جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهم.م له نړیوالو وغوښتل افغانستان ته د کډوالو لېږل ودروي

م.م له نړیوالو وغوښتل افغانستان ته د کډوالو لېږل ودروي

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲ مه) د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) نن وویل ټول هېوادونه باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان وګړو په زوره ایستل ودروي او خبرداری یې ورکړ چې دغه وګړي د نیونې، شکنجې او ناوړه چلند له ګواښ سره مخامخ دي.

یوناما وویل، دوی مستند شواهد لري چې له وروستیو څو میاشتو راهیسې، له ایران او پاکستان څخه ډېر شمېر ایستل شوي افغانان د طالبانو له‌خوا ځورول شوي او د جدي بشري حقونو له سرغړونو سره مخامخ شوي دي.

دا راپور یوازې درې ورځې وروسته له هغه خپور شو چې د ټرمپ ادارې هغه قانوني خوندیتوبونه لغوه کړل چې افغانان یې له امریکا څخه د شړلو څخه ژغورل.

په راپور کې چې له انډیپینډنت The Independent سره شریک شوی، راغلي چې ښځې، نجونې، خبریالان، مدني فعالان، او د پخواني حکومت یا امنیتي بنسټونو کارکوونکي که بېرته افغانستان ته واستول شي تر ټولو زیات له غچ اخیستنې سره مخامخ کېږي.

یوازې سږ کال تر ۱.۴ میلیونه زیات کسان افغانستان ته بېرته تللي یا شړل شوي، چې له دې ډلې څخه تر یو میلیون زیات له ایران څخه ایستل شوي دي. میلیونونه افغانان په ۲۰۲۱ کال د جولای او اګست په میاشتو کې، کله چې د ناټو له ملاتړه برخمن حکومت نسکور شو او طالبان کابل ته ورسېدل، له هېواده وتښتېدل.

د بشري حقونو د سازمان مشر، فولکر ترک، ویلي:

«هیڅوک باید بېرته داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته د خپل هویت یا سابقې له امله د ځورول کېدو خېر ورته متوحه وي.»

«په افغانستان کې دا خطر ښځو او نجونو ته تر ټولو زیات دی، ځکه چې یوازې د جنس له امله له پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي، چې دا محدودیتونه د ځورونې بڼه لري.»

یوناما یادونه کړې چې د هغو کسانو بېرته لېږل، چې د شکنجې، ظالمانه یا سپکوونکي چلند، جبري ورکېدو یا نورو نه جبرانېدونکو زیانونو له خطر سره مخامخ دي، د “نه شړلو اصل” (non-refoulement) نقض ګڼل کېږي او دا د نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه ده.

له هغو کسانو څخه چې افغانستان ته په زوره لېږل شوي، ځینو یوناما ته ویلي چې له سختو ناوړه چلندونو سره مخامخ شوي دي.

د بېلګې په توګه، عبدالله، یو پخوانی دولتي چارواکی*، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی و، دوې میاشتې وروسته د طالبانو له‌خوا ونیول شو، سخت شکنجه شو او بالاخره یې یوه پښه ورماته کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب