۳ چک ډېمونه جوړ کړي

تاند 『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲مه』د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي، چې په تېر یوه کال کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۴۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۴۳ چک ډېمونه جوړ کړي دي.

د یاد وزارت د دفتر رييس مولوي مرزا محمد شکيب زیاتوي، چې دا چک ډېمونه د سېلابونو د مهار، د اوبو د زېرمو او د سرچينو د مدیریت په موخه د ۱۳ ولایتونو په ۱۴۳ ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

یاد وزارت دغه پرمختګ د کلیوالو سیمو د ثبات، پرمختګ او تولید د ملاتړ یوه مهمه لاسته‌ راوړنه بولي.

سرچینې دغه راز د طالبانو تر واک لاندې ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې زیاته کړه، چې اوس‌مهال د ‎بادغيس ولايت په «قادس خوردک» سيمه کې د يو لوی بند د رغولو چارې په چټکی سره روانې دي.

د معلوماتو له مخې په دغه بند څه باندې ۱۳ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او په بشپړېدو سره به يې د قادس خوردک ۱۴ سوه هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

دغه راز به د دغه بند په جوړېدو سره او د قلعه نو شبکې د ذخيرې سرچينې هم له همدې بنده تغذيه شي.

د دې چک ډېمونو د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د مرکز کابل په ګډون په ولایتونو کې د وچکالۍ د زیاتېدو اندېښنې په ډېرېدو دي.

خلک او د دغې برخې پوهان د اوبو د مدیریت او د بې ځایه لګښت د مخنیوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب