لمر د تورو ورېځو تر شا د باد له زوره پناه وړې وه. پارک، چې د دوبي په اوږدو ورځو کې به د ماشومانو چیغو په سر اخیستی و. اوس د یوې پټې وېرې غېږ ته ورغورځېدلی، آرام او غلی و. باد له هرې خوا د ونو پر پاڼو یرغل کاوه.
درخانۍ او شمایله، مور او لور، د خپل کور ترڅنګ همدې پارک ته راغلې وې.
شمایله، چې تازه د پوهنتون له ازموینو فارغه شوې وه، لکه د پنجرې له زندان نه راخلاصه شوې مرغۍ، خوشاله او بېپروا د مور ترڅنګ روانه وه او د ژواندنه خوږې شېبې یې حس کولې.
خو درخانۍ، چې له خوبونو، فکرونو، او زړو خاطرو سره همیشه د شپو ملګرې وه، نن د یو بل حالت احساس کاوه.
باد ناببره زورور شو او د ونو د خاښونو او منډانو د ماتېدو غږونه لکه د تېر عمر ماتیدلي وعدې، د فضا سینه وڅېرله.
درخانۍ په بیړه خپل ټیکری ټېنګ ونیو، خو ونه توانېده، له سره یې ولوېد. لکه چې له ټیکري سره یې یو څه نور هم ولوېدل، حیا، عزت، غیرت…
د سترګو مخې ته یې توره تیاره شوه، څنګ ته یې وکتل، شمایله نه وه. شاته یې وکتل، لکه یو خوب چې په یوه کابوس واوړي. سترګې یې ګردې شوې، شمایله بربنډه وه او منډې یې وهلې، لکه د اور له لمبو چې ځان ژغوري. د زړه درزا په خپلو غوږونو اوري، سر پرې وګرځي، ویره يې په ټول وجود واکمنه شي. غواړي چیغه کړي خو لکه ژبه یې چې یې پرې شوي وي، غږ يې هم له ستونې نه را وځي، د زړه ټکا يې نوره هم زور واخلي. شمایله يې پر اوږه لاس کېږدي، کرار یې وښوروي:
ـ مورې!
سترګې یې وغړولې، خوله یې نیمه پرانیسته، شمایله یې مخې ته ولاړه وه، له اندېښنې ډکه:
ــ تا په خوب کې چیغې وهلې مورې، خیریت خو و؟
درخانۍ اوږده ساه وکښله، د تندي خولې یې پاکې کړې، د زړه درزا یې لا هم دوام درلود. خوب یې وتښتېد، خو اندېښنې یې پرځای پاتې شوې. لکه ترهېدلۍ مرغۍ چې ډز پرې شوی وي، په ځیر ور وګوري:
ـ څه وایې؟
شمایله موسکۍ شي:
زه څه نه وایم، په خوب کې دې چیغې وهلې مورې!
درخانۍ سترګې پټې او بیا لوڅې کړي، په ځای کې راکېني، یوې او بلې خواته وګوري، سیمنټي دېوال باندې ګوتې کش کړي او بیا یې په خپله خولو لنده کړې سپینه غاړه باندې تېرې کړي، د شونډو په سر څه ووایي، د شمایلې لاس خپل تندي ته ورکش کړي:
ـ وګوره ټول وجود مې خولې خولې دی!
شمایله د خپلو نریو ګوتو شاه د هغې تندي پورې ونیسي، اخ يې له خولې ووځي:
ـ تندی دې سمه تودوخه اچوي!
درخانۍ سړه ساه واخلي، شمایله یې غېږې ته ور ړنګه شي، دا په سینه دواړه لاسونه کېږدي:
زړه مې لا هم ټوپونه وهي، خدای دې ښاده لره که دې نه وای راپورته کړې، زړه به مې له ویرې بوټ راوتلی وای. ډېر بد خوب و!
شمایلې نرۍ شونډې د درخانۍ تندي ته ور نږدې کړې، کرار یې له څنګ پورته شي او د مخامخ کړکۍ په لور روانه شي چېرې چې د اوبو جک ایښی و. ګیلاس له اوبو راډک او مور ته یې ونیسي.
بېګاني خوب په درخانۍ جهان تیاره کړی. ډار يې په ماغزو کې ورکرلی، تر سهار سترګې پټې نه کړې. د زړه په ورشو کې کې یې ناڅرګنده پېټی او بې نومه وېره او اندېښنه ځاله وکړي. خپل ټیکری سموي، سترګې له هندارې سره جنګوي، ځان ویني، له ځان نه پوښتي:
ــ ته څوک یې درخانۍ؟
ــ هماغه پخوانۍ؟ که یوه بله بدله درخانۍ؟
د اندېښنو تنور یې شېبه پر شېبه ګرمېږي. په ذهن کې یې بلا پوښتنې راولاړېږي:
ــ ولې مې پړونی له سره ولوېد؟
ــ لور مې ولې بربنډه منډې وهلې؟
دې پوښتنو او اندېښنو يې په ماغزو اور بل کړی وي، خو بېرته ځان ته ډاډ ورکړي:
ـ نه نه شمایله داسې نجلې نه ده! دا شونې نه ده.
بېرته ټکنۍ شي، سودا ورولوېږي:
ـ بیا چې نه ده، نو په خوب کې مې ولې له سر پړونی باد یوړ؟ شمایلې ولې بربنډه منډې وهلې؟
په لویه کوټه کې ځې او راځي، له زړه يې داسې تاو خیژي لکه د لګیدلې تنور تر څنګ د اورلمبو ته چې ناسته وي.
لاړه شي، د کوټې لویه هنداره پرانیزي، د کړکۍ پرانیستل يې هم په زړه پروت بوج او سودا کمه نه کړي، له ځان سره ووايي:
ـ ځم پارک ته که چېرته مې هلته پام پر بله واوړي.
راووځي له کور سره نږدې پارک ته ورننوځي. پارک ته په ورننوتې لار یو او بل لور ته وړې او لویې ونې او بوټې ولاړ دي. دې به تل له شمایلې سره په دې پارک کې هر مازدیګر قدم وهلو. خو نن په ټکنده غرمه کې پارک ته یوازې راننوځي. څو قدمه وړاندې نه وي تللې چې د ونو له منځه غږ واوري:
درخانۍ!
یو لور او بل لور ته مخ وګرځوي، هېڅوک په نظر ورنه شي. پښه نیولې شي، غواړي شاته مخ واړوي چې بل غږ یې هکه پکه کړي:
ـ درخانۍ!
جټکه وخوري، قدم ونیسي، زړه يې ټوپونه واچوي.په بېګاني خوب کې باد او د پړوني لوېدل ور په زړه شي، په زړه دواړه لاسونه کیږدي:
ـ یا خدایه بې پردې مې نه کړې!
د غږ لور ته بیا هم ور ونه ګوري. په واړه ځنګل کې پارک ته په ننوتې لاره کې، د ونو له منځه له بوټو کړسا پورته شي، یو ډډ غږ واوري:
ـ دا درې میاشتې کیږي چې ستا له پاره هره ورځ پارک ته راځم.
جټکه وخوري، ټيکری په سر راسم کړي، لکه خوب چې ویني، خبرې یې ونښلي:
ززز…..زما لپاره؟
دا ځل د سړي غږ له یوې ترخې خندا سره ملګری شي:
ـ نو د چا له پاره لیونۍ!؟ نه سهار پارک قضا کوم، نه مازدیګر.
درخانۍ په خپل ځای کې پښه نیولې شي، اننګي يې سره واوړي، په لوړ آواز ووايي:
ـ له ما څه غواړې؟… زه له هغو ښځو نه یم، لوی بچیان لرم!
دواړه څه شیبه غلي شي. سړی سکوت مات کړي، په خندا ورغبرګه کړي:
ـ ته فکر کوې چې زه بچیان نه لرم، خو زه هم بچیان لرم.
دا لاس پورته کړي، لکه د غږ د خاوند سترګې چې راباسي او یا یې تر غاړې رانیسي:
ـ چې بچیان دې درلودلی، داسې سپینسترګي دې نه کوله.
سړی بیا خبره په خندا واړوي:
ـ ولې؟ یوازې مجردان بېلارې دي؟
درخانۍ چې د شک، حیرانۍ او غوسې ترمنځ را ایساره وي، لاسونه پورته وغورځوي، په زاریو شروع وکړي:
ـ د خدای روی ومنه، زه نه د ټوکو ښځه یم او نه هم بېلارې یم! خیر دی که په لندن کې اوسیږم.
سړی هم جدي څېره ونیسي:
ـ زه هم ټوکې نه کوم او نه بېلارې او لوچک یم.
په دې خبره لکه د دواړو خوله چې وګنډل شي، غلي شي. سړی د دې په سترګو کې سترګې ښخې کړې، په کرار ووايي:
ـ پوهیږې چې زه څوک یم؟
درخانۍ لکه هېڅ څه چې ېې نه وي اورېدلي، په سړي ور برګه شي:
ـ هر څوک چې وې وې به، په ما پسې دې څنګه پل نیولی دی؟ له ما سره دې څه کار دی؟
د سړي له خولې بې ځنډه ووځي:
ـ مینې!
