یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو له خلکو غوښتي چې خپل موبایلونه راجستر کړي

طالبانو له خلکو غوښتي چې خپل موبایلونه راجستر کړي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۴ مه)د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې خپل موبایل ټېلفونه راجستر کړي.

د دغه وزارت ویندوی عبدالمتین قانