د زړو مکروریانو د دیارلسم بلاک دریمې زینې ته ودرید. هغو نارو یې په غوږو کې انګازې وکړې چې نژدې څلویښت کاله مخکې به دی له مکتبه راته همدلته به یې چیغه کړه بیا به په منډه په خپل کور ننوت، د دریم منزل حاجي بابا به ور پرانیست، په پوړیدلي غږ به یې په لوړه وویل:
« برپدر مو لعنت شه»
دی به بیا د خپل اپارتمان دننه په واړه دالان کې په ټوپونو شو. په دې زینو کې هغه ورځ هم وریاده شوه چې د کونډې له لور حسینې سره مخامخ شو، زړه یې تر تلو تیر شو او له شرمه یې سترګې ښکته شوې. هغه ورځ یې هم له نظره تیره شوه چې د حسینې عسکر ورور ته یې دستمال راوړی و، په زینو کې د عطرو بوی و او د عسکر مور له ګردي پتناسه سره په دوهم منزل کې د خپل کور له وره سره لکه کوتره چې غومبر وهي څرخیده راڅرخیده سندره یې بلله:
دستمال یې راووړ
ځونډی پر پوري
پرې بوره مه شې
د هلک مورې
دستمال یې راووړ….
له همهغه کوره چې کونډه پکې اوسیده یو هلک راووت:
-کاکا څوک غواړئ
ده په خپلو سپینو ویښتو لاس تیر کړ، هلک ته یې شا کړه ژر ژر په زینو ښکته شو. له بهره یې د دوهم منزل کړکۍ ته سترګې ونیولې. د کړکۍ د چوکاټونو د لرګیو رنګ الوتی و د ده سترګو ته د عسکر د مور هغه صحنې نیغې ودریدې چې په همدې کړکۍ کې به ناسته وه د زوی لار به یې څارله او انتظار وه چې عسکري ته تللی زوی به یې راځي، خو هغه بیا تر اخره رانغی او دوی ولاړل خو څوک خبر نه شو چې چیرته یې کډه یووړه.
ده په تیرو کلونو کې څو ځایه په امریکا کې د مکروریانو له پخوانیو اوسیدونکو د هغوی پوښتنه کړې وه، کابل ته تر تګ میاشت مخکې یې هم له یو چا د عسکر دوی پوښتنه وکړه، خو چاته یې درک معلوم نه و.
زینو ته یې سر ورایسته کړ، تر څلورم پوړ پورې تورې خیرنې ورته معلومې شوې، څو زینې وخوت زړه یې کیده چې د عسکر د کور پوښتنه له هاغه هلکه وکړي، له ځان سره یې وویل:
-څه ورته ووایم چې څوک مې پکار دي؟!
زینو ته یې سترګې ورپورته کړې، تاو تاو زینې لکه د خړو اوبو ګرداب، له پورته یو سړی پکې راښکته کیده. دی راپه شا شو، زړه یې وشو چې د نادرخان غونډۍ ته وخیژي، هلته د هدیرې ټولو مړیو ته چې نه یې پیژني دعا وکړي. د غونډۍ پر سر په بوړبوکۍ پسې بوړبوکۍ هسکه شوه، شاته یې د دیارلسم بلاک خواته مخ وګرځاوه او له ځان سره وبوګنیده:
-څرنګه یې پوښتنه وکړم
خپلې پوښتنې ته یې ځواب نه پيدا کاوه، خو په تګ تګ کې یې سر په سر له ځانه همدا پوښتنه تکرار تکرار کوله او د نادرخان د غونډۍ لمنې ته ورنژدې کیده…
پای