څېړونکی: امیرزاده صافی
لارښود استاد: پوهنوال اسدالله وحیدي
د ژبې د زده کړې په اړه بېلابېل نظریات موجود دي، چې هر یو یې ځانګړې زاویه او پوهنیز لید وړاندې کوي. ځینې د فطري وړتیاوو او عصبي پروسو په اړه خبرې کوي، ځینې د ټولنیزو تعاملاتو او تجربو پر اهمیت ټینګار کوي، او ځینې د ژبني چاپېریال او د ژبې د جوړښتونو او قواعدو پر پیژندنې تمرکز کوي. دا نظریات په ګډه سره د ژبې د زده کړې یو پراخه انځور وړاندې کوي.
د چامسکي په اند، انسان مخکې له مخکې په ماغزو کې د ژبې میکانیزمونه لري، چې له مخې یې د چاپیریال ژبه زده کوي. د هغه د نظریې له مخې، انسانان د ژبې د زدهکړې لپاره یو فطري وړتیا لري، چې هغه یې “ژبني جوړښت” (Language Acquisition Device) بولي. چومسکي باور لري، چې ماشومان د ژبې ګرامري قواعد په فطري ډول زده کوي او دا وړتیا په ټولو انسانانو کې شریکه ده. دا وړتیا ښيي چې ماشومان د ژبې ژبني قواعد په فطري توګه زده کوي او په نوښت سره یې کاروي.
ابن سینا باور درلود، چې ژبه د انسانانو د فطري وړتیاوو یوه برخه ده. الفارابي د ژبې د زده کړې پروسه د تفکر او استدلال د پروسې سره تړلې ګڼله.
بلومفیلډ باور درلود، چې ژبه د چلند یو ډول دی او د ژبې زده کړه د محرک او ځواب (stimulus-response) د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي. هغه باور درلود، چې ماشومان ژبه د تقلید، تقویې، او د ژبې د منظمو تحلیلونو له لارې زده کوي.
BF سکنر په دې باور و چې ماشومان د پالونکو په تقلید او د عملیاتي حالت په نوم پروسې کې د مثبت یا منفي تقویت په ځواب کې ژبه زده کوي.
براین مکوين (Brian MacWhinney) نظر ورکوي چې ژبه د پېچلو سیستمونو د تعامل له لارې رامنځته کېږي. یعنې ژبه د ژبنیو او غیر ژبنیو پروسو د تعامل او ترکیب له لارې زده کېږي.
وېګوڅکي باور لري، چې ژبه د ټولنیزو تعاملاتو له لارې زده کېږي او ماشومان د خبرو اترو په ترڅ کې د ژبې مهارتونه ترلاسه کوي.
جیمز مککلیلند (James McClelland) او ډیوید رمېلهارت (David Rumelhart) په نظر ژبه د مغز په شبکه يي جوړښت کې د اړیکو له لارې زده کېږي.
جین وایس (Jean Weissenborn) او کاترین نلسن (Katherine Nelson) په اند ژبه د جوړښتي تعامل له لارې زده کېږي.
جېري فودور (Jerry Fodor) وایي چې ژبه د ذهن یو ځانګړی موډل دی، چې په مستقل ډول کار کوي.
جورج لیکاف (George Lakoff) او مارک جانسن (Mark Johnson) په نظر
ژبه د پیژندنیزو پروسو یوه برخه ده. د ژبې جوړښت او کارونې د انسان د تجربو او ذهنیتونو څخه سرچینه اخلي.
مايکل ټومساللو (Michael Tomasello) په اند ژبه د ټولنیزو اړیکو له لارې زده کېږي.
ایلکم فریډرک (Elkhonon Goldberg) په اند ژبه د پیژندنیزو او عصبي پروسو په پرمختګ کې زده کېږي.
Jean Piaget) داسې انګیرله چې ماشومان د نسبتا لږ ادراکي وړتیا سره زیږیدلي دي، مګر د دوی ذهنونه د عمر په څیر وده کوي او د دوی شاوخوا نړۍ تجربه کوي.
برونر باور درلود چې ماشومان د ژبې د زده کړې وړتیا سره زیږیدلي دي، مګر دوی د ژبې زده کولو لپاره د پالونکو یا روزونکو پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
تجربه ګرایانو لکه توماس هابز او جان لاک استدلال کاوه، چې پوهه (او د جان لاک لپاره ژبه) د انتزاعي حسي اغېزو په پایله کې رامنځته کېږي.
د مشاهدې پر بنسټ د ژبې د زده کولو اړوند لومړني نظریات د افلاطون له خوا وړاندې شول، چې احساس یې کاوه د کلمې د معنی ترسیم په ذاتي ډول دی.
د ټولنیزې ژبپوهنې تیوري (Sociolinguistic Theory) وایي چې د ژبې زدهکړه په ټولنیزو شرایطو پورې تړلې ده.
د ادراکي ژبپوهنې تیوري (Cognitive Linguistic Theory) وایي چې د ژبې زدهکړه د ذهني پروسو په نتیجه کې ترسره کېږي.
به دې مقاله کې د ژبې د زده کړې په هکله د ډېرو پوهانو نظریې راخیستل شوي دي، چې هره یوه یې په تفصیلي ډول وړاندې شوې ده.
مهم وییونه: ژبه، نظریات، پوهان، زده کړه.
سریزه
ژبه د انسانانو د افهام او تفهیم وسیله ده او د ژوندانه په هره برخه کې اساسي رول لري. څرنګه چې د ژبې د پیدایښت په هکله نظریات مختلف دي؛ همداسې د ژبې د زده کړې په هکله هم نظرات بېلابېل او متفاوت دي. د ژبې د زدهکړې په اړه د پوهانو نظریات له مهمو موضوعاتو څخه دي، چې ډیری پوهانو په دې اړه خپل نظریات څرګند کړي دي.
په لرغونو ټولنو کې فیلسوفانو لیوالتیا لرله، چې ومومي څه ډول انسانانو د نظریاتو د تجربي میتود له ازمیښت وړاندې د درک او ژبې د تولید وړتیا لرلې ده، خو داسې ښکاري چې په ډېری مواردو کې هغوی د ژبو زده کړه د علم د ترلاسه کولو او مفاهیمو د زده کولو لپاره د انساني وړتیاوو برخه بلله.
سانسکریتي ګرامر پوهانو د څه باندې دولسو پېړیو لپاره دا بحث کاوه، چې د کلماتو د معنی په تشخیص کې د انسان وړتیا خدایي (ذاتي) ده او یا که د پخوانیو نسلونو له خوا منتقل شوې; هغو چې له وړاندې تثبیت شوو قراردادونو یې زده کړې. یو ماشوم د غویي کلمه هغه مهال زده کوي، چې یو با اعتباره ویناوال یې پر وړاندې د غویانو په هکله خبرې کوي. ( د ژبې زده کړه،ps.m.wikipedia.org)
. د نوام چومسکي نظریه
نوام چومسکي، چې د ژبپوهنې په ډګر کې یو له مهمو پوهانو څخه ګڼل کېږي، په ۱۹۵۰مو کلونو کې د ژبې د زدهکړې په اړه یو نوې تیوري وړاندې کړه. د هغه د نظریې له مخې، انسانان د ژبې د زدهکړې لپاره یو ډول فطري وړتیا لري، چې هغه یې “ژبني جوړښت” (Language Acquisition Device) بولي. چامسکي باور لري، چې ماشومان د ژبې زده کولو لپاره یو ډول فطري وړتیا لري او دا وړتیا په ټولو انسانانو کې شریکه ده. یعنې، د ژبې زده کړه یو طبیعي پروسه ده، چې د ماشومانو په ذهن کې ځای لري. ماشومان له زیږون څخه وروسته په چټکۍ سره ژبني قواعد زده کوي، حتی که د دوی په شاوخوا کې ژبه نا منظمه وي.
نوموړی وایي چې ماشومان کولی شي په خپل ابتکار سره نوي او له مخکې، نه لیدل شوې جملې جوړې کړي. دا وړتیا ښيي چې ماشومان د ژبې ژبني قواعد په فطري توګه زده کوي او په نوښت سره یې کاروي.
نوموړی وایي چې ماشومان د ژبې زده کولو لپاره د انګیزې یا هڅونې سره زیږیدلي دي، چې هغه د ژبې د زده کړې دستګاه (LAD) بولي. چامسکي ادعا کوي، چې د ټولو ژبو بنسټیز قواعد مشترک دي او دا قواعد په یو ډول ژبني جوړښت کې شتون لري، چې ماشومانو ته فطري دی. دا قواعد د ژبې ټولنیزې زده کړې بنسټ دی، او ماشومان په اتومات ډول د خپلې ژبې ځانګړي پارامترونه تنظیموي.
چومسکي وښودله چې موږ په ساده ډول یو شمیر جملې نه زده کوو، بلکې په عمومي ډول هم جملې جوړوو. موږ ټول یو څه کوو، کله چې موږ لیکو یا خبرې کوو. دا وړتیا د داخلي قواعدو د ځواک څخه راځي او موږ ته دا توان راکوي، چې پریکړه وکړو، چې کومې جملې ګراماتیک دي او کولی شي هغه معنی وړاندې کړي، چې موږ یې غواړو. ماشومانو ته موږ د هغوی د ژبې قواعد نه ښیو، چې په ژبه کې یې کومې ګرامري قاعدې شته دي، مګر هغوی له وړاندې د خپلې ژبې په حدودو پوه دي او هره جمله د خپلې ژبې د قواعدو په اساس کاروي. مګر څرنګه چې موږ د قواعدو سیسټم (ګرامر) لرو، موږ کولی شو هغه جملې ایجاد کړو، چې مخکې مو هیڅکله نه دي اورېدلي. چومسکي وړاندیز کوي چې یونیورسل ګرامر د ټولو انسانانو په مغز کې موجود دی. یونیورسل ګرامر هغه بنسټیز قواعد او جوړښتونه دي، چې په ټولو ژبو کې ګډ دي. د دې نظریې پر بنسټ، ماشومان له زیږیدو څخه د دې قواعدو او اصولو په اړه پوهه لري، او دا پوهه د ځانګړو ژبو د زده کولو بنسټ جوړوي. Chomsky, N. (1965)
ژبنی ځواک او نوښت
چومسکي وایي چې ماشومان کولی شي په خپل ابتکار سره نوي او نه مخکې لیدل شوي جملې جوړې کړي. دا وړتیا ښيي چې ماشومان د ژبې ژبني قواعد په فطري توګه زده کوي او په نوښت سره یې کاروي. د نوموړي په اند، ماشومان د لږو اصولو په زده کولو سره کولی شي ګڼ شمېر نوې جملې جوړې کړي او د ژبني خلاقیت وړتیا ولري. همدارنګه د ژبې د ګرامر اصول د دې وړتیا لري، چې د محدودو قواعدو په کارولو سره بې شمیره جملې او عبارتونه جوړ کړي..
ځانګړې انساني وړتیا (Species-Specificity)
چامسکي دا استدلال کوي، چې د ژبې زده کړه یوازې په انسانانو کې موندل کیږي او دا وړتیا د نورو زده کړو لکه ریاضیات، موسیقي او نورو سره توپیر لري. د ژبې زده کړه یوه ځانګړې انساني وړتیا ده او د نورو ژویو په منځ کې نه موندل کیږي.
د روزنې او تجربې رول (Role of Input and Experience)
چامسکي منې چې چاپیریال او تجربه د ژبې زده کړې په پروسه کې مهم دي، خو دا یوازې فطري وړتیاوې فعالوي او ملاتړ کوي. ماشومان له خپل چاپیریال څخه د ژبې نمونې اوري، خو دا نمونې یوازې د هغو فطري قواعدو په کار اچولو کې مرسته کوي چې په ذهن کې یې شتون لري..
ژبني محدودیتونه (Linguistic Constraints)
چامسکي باور لري، چې د ژبې زده کړه د ذهن په محدودیتونو پورې تړلې ده. یعنې، ماشومان یوازې هغه قواعد زده کوي، چې د دوی ذهن یې په فطري توګه ملاتړ کوي. دا محدودیتونه د دې سبب کیږي، چې ماشومان یوازې هغه قواعد زده کړي، چې په جوړښت کې د دوی ذهن ته مناسب وي.
:ژبني معلوماتو د محدودیت ستونزه (Poverty of the Stimulus)**
چومسکي ادعا کوي چې ماشومان د لږو او نیمګړو ژبني محرکاتو سره سره ژبني قواعد په ډېر کم وخت کې زده کوي. دا د دې دلالت کوي، چې ماشومان باید یو فطري پوهه ولري، چې د ژبې زده کولو بهیر ګړندی او اغیزمن کوي.
ژور او سطحي جوړښتونه (Deep and Surface Structures)
چامسکي دا مفهومونه د دې لپاره وړاندې کړل، چې وښیې ماشومان څنګه جملې جوړوي او بدلوي. ژور جوړښت د جملې اساسي معنا څرګندوي، په داسې حال کې، چې سطحي جوړښت د هغې جملې ظاهري بڼه ده، چې موږ یې ګورو او اورو. دا جوړښتونه ماشومان ته اجازه ورکوي، چې په اسانۍ سره د جملو مختلف بدلونونه ترسره کړي. Chomsky, N. (1957). د انسان په ذهن کې مخکې له مخکې ساده یوستوې خبري جملې وي، چې ژور رغښت ورته وایي، چې د اوړون په مټ په پېچلو، مرکبو، ناخبري او …. جملو اوړي او برسېر رغښت يې بولي. مثلا: زه کورته ځم. تا وینم. دا دوه ژور رغښتونه دي، چې د اوړون په پایله کې په لاندې غبرګه جمله اوښتې: زه کور ته ځم، چې تا ووینم.
له ژور رغښت نه تر برسېر رغښت پورې دا سفر د چامسکي په اند د شپږو قاعدو په مټ کېږي: غورځونه( حذف)، ځای پر ځاینه، زیاتونه، ځایناستی، ګډون او بدلون.
( ښکلی، ۱۴۰۱، ۷۹)
جوړښتي انحصار (Dependency on Structure)
دا مفهوم وايي چې ماشومان په ژبه کې هغه قواعد زده کوي، چې د ساختار سره تړاو لري. د بیلګې په توګه، کله چې ماشومان مثبتې جملې په پوښتنیزو جملو بدلوي، دوی په اتومات ډول پوهیږي، چې دا بدلونونه باید د جملې په جوړښت کې ترسره شي، نه په سطحې ترتیب کې. Chomsky, N. (1957).
وړتیا او فعالیت
د چامسکي په اند، انسان مخکې له مخکې په ماغزو کې د ژبې میکانیزمونه لري، چې له مخې یې د چاپیریال ژبه زده کوي. دې ته ظرفیت یا وړتیا او دویمې ته یې فعالیت وایي. انسان د ژبې وړتیا مخکې له مخکې لري او د همدې وړتیا پر بنسټ خبرې کوي. ظرفیت یا وړتیا لانګ ښيي او فعالیت پارول یا وینا چې په فزیکي بڼه د ژبې کارونه ده. د چامسکي په اند، وړتیا هغه انتزاعي نظام دی، چې ویناوال یې په خپله مورنۍ ژبه کې د بېشمیره جملو په تولید برلاسی کوي او د ګرامري او ناګرامري جملو د توپیر وړتیا ورکوي. مثلا یو نالوستی پښتون هم د لاندینۍ جملې په ګرامري ناسموالي پوهېږي.
لکه: ورېدل نن باران. ( ښکلی، ۱۴۰۱، ۷۹)
د ماشوم په خبرو او ګرامر کې پرمختګ:
په ټوله نړۍ کې، ماشومان شاید د غان او غون( ابتدايي اوازونه) کولو مرحلې څخه، د یوې کلمې او بیا د دوو کلمو د ویلو مرحلې ته وده ورکړي. په ځانګړې توګه، داسې ښکاري چې غان او غون او دوه کلیمي جوړښتونه په ټوله نړۍ کې یو شان او مشترک دي.
چومسکي په عموم ډول وویل، چې موږ په دې اساس سره پیل کوو، چې پرمختګ (` فوري’) دی، په دې اساس چې ماشومان ناڅاپه د لویانو په ګرامري جوړښت کې مهارت لري. ماشومان په ذهن کې د شته جنټیکي ځانګړنو له مخې د دې وړتیا پیداکوي، چې د لویانو په شان خبرې وکړي. نوموړی وایي چې ګرامري وړتیاوې لکه د هر بیولوژیکي سیسټم په څیر د مختلفو کیفیتي مرحلو څخه تیریږي.
لومړنۍ ژبه
داسې ښکاري چې ماشومان د زیږون په وخت کې د ژبې سره هماهنګ کېږي. د یوې میاشتې په عمر کې، ماشومان غږونه پیل کوي او په شپږو میاشتو کې دوی معمولا د ” غان او غون” په څیر غږونه پیل کوي. داسې ښکاري چې د ماشومانو لومړنی لفظي فعالیت په ټوله نړۍ کې ډیر ورته دی.
یو کلمه یي جملې
ماشومان د یو کلنۍ په عمر کې د یوې کلمې تولید پیل کوي.
دوه کلمه یي جملې
د 1.5 کلونو په شاوخوا کې ماشومان دوه کلمې سره یوځای کوي او د دوی ژبه یو ځانګړی جوړښت ترلاسه کوي.
د ګرامر پرمختګ
د 2 او 3 کلونو ترمنځ، ماشومان د 3 یا ډیرو کلمو سره یوځای کارول پیل کوي او جملې جوړوي. لکه ((زه قهوه جوړوم)). ماشومان سره ددې، چې د درې یا زیاتو کلمو یوځای کول پیل کوي، د جوړښت اړوند درک هم ترلاسه کوي.
جوړښتي بدلونونه (Transformations)**
د جوړښتي بدلونونو اصول هغه قواعد دي چې د ژور جوړښت نه سطحي جوړښت ته د بدلون لپاره کارول کېږي. د بیلګې په توګه، د یوې جملې د یوې برخې ځای بدلول یا د جملې د ډولونو تغیرول.
– **مثال:** “The boy is reading a book” (ژوره جوړښت) بدلیږي “Is the boy reading a book?” (سطحي جوړښت) ته.
د 3 او 6 کلنۍ ترمنځ، د ماشومانو ګرامر په چټکۍ سره پیچلی او بشپړ کیږي. په ځانګړې توګه، ماشومان په پوښتنو یا منفي، او نورو برخو کې جملې بدلوي. ماشومان په یوه وخت کې د جملې د بدلون ټول عملیات نه کوي او داسې ښکاري، چې د نفې د معادلو مرحلو څخه تیریږي. حتی کله چې له دوی څخه د تقلید کولو غوښتنه کیږي، دوی معمولا د خبرو کولو خپله طریقه ساتي.
د لویــانو ګرامـــــــر ته رسیدل
که څه هم ماشومانو د ګرامر ډیری اړخونه د 5 یا 6 کلونو په عمر کې ترلاسه کوي، ځینې خورا پیچلي بدلونونه لاهم د دوی لپاره ستونزمن دي. د 5 څخه تر 10 پورې عمرونه ممکن د خورا پیچلي او فرعي ګرامر مهارتونو ترلاسه کولو لپاره مهم کلونه وي. ( هاشملو، ۱۳۹۶)
لیونارد بلومفیلډ (Leonard Bloomfield)
لیونارد بلومفیلډ (Leonard Bloomfield) یو له نامتو امریکایي ژبپوهانو څخه و او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې یې په ژبپوهنه کې مهم نظریات وړاندې کړل. بلومفیلډ د جوړښتي ژبپوهنې (structural linguistics) او چلندپوهني (behaviorism) د اصولو پر بنسټ خپلې نظریې وړاندې کړې. هغه باور درلود چې ماشومان ژبه د تقلید، تقویې، او د ژبې د منظمو تحلیلونو له لارې زده کوي. دلته به د بلومفیلډ د ژبې د زده کړې په اړه مهم نظریات وړاندې کړو:
چلنیزه ژبپوهنه (Behaviorist Linguistics)
بلومفیلډ د ژبې د زده کړې په اړه د چلندپوهني اصول تعقیب کړل. هغه باور درلود، چې ژبه د چلند یو ډول دی او د ژبې زده کړه د محرک او ځواب (stimulus-response) د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي. د هغه په نظر، ماشومان ژبه د تقلید او تقویې له لارې زده کوي.
د تقلید رول
بلومفیلډ باور درلود چې ماشومان ژبه د خپل چاپېریال له خوا د اورېدلو او تقلید له لارې زده کوي. ماشومان هغه غږونه او جملې تقلیدوي، چې دوی یې د خپلو والدینو او نورو خلکو څخه اوري.
د تقویې رول
په چلندپوهني تیورۍ کې، تقویه (reinforcement) د ژبې د زده کړې یو مهم اړخ دی. بلومفیلډ باور درلود، چې ماشومانو ته د ژبني کارونې پرمهال د مثبتو ځوابونو ورکول د هغوی د ژبې د زده کړې بهیر ګړندی کوي. مثلاً، که ماشوم یو سم جمله وکاروي او والدین یې ستاینه وکړي، ماشوم به دا کار تکرار کړي.
تشریحیه ژبپوهنه (Descriptive Linguistics)
بلومفیلډ د ژبې تشریحي تحلیل (descriptive analysis) ته ډېر ارزښت ورکاوه. هغه باور درلود چې د ژبې د زده کړې لپاره اړینه ده، چې د ژبې جوړښت او ګرامر په دقیق ډول وڅېړل شي. دا تحلیل د ژبې د مختلفو برخو لکه فونولوژي (phonology)، مورفولوژي (morphology)، او نحوې (syntax) په اړه مهم دی.
ډیسيپلین او منظم تحلیل
بلومفیلډ د ژبپوهنې په مطالعه کې د علمي دسپلین او منظم تحلیل اهمیت باندې ټینګار کاوه. هغه باور درلود، چې ژبپوهان باید د ژبې د مختلفو پدیدو څېړنه په منظمه او ساینسي توګه وکړي.
د ژبې زده کړې بهیر
بلومفیلډ د ژبې زده کړه یو تدریجي او دوامداره بهیر ګڼلی دی. د هغه په نظر، د ژبې زده کړه د ماشومانو لپاره له لومړنیو غږونو څخه پېلېږي او بیا د جملو او پراخو خبرو اترو په زده کړې سره پرمختګ کوي.
د ژبپوهنې علمي موډل
بلومفیلډ یو علمي موډل وړاندې کړ، چې له مخې یې د ژبې جوړښت په دقیق او منظم ډول تحلیل کېږي. دا موډل د ژبې د زده کړې او څېړنې لپاره یو بنسټیز چوکاټ وړاندې کوي. Bloomfield, L. (1933).**
د ټولنیز متقابل عمل تیوري (د جیروم بروني د ژبې د زده کړې تیوري)
برونر په دې باور دی چې ماشومان ژبه د ټولنیزو تعاملاتو له لارې زده کوي. ماشومان د خپلو والدینو، کورنۍ غړو او نورو کسانو سره د متقابل عمل په جریان کې ژبني مهارتونه زده کوي. دا تعاملات ماشومانو ته د ژبې نمونې او رغښتونه وړاندې کوي، چې دوی یې د تقلید او تمرین له لارې زده کوي.
د ژبې د زده کړې چوکاټ (Language Acquisition Support System – LASS)
برونر یو مفهوم وړاندې کوي، چې د ژبې د زده کړې چوکاټ (LASS) نومیږي. دا چوکاټ د هغو ټولنیزو او فرهنګي شرایطو مجموعه ده، چې ماشومانو ته د ژبې زده کولو لپاره چاپیریال برابروي. والدین او پالونکي په دې چوکاټ کې مهم رول لري، دوی ماشومانو ته ژبنۍ نمونې وړاندې کوي، له هغوی سره خبرې کوي، او د ژبې زده کولو پروسه اسانه کوي.
د ګډې پاملرنې ساحه (Joint Attention)
برونر د “ګډې پاملرنې ساحه” یا “Joint Attention” مفهوم هم وړاندې کوي، چې په دې کې ماشومان او والدین په یوه موضوع باندې په ګډه تمرکز کوي. دا ګډ تمرکز ماشومانو سره مرسته کوي، چې د خبرو موضوع او مفهوم ته پاملرنه وکړي او ژبني مهارتونه زده کړي.
د بیانونو چوکاټونه (Formats)
برونر باور لري چې والدین او پالونکي د ژبې د زده کړې لپاره ځانګړي بیانونه او چوکاټونه کاروي. دا چوکاټونه، چې “Formats” نومیږي، د ژبې د زده کړې او تمرین لپاره ځانګړي لارې چارې او تخنیکونه دي، لکه د تکرار، پوښتنو او تشویق په واسطه.
د کلتور او ټولنې رول (Role of Culture and Society)
برونر په دې ټینګار کوي، چې کلتور او ټولنه د ژبې په زده کړه کې مهم رول لري. هره ټولنه او کلتور خپل ځانګړي ژبني معیارونه او طریقې لري، چې ماشومان یې زده کوي. د ټولنیزو او کلتوري شرایطو مجموعه د ماشومانو د ژبې زده کړه رهنمايي کوي.
د ژبې کارول په اصلي چاپیریال کې (Use of Language in Context)
برونر باور لري چې ماشومان ژبه په اصلي چاپیریال کې زده کوي، یعنې د ژبې کارول په ورځني ژوند او واقعی حالتونو کې مرسته کوي چې ماشومان ژبني مهارتونه په عملي ډول زده کړي.
Bruner, j. s. (1983)
ادراکي تیوري (د جین پیګیټ د ژبې زده کړې تیوري)
د ژبې د زده کړې ادراکي تیوري وایي، چې زموږ د کړنو تر شا اصلي محرک زموږ فکرونه او داخلي پروسې دي. Jean Piaget (1923) داسې انګیرله چې ماشومان د نسبتا لږ ادراکي وړتیا سره زیږیدلي دي، مګر د دوی ذهنونه د عمر په څیر وده کوي او د دوی شاوخوا نړۍ تجربه کوي، نوي نمونې رامینځته کوي (نظرونه او پوهه چې نړۍ څنګه کار کوي). په نهایت کې دوی کولی شي ژبه په هغه نمونو کې وکاروي، چې دوی ورته اړتیا لري. Piaget باور درلود، چې ادراکي پرمختګ باید د ژبې له پرمختګ څخه مخکې وي، ځکه د ماشومانو لپاره دا ناشونې ده، چې هغه څه بیان کړي چې دوی لا تر اوسه نه پوهیږي يا په فرضي ډول څه وړاندې کړي. د مثال په توګه، یو کوچنی ماشوم چې د وخت په اړه هیڅ پوهه نه لري، نشي کولی په راتلونکي حالت کې شیان بیان کړي یا فرضي خبرې وکړي. Piaget دا ادراکي پرمختګ په څلورو مرحلو ویشلی دی: حسي حرکي مراحله، له عملیات مخکې مرحله ( پیش عملیاتي)، کانکریټ عملیاتي او رسمي عملیاتي مرحلې، چې په ترتیب سره به هرې مرحلې ته لڼډه کتنه وکړو.
Piaget د ادراکي پرمختګ څلور مرحلې:
لومړۍ مرحله د حسي حرکت مرحله ده. دا مرحله د زیږون څخه تر دوه کلنۍ پورې وي. په دې مرحله کې، ماشوم د چاپیریال سره د خپلو پنځوګونو خواصو او د شیانو سره د لوبې کولو له لارې خپله حسي او متقابله همغږي رامینځته کوي. ددوی د ژبې کارول په عمده توګه د لږو یا نا پوهېدلو کلمو پورې محدود وي. بله مرحله د عملیات څخه مخکې ( پیش عملیاتی) مرحله ده، چې له دوه کلنۍ څخه تر اووه کلنۍ پورې دوره په برکې نیسي. په دې مرحله کې، ماشومان کولی شي د ګراماتیک جوړښت، شرایطو او د نحوې په پوهیدو سره ژبه وکاروي. په دې مرحله کې د ماشوم فکر لاهم په ځان متمرکز دی (د نړۍ په اړه د دوی پوهه محدوده ده، چې دا څنګه په دوی اغیزه کوي).
بل پړاو د کانکریټ عملیاتي مرحله ده. له اووه کلنۍ څخه تر یوولس کلنۍ پورې دوره په برکې نیسي. په دې مرحله کې ماشومان ځینې مفاهم لکه زمان، اعداد او د اشیاوو ځانګړتیاوې درک کوي; استدلال او منطق ترلاسه کوي او دوی ته اجازه ورکوي، چې خپل باورونه منطقي کړي او د خپلو افکارو او شاوخوا نړۍ په اړه په تفصیل سره خبرې وکړي. دوی کولی شي د نورو سره د خپلو باورونو په اړه خبرې وکړي او پوهېږي، چې عواقب یا د نظریاتو پایلې څنګه متفاوتې وي. په پای کې رسمي عملیاتي مرحله ده; دا مرحله د دولس کلنۍ څخه تر بلوغ پورې دوره په برکې نیسي. په دې مرحله کې، ماشومان کولی شي د ډیرو پیچلو دلیلونو سره لاس او ګریوان شي او د انتزاعي شیانو لکه انګیرنو، اخلاقو او سیاسي نظامونو په اړه فکر او خبرې وکړي. ژبه اصلا نامحدوده ده، ځکه چې په دې مرحله کې د نړۍ په اړه د فرد په درک کې هیڅ ادراکي محدودیتونه شتون نه لري.
د ژبې او معرفتي پرمختګ اړیکه (Relationship Between Language and Cognitive Development)
Piaget باور لري چې ژبه د ماشومانو د معرفتي پرمختګ یوه وسیله ده. د ژبې پرمختګ د ماشومانو د معرفتي وړتیاوو پراختیا سره تړلی دی. په مخکې عملیات مرحله کې، ماشومان ژبه د سمبولیک فکر د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې د دوی معرفتي پرمختګ څرګندوي.
د انفرادی زده کړې ټینګار (Emphasis on Individual Learning)
Piaget د انفرادی زده کړې ټینګار کوي، یعنې هر ماشوم په خپله ځانګړې توګه د ژبې زده کړه ترسره کوي. د ژبې زده کړه د ماشومانو د تجربو او متقابل تعامل په پایله کې ترسره کیږي، او دا پروسه د هر ماشوم لپاره بېله او ځانګړې وي.
د ټولنیزو تعاملاتو رول (Role of Social Interactions)
که څه هم Piaget د ژبې زده کړه د معرفتي پرمختګ یوه برخه بولي، خو هغه مني چې ټولنیز تعاملات هم په دې پروسه کې مهم رول لري. ماشومان د خپلو والدینو، همزولو او نورو خلکو سره د متقابل تعامل په واسطه ژبه زده کوي.
Piaget, g. (1952)
د BF سکنر نظریه
د چلن پالنې پلویانو استدلال کاوه، چې ژبه کېدای شي د عمل کوونکو شرایطو له لارې زده شي. بی. ایف. سکنر، چې د چلنیزي تیوري له بنسټګرانو څخه دی، د ژبې د زدهکړې په اړه د بیهېوریستي تیوري ملاتړ کوي. د هغه په وینا، ماشومان ژبه د تشویق او سزا له لارې زده کوي. د سکنر په باور، ماشومان هغه توري او کلمې زده کوي، چې د والدینو یا نورو بالغو کسانو له خوا تشویق او تقویه شي.
BF سکنر په دې باور و، چې ماشومان د پالونکو په تقلید او د عملیاتي حالت په نوم پروسې کې د مثبت یا منفي تقویت په ځواب کې ژبه زده کوي. Skinner, B. F. (1957
د وېګوڅکي نظریه
لیو وېګوڅکي، چې د روسیې یو مشهوره روانپوه و، د ژبې د زدهکړې په اړه د ټولنیزو تعاملاتو رول ته په ځانګړې توګه پاملرنه کړې ده. وېګوڅکي باور لري، چې ژبه د ټولنیزو تعاملاتو له لارې زده کېږي او ماشومان د خبرو اترو په ترڅ کې د ژبې مهارتونه ترلاسه کوي. د هغه په وینا، ژبه یوازې د فردي وړتیا پر بنسټ نه بلکې د ټولنیزو ارتباطاتو په نتیجه کې وده کوي . Vygotsky, L. S. (1986
د ژبني نښانې نظریه (Connectionism)
جیمز مککلیلند (James McClelland) او ډیوید رمېلهارت (David Rumelhart) نظریه
ژبه د مغز په شبکهيی جوړښت کې د اړیکو له لارې زده کېږي. د عصبي شبکهيی ماډلونو په کارولو سره، ماشومان د ژبې قواعد او جوړښتونه د اړیکو په جوړولو او تقویه کولو زده کوي. McClelland, J. L., & Rumelhart, D. E. (1986
د جوړښتي تعامل نظریه (Constructivist Interactionist)
جین وایس (Jean Weissenborn) او کاترین نلسن (Katherine Nelson)
نظریه: ژبه د جوړښتي تعامل له لارې زده کېږي. ماشومان د ژبې زده کړه د خپل کلتوري او ټولنیز چاپېریال په رڼا کې د تجربو له لارې حاصلوي. د ماشومتوب لومړنۍ تجربې او د نورو سره تعامل د ژبې زده کړه تقویه کوي.
Lakoff, G., & Johnson, M. (1980
د ژبني ډیزاین تیوري (Modularity Theory)
جېري فودور (Jerry Fodor)
نظریه: ژبه د ذهن یو ځانګړی موډل دی، چې په مستقل ډول کار کوي. ژبه د مغز یوه ځانګړې برخه ده، چې د نورو ذهني پروسو څخه بېله ده. ماشومان د ژبې زده کړه د ځانګړو ذهني ماډولونو په واسطه تر سره کوي. Fodor, J. A. (1983).
د پیژندنې ډیزاین تیوري (Cognitive Linguistics)
جورج لیکاف (George Lakoff) او مارک جانسن (Mark Johnson)
نظریه: ژبه د پیژندنیزو پروسو یوه برخه ده. د ژبې جوړښت او کارونې د انسان د تجربو او ذهنیتونو څخه سرچینه اخلي. ژبه په انساني فکر او پیژندنه کې ریشه لري. Lakoff, G., & Johnson, M. (1980
ټولنیزه عملي تیوري (Social Pragmatic Theory)
مايکل ټومساللو (Michael Tomasello)
نظریه: ژبه د ټولنیزو اړیکو له لارې زده کېږي. ماشومان ژبه د نورو خلکو سره د اړیکو له لارې زده کوي، او دا پروسه د ټولنیزو تعاملاتو او ګړني چاپېریال په اساس ده.
د پيژندنیزې پراختیا تیوري (Developmental Cognitive Neuroscience)
ایلکم فریډرک (Elkhonon Goldberg)
نظریه: ژبه د پیژندنیزو او عصبي پروسو په پرمختګ کې زده کېږي. د ژبې زده کړه د مغز د ودې او پراختیا سره تړلې ده. ماشومان ژبه د مغز د عصبي جوړښتونو او پیژندنیزو پروسو په پراختیا سره زده کوي. Goldberg, E. (2001).**
د ترکیبیزم نظریه (Emergentism)
براین مکوين (Brian MacWhinney)
نظریه: ژبه د پیچلي سیستمونو د تعامل له لارې رامنځته کېږي. ژبه د ژبنیو او غیر ژبنیو پروسو د تعامل او ترکیب له لارې زده کېږي. ماشومان د تجربو او چاپېریال له لارې د ژبې قواعد او جوړښتونه زده کوي. MacWhinney, B. (2005).**
هابز او جانلاک
تجربه ګرایانو لکه توماس هابز او جان لاک استدلال کاوه، چې پوهه (او د جان لاک لپاره ژبه) د انتزاعي حسي اغېزو په پایله کې رامنځته کېږي.
د فرګه نظریه: فرګه په دې باوري و، چې انسان په خپل ذهن کې د هغو ګډو افکارو د خزانې خاوند دی، چې له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي.
( د ژبې زده کړه،ps.m.wikipedia.org)
د ادراکي ژبپوهنې تیوري
د ادراکي ژبپوهنې تیوري (Cognitive Linguistic Theory) وایي، چې د ژبې زدهکړه د ذهني پروسو په نتیجه کې ترسره کېږي. په دې تیوري کې ټینګار کېږي، چې زده کوونکي د ژبې قواعد او معناوې د ذهني نقشو او پروسو په مرسته زده کوي. په ښوونیز چاپېریال کې، دا تیوري وړاندیز کوي، چې زده کوونکي باید د ژبې ګرامري قواعد او مفهومونه د ذهني تمرینونو او فعالیتونو له لارې زده کړي. Langacker, R. W (1987).
. د ټولنیزې ژبپوهنې تیوري
د ټولنیزې ژبپوهنې تیوري (Sociolinguistic Theory) وایي، چې د ژبې زدهکړه په ټولنیزو شرایطو پورې تړلې ده. په دې تیوري کې ټینګار کېږي، چې زده کوونکي باید د ژبې مختلفو ټولنیزو رنګونو سره اشنا شي. په ښوونیز چاپېریال کې، د دې تیوري په نظر، زده کوونکي باید د ژبې بېلابېلې ټولنیزې بڼې زده کړي او د مختلفو ټولنیزو حالاتو لپاره د مناسبو ژبنیو مهارتونو په اړه پوهه ترلاسه کړي . Gumperz, J. J. (1982).
الفارابي (Al-Farabi)
الفارابي، چې په “دوهم استاد” یا “المعلم الثاني” په نوم یادېږي، د ژبې په اړه پراخ نظریات وړاندې کړي دي. هغه په خپل اثر “کتاب الحروف” کې د ژبې د پیدایښت او پراختیا په اړه خبرې کړي دي. الفارابي باور درلود چې ژبه د انسانانو لپاره یوه وسیله ده، چې له لارې یې د یو بل سره اړیکه نیسي او پوهه او علم انتقالوي. هغه د ژبې د زده کړې پروسه د تفکر او استدلال د پروسې سره تړلې ګڼله. Al-Farabi. (1981
ابن سینا
ابن سینا، یو له نامتو اسلامي فیلسوفانو او طبیبانو څخه و. د هغه نظریات په فلسفه، طب، او ژبپوهنه کې مهم رول لري. ابن سینا باور درلود، چې ژبه د انسانانو د فطري وړتیاوو یوه برخه ده او د ذهن او فکر د بیان وسیله ده. هغه د “اشارات و تنبیهات” په اثر کې د ژبې او منطق تر منځ اړیکه څېړلې او باور یې درلود چې د ژبې زده کړه د عقل او تفکر د پراختیا لپاره اساسي ده. Avicenna. (1984).
ابن خلدون (Ibn Khaldun)
ابن خلدون، یو له نامتو اسلامي مورخانو او ټولنپوهانو څخه و، د ژبې د زده کړې په اړه مهم نظریات وړاندې کړي دي. هغه په خپل مشهور اثر “المقدمة” کې د ژبې د زده کړې په اړه څېړنه کړې ده. ابن خلدون باور درلود چې ژبه د انسانانو د ټولنیزې فطرت یوه برخه ده. هغه باور درلود چې ژبه د ټولنیز تعامل او فرهنګي پرمختګ لپاره یوه ضروري وسیله ده. Ibn Khaldun. (1967).**
پایله:
د ژبې د زدهکړې په اړه د پوهانو مختلف نظریات او تیورۍ د دې موضوع پیچلتیا او اهمیت په ګوته کوي. هره تیوري په خپل ځای کې ځانګړې ارزښت او تطبیق لري، او د ژبې د زدهکړې بهیر باید د مختلفو نظریاتو او تیوریو په نظر کې نیولو سره ترسره شي. په ټول کې، د ژبې زدهکړه یو پوښلی او څو اړخیز بهیر دی، چې د فطري وړتیاوو، ټولنیزو تعاملاتو، او ذهني پروسو په مرسته ترسره کېږي.