یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان د نړیوال شل اوره جام نیمه پایلوبې ته ووت

افغانستان د نړیوال شل اوره جام نیمه پایلوبې ته ووت

تاند (سې شنبه، د سرطان ۵ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په خپل لنډ تاریخ کې په لومړي وار د نړیوال شل اوره جام نیمه پایلوبې ته ووته.

د افغانستان ټیم نن په یوه خورا حساسه سیالي کې، د بنګله دېش لوبډلې ته په ۸ منډو ماته ورکړه.

دې ته په کتو چې افغانستان سیالې لوبډلې ته ټیټ هدف یعني ۱۱۶ ټاکلې وې، ګرانه ښکاریده چې افغان لوبغاړي دې د ټاکلي هدف دفاع وکړای شي.

افغانستان دا هدف د ۵ لوبغاړو د سوځېدو او ۲۰ اورونو په پای کې وټاکه.

د افغانستان لپاره رحمن الله ګوربز په ۵۵ توپونو ۴۳، ابراهیم ځدراڼ په ۲۹ توپونو ۱۸ عظمت الله عمرزي په ۱۲ توپونو ۱۰ او راشدخان په ۱۰ توپونو ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

تر ټولو کمې منډې ګلبدین نایب ورکړې، ده په ۲ اورونو کې ۵ منډې ورکړې.

راشدخان ۴، نوین الحق ۴، ګلبدین نایب او فضل حق فاروقي هر یوه یو – یو لوبغاړی وسوځول.

د بنګله دېش وروستي دوه لوبغاړي یو په بل پسې د نوین الحق له لوري وسوځول شول.

د بنګله دېش لپاره لیتون داس په ۴۹ توپونو ۵۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

دې بري د افغانستان لوبډله له لومړي ګروپ څخه د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته ورساوه، افغانستان به د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲۷)د دوهم ګروپ له لومړي ټیم یعني جنوبي افریقا سره مخامخ شي.

او هند به هم په همدغه ورځ له انګلیستان سره نیمه پایلوبه وکړي.

د نړیوال شل اوره جام لومړی او دوهم پړاو نن پای ته ورسید او نیمه پایلوبه به د هند، انګلیستان، جنوبي افریقا او افغانستان ترمنځ وي. تر دې پړاوه په دې تورنمنټ کې تر ټولو ډېرې منډې رحمان الله ګوربز کړي او تر ټولو ډېرې ویکټې فضل حق فاروقي اخیستي دي.

فاروقي په اوو سیالیو کې ۱۶ منډې کړي، له ده وروسته ارشدیپ سینګ ۱۵ او راشد خان چې درېیم ځای لري، ۱۴ ویکټونه اخیستي دي.

رحمان الله ګوربز په ۷ سیالیو کې ۲۸۱، د استرالیا تراویس هیډ ۲۵۵ او ابراهیم ځدراڼ ۲۲۹ منډې کړي دي.

5 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ټولو افغانانو ته دې دکرېکټ لوبې دا بری مبارک وي ؛
    آفرین په افغان ځوانو لوبغاړو چې یو په بل پسې بریالیتوبونه د ګران وطن په برخه کوي ،
    لاس په دعا یو چې نړیوالې قهرماني ته ورسیږي او د افغان او افغانستان نوم په زرینو کرښو ولیکی ، او نړیوال جام تر لاسه کړي.آمین ثم آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب