تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۲مه』د شپږیزه کرکټ لیګ په نهمه لوبه کې د سپین غر پړانګان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې او امو نهنګانو ته یې د ۱۲۲ مندو هدف وټاکه.
سپین غر پړانګانو لپاره ذبید اکبري ۴۳ منډې جوړې کړې، له بلې خوا د امو نهنګانو په ګته شرف الدین اشرف ۳، قیس احمد، فضل الحق فاروقي او محمد ګل دوه-دوه لوبغاړي وسوزول.
امو نهنګان لوبډلې په اسانۍ هدف پوره او د سپين غر پړانګان لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دا د امو درېیمه بریا او د سپین غر څلورمه ماتې وه.
دوهمه لوبه
د بست ساتونکو او بند امیرښامارانو ترمنځ ترسره شوه. پچه بست ساتونکو لوبډلې وګټله او توپوهنه یې بند امیر ته ورکړه.
بند امیر د ۵ لوبغاړو په سوزېدو بست ته د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ. بست لوبډلې لپاره محمد اکرم ۸۶ ډېرې منډې وکړې.
بست ساتونکو دویمه بریا خپله کړه
بند امیر ښاماران لوبډلې د ۸ لوبغاړو په زیان ۲۰۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۹ منډو په توپیر وبایلله.
ګلبدین نایت د خپلې لوبډلې لپاره چټکې ۵۷ منډې او پر خلاف یې نوراحمد لکڼوال بیا خپلې لوبډلې لپاره ۵ لوبغاړې وسوزول.