د درخانۍ لېنګي ولړزېږي، ژر یوې او بلې خواته وګوري.
پرته له دې چې د هغې غبرګون وویني، د غږ خاوند د ځان په پيژندلو خوله پرانيزي:
ـ مستان شاه یم!
درخانۍ ټوپ کړي، په سینه لاس کېږدي:
مستان شاه؟ یا خدایه!
سړی سر وښوروي:
ـ په یاد دې شول، چې ډک منګی له ګودره را روانه وې او زه د ونې ترشاه درته پټ شوی وم؟
ښځې ته هغه ورځ او هغه مازدیګر نېغ سترګو ته ودرېږي:
چې څنګه مستان شاه د چنار له ډډې له شا پر دې راټوپ کړ او دې لکه د بلا خولې ته چې ولوېږي منډه واخیسته او منګی یې دړې وړې شو. او له وېرې یې نېږدې زړه له ګوګله راوتلی وای.
مستان شاه په وار سره د تېرو خاطراتو د کتاب بله پاڼه واړوي:
ـ هغه دې په یاد دی چې د شوتلو پنډ مې در په سر کړ؟
درخانۍ غلې شي، لکه زمان چې شاته لاړ شي او مکان هم د سترګو په رپ کې زرګونه کیلومتره لاره ووهي او دا په خپل پلارني ټاټوبي او کلي ودروي.
مستان شاه د خاطراتو پاڼې په وار سره رااړوي:
ـ په یاد دې دی چې څنګه دې په نیمه شپه کې د کلا له بام نه لاندې رسۍ را واچوله او زه بام ته دروختلم؟
درخانۍ لکه خوب چې ویني، سړی مسکی شي، ناببره يې له خولې ووځي:
ـ اخ که چا لیدلي وای؟
درخانۍ لکه له خوبه چې راکیني د باران وهلې مرغۍ په څېر اوږې ورپوي. د لارې دواړو غاړو د ونو منځ ته ځیر شي، د کلي د لوی باغ تصویر یې په ذهن کې مجسم شي. د هغه باغ مخ ته ودرېږي چې دوی به کله کله په غلا ورننوتل.
مستان شاه ورنږدې شي، غواړي د ځوانۍ په یاد يې کلکه په غیږ کې ونیسې، خو درخانۍ دوه قدمه شاته شي، شاه ته مخ واړوي، دواړه د ځنګل یو او بل لور ته وګوري. د مستان شاه نیت وي چې خوله پرانیزي او نه یوازې د خپل زلمیتوب او مینتوب د خاطرو کتاب نورې پاڼې واړوي، بلکې اوس يې وپوښتي او خپل حال هم ورته په زور او زېر روایت کړي چې له لرې څوک را څرګند شي. درخانۍ لکه په دښته کې روانه هوسۍ چې ټوپک پر لاس ښکاري وویني، وریږدي، ناببره یې له خولې ووځي:
اخ که اوس مو څوک وګوري؟
مستان شاه ته خندا ورشي:
ـ څوک ؟
درخانۍ ځواب ورکړي:
ـ اولادونه، خپل خپلوان!
مستان شاه یې وپوښتي:
ـ دلته هم وېرېږې؟
ـ څنګه به نه وېرېږم؟
مستان شاه حیران ور وګوري:
ـ له څه نه؟
له شرم او رسوايي!
مستان شاه ټوپ واچوي:
ـ لندن او رسوايي؟
مستان شاه غواړي چې په خټ خټ وخاندي خو زړه ونه کړي:
ـ هلته له مرګه نه ډاریدې، دلته له شرم نه ډارېږې؟
لاسونه پورته وغورځوي:
کوم شرم؟ د څه شي شرم، نه ویني چې څومره افغانۍ ښځې او سړي له یو بل نه جدا شوي دي؟
د درخانۍ غوسه را وپاريږي:
ـ درته ومې ویل چې زه له هغو ښځو نه یم، زه مې په قبر کې هم خاوند….
مستان شاه چې د دې له هر څه خبر دی، په خبرو کې ورولویږي:
پوهیږم چې څه راته وايې، دا چې کونډه يې او میړه ته هم فاداره يې؟
درخانۍ په سر پروت پړوني باندې ګوتې ووهي:
ـ ته له کومه ځایه پوهه شوې چې زه کونډه یم؟
مستان شاه ځواب ورکړي:
که نه پوهیدای تاته مې ولې لار نیوله؟
درخانۍ ووايي:
له خپلې ښځې نه وېرېږې؟
مستان شاه سوړ اسویلی وکاږي، په ټپې غږ ووايي:
کومه میرمن؟ زه میرمن نه لرم!
ـ ولې در څخه تللې ده؟
مستان شاه مړاوې ور وګوري، سر وښوروي:
ـ هو درخانۍ، خو ډېره لرې!
ـ چېرته؟
په ژړغونې غږ ځواب ورکړي:
ستا د خاوند خواته!
بیا د لاس ګوتې پرانیزي:
ـ پنځه کلونه کیږي چې په ابدي خوب ویده ده!
درخانۍ هکه پکه شي:
ـ ښه، فکر مې کاوه چې په بل پسې به تېښتېدلې وي!
د خواخوږۍ حس یې راوپاريږي:
ـ خدای دې زما له خاوند سره يوځای وبښي… ښه نو اوس له ما څه غواړې؟
مستان شاه راڼه ور وګوري، په مينه ورته ووايي:
د تېرو یادونو بیا تکرار!
درخانۍ لکه شاعره لکه فلیسوفه ورغبرګه کړي:
ـ تېر یادونه چې تېر ټپونه راوپاروي!؟
مستان شاه هم شاعرانه ځواب ورکړي:
ـ نه ګرانې، ځینې یادونه دي چې ټپونه راپاروي، خو ځینې یادونه په انسان رنګين خوبونه ویني.
درخانۍ په فکر کې لاړه شي، حیران ور وګوري، ځواب ورکړي:
ـ خواوس موږ هر څه شاته پریښي دي. اوس ته له ما څه غواړې؟
مستان شاه دواړه لاسونه داسې پرانیزي لکه مرغۍ چې ځان الوتلو ته چمتو کوي یا د چا غیږ ته ورځي:
ــ زه له تا نور هیڅ نه غواړم، غواړم هره ورځ په همدې لاره راشې او بیرته لاړه شي.
درخانۍ ووايي:
که له بچیانوسره هم راشم، ته خپل راتګ نه قضا کوې؟
مستان شاه ځواب ورکړي:
له هغوی سره څه چې له سلامت لښکر سره هم راشې… خو کله کله د خدای روی ومنه یوازې هم راځه!
درخانۍ یې بیا وپوښتي؟
ـ د څه لپاره؟
ـ د دې لپاره چې کله کله د ونو تر شاه درته پټ شم.
درخانۍ وخاندي:
ـ او ته غیږ رانه تاو کړې…
مستان شاه د نفې په بڼه سر وښوروي:
ـ نه.
ـ د څه لپاره؟
.د دې لپاره چې تیرو یادونو ته ور وګرځم.
درخانۍ سوړ اسویلی وکاږي:
ـ خو تیر یادونه که تاته رنګين خوبونه درولي، نو زما ټپونه راتازه کوي. ته پوهېږې، که اولادونه مې خبر شي؟ څه قیامت به جوړ شي؟
مستان شاه په خبره کې ورټوپ کړي:
ـ ولې زه اولادونه نه لرم؟
درخانۍ خواشینې ور وګوري او په استدلال ووايي:
ـ خو ته چې نارینه يې!
مستان شاه لاسونه پورته وغورځوي:
ـ نو څه چې نارینه يم؟
درخانۍ اوږده ساه وکاږي، پوهېږي چې په لندن کې ده، خو د یوې افغانې مېرمنې، یوې کونډې او یوې مور په وړاندې د افغاني ارزښتونو او دودونو ولاړ دېوال ړنګول ورته په کومه بیه پرېوځي!
که ستا اولادونه زما او ستا د مینې له تاره خبر شي، کېدای شي ماته جرګه راولیږي.
مستان شاه وخاندي:
ـ او ستا اولادونه؟
درخانۍ په سینه دواړه لاسونه کیږدي، ځمکه ترې لاندې وچورلي:
خو زما اولادونه به په هماغه ورځ ما له کوره وشړي!
په دې خبرې سره بې واکه د دواړو سرونه ځوړند شي، د دواړو خولو ته داسې قلفونه واچول شي چې نور یې سوڼ له خولې را ونه وځي، لکه په همدې چې فکر ته اړ شوي وي، چې یوه خوا پکې د ژوند رنګینۍ لټوي او بل لور ترې د نجات لار.
لندن ـ انګلستان
اګست ـ۲۰۲۴