تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲ مه) راپورونه وايي چې طالبانو خپل یو پلوی دیني عالم شیخ عبدالسمیع غزنوي، چې د پاکستان منتقد و، نیولی دی.
یو شمېر سرچینې وايي چې مولوي غزنوي نژدې یوه اوونۍ مخکې له خپلې دینې مدرسې څخه بېول شوی او د طالبانو د حکومت یوې نظامي محکمې په ۴۵ ورځو بند محکوم کړی دی.
د طالبانو د حکومت چارواکو او د مولوي غزنوي خپلوانو د نوموړي په نیول کیدو تبصره نه ده کړې.
عبدالسمیع غزنوي د طالبانو ملاتړی دیني عالم و چې وخت په وخت یې په احتیاط د نجونو د تعلیم او عصري زده کړو ملاتړ کاوه او په دې برخه کې یې د طالبانو د حکومت پر پالیسو نیوکې کولې.
نوموړې د پاکستان د دولت پر ضد هم انتقادي تبصرې کولې.
دا ملا یې د تعلیم د پلوۍ او پاکستان سره د مخالفت په جرم نه بلکې د اخواني او په بین المللي جهاد د باور پخاطر نیولی دی. غزنوی په نشنلیزم او وطن باور نلري او تر قیامته جهاد غواړي، نو طالبان مکلف دي چې د دوحیې قرارداد په اساس داسې خلک ونیسي. د اخوانیانو، واهبیانو نیول او سپکول ډېر سم کار دی، دومره چې طالبانو امارت ملایان ورټل او سپک کړل او دغه اسلامپال یې وځپل هیچا دا کار نشوای کولای. خو تاسې تاندوال لدې سړی هم قهرمان جوړولی دا یو اشرار او تروریست دی
هغه علما کوم چي شجاعت د انتقاد پر مفسدو حکامو لری او په ژبه او قلم د فساد او ظلم مخنیوی کوی او د مظلومو ملتونو تر څنګ دریږی همدا ریښتونی علما دی او دا اسلام ستایلی او حتی افضل الجهاد ورته ویل شوی ،د منکر د مقابلی لپاره عالم همدا ژبه او قلم لری او خلفای راشدین رض وایی: الحمد لله په محمدی امت کی داسی څوک شته چي که خلیفه منحرف کیږی او هغه یی په توره سمې ته راولی.
نو امارت هبة الله که اسلامی مسؤلیت نه درک او شناخت ولری نباید په استخباراتو او بی لجام ملیشو علما ،ښځې او ملت وداړی .
مولوی عبدالسمیع امر بالمعروف کړی باید حمایه شی او وستایل شی
د مجاهدو علماوو حق دی چي د فاسدو امراوو ،منکر او باطل په وړاندی په ژبه او قلم جهاد وکړی د اعلای کلمة الله لپاره ؛دا حق اسلام ورکړی نو که وظیفه مو بل څه وی نور ملت مه غولوی دا اسلام ندی خپل نفسی خواهشات،بدماشی او پایلچی او استخباراتی رذالت ته د اسلام نوم ورکول تر ټولو لویه جفا او رذالت دی د اسلام او امت سره.
ما که صلاحیت درلودی دا ډول غیرتی بندګان می سمدستی د ملا حسن او قاتل استخباراتو مقامونه می پری ښایسته کول او دا مجهول الهویه امیران او وزیران می خپل غوجل ته ور ستانه کول ؛کوم چي علم او منطق څخه خالی او د ملت د عروج او زوال، عوامل نه پیژنی او د پردو خره یا کالحمر مستاجره عمل کوی .
که تاسو د شیخ عبدالسمیع غزنوي دا یوټیوب ویډیوګانې وګورئ، نو تاسو به پوه شئ چې هغه د افراطیت او د پاکستان د دوکه کوونکي اسلام پر ضد وو.
د پاکستان او انډيا جنګ ته جهاد وئيلي شئ کنه؟ | شيخ عبد السميع غزنوي
د خلیفه دین محمد خرافاتو ته د شیخ عبدالسمیع غزنوی حفظه الله ځواب
د ښځو د تعليم اړوند د شيخ عبدالسميع غزنوي وروستيو څرګندونو ته د لوړو زده کړو د وزير شیخ ندا محمد ندیم توند غبرګون