سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهپه تهران کې د سیمه ییز تماس دوهمه غونډه جوړه شوه

په تهران کې د سیمه ییز تماس دوهمه غونډه جوړه شوه

تاند (شنیه، د جوزا ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د سیمه ییز تماس ډلې دوهمه غونډه چې د مسکو فارمټ په نوم یادېږي، د سې شنبې په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوه.

ایراني رسنیو ویلي چې په دې غونډه کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان استازو ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سجنوبي اسیا د څانګې عمومي رييس سیدرسول موسوي وویل، د سیمې هېوادونه د افغانستان په سوله، ثبات او پرمختګ کې رغنده رول لوبوي.

موسوي زياته کړه، په سيمه ييزو ناستو کې بايد د ستونزو د يادونې تر څنګ له يادو ستونزو څخه د وتلو پر لارو چارو هم غور وشي.

له بلنې سره سره د طالبانو اسلامي امارت په غونډه کې ګډون ونه کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې غونډې بلنه رد کړې ده.

د متقي سلاکار د تهران په غونډه کې د نه ګډون دلایل څرګند کړل

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران په کوربه توب د تماس ډلې دوهمه غونډه په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د تامین لپاره مهمه ده.

زهرا بلوچ زیاته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي خان دراني ګډون کړی و.

«پاکستان په دې باور دی چې د سیمه ییز تماس ډلې رول د افغانستان لپاره خورا مهم دی او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.»

 هغې همداراز ویلي چې د سیمه ییزو تماسونو د ډلې په کچه مشورې دا یقیني کوي چې افغانستان د تروریستي فعالیتونو په مرکز بدل نه شي او په ورته وخت کې ګاونډي هېوادونه د خپلو خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې په تهران کې د تماس ډلې په غونډه کې به د دوحې د درېیمې ناستې پر اجنډا هم خبرې وشي.

د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې په تهران کې کېږي چې د ۲۵ هېوادونو استازي او د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو یو شمېر استازي د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره په دوحه کې غونډه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب