شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد متقي سلاکار د تهران په غونډه کې د نه ګډون دلایل...

د متقي سلاکار د تهران په غونډه کې د نه ګډون دلایل څرګند کړل

تاند (شنبه، د جوزا ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي وايي چې افغان حکومت تمه لري چې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډې د نویو میکانیزمونو د جوړولو پر ځای له عادي او جوړو شویو میکانیزم څخه کار واخلي.

هغه پر خپله اکسپاڼه په ​​تهران کې د تماس ډلې د غونډې په باره کې مختلفو تعبیرونو او دریځونو ته په اشارې ویلي، ایراني ملګرو دې غونډې ته د سیمه ییزې تماس ډلې نوم ورکړی دی په داسې حال کې چې د روسیې استازی دغه ډول غونډه د ماسکو فارمټ بولي.

جلالي په دوام کې ویلي، چین چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یې د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې مخالفت کړی و، اوس د تهران غونډه د مشورې لپاره یو فرصت ګڼي.

له همدې امله د افغانستان حکومت د تهران په ناسته کې له بلنې سره سره ګډون نه دی کړی او په دوحه کې د درېیمې ناستې په اړه له ښکېلو غاړو سره خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې دوهمه ناسته (د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو غونډه) نن سې شنبې د جون ۸ مه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په دفتر کې جوړه شوه.

د تماس سیمه ییزې ډلې لومړۍ غونډه چې د همدغو هېوادو استازیو پکې ګډون کړی و پروسږکال د سلواغې میاشتې پر نهمه په کابل کې جوړه شوې وه. په پلازمېنه تهران کې د نننۍ غونډې د اجنډا ډېر جزییات څرګند نه دي، خو د تیرې سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې د تماس سیمه ییزې ډلې په غونډه کې به د دوحې د دریمې غونډې په اجنډا نسبتاً ډېر تمرکز وشي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو په کوربتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جون پر دیرشمه دوه ورځنۍ غونډه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب