چهارشنبه, نوومبر 12, 2025
Home+د چارلس دیکنز د مړینې ۲۱۲ کاله پوره شول

د چارلس دیکنز د مړینې ۲۱۲ کاله پوره شول

تاند- چارلس دیکنز د ۱۸۷۰ د جون په ۹ مه مړ شوی دی. ډیکنز  د ۱۸۴۳ م کال د دسمبر په ۱۹ مه چارلس دیکنز د A Christmas Carol کرسمیس کارول په نوم د کرسمیس کیسې خپرې کړې.

د ده بشپړ نوم چارلس جان هوفام ډیکنز دی. ډیکنز د نولسمې پېړۍ یو ستر انګلیسي لیکوال دی. نوموړی د ۱۸۱۲ د فبرورۍ په ۷ مه د انګلیستان په پورتسموت کې زېږېدلی. هیچا فکر نه کاوه چې له دې ماشوم څخه به یوه ورځ د انګلستان او نړۍ یو ستر لیکوال جوړېږي.

کره کتونکی وايي چې ډیکنز تر شکسپیر وروسته د انګلیسي ژبې د ویکتوریا د دورې تر ټولو ستر لیکوال دی.

د ډیکنز پلار عیاش سړی و او ځینې وخت به یې جواري (قمار) کوله. همدا کارونه سبب شول چې بې روزګاره شي.

ډیکنز د ۱۸۱۲ د فبرورۍ په ۷ مه زېږیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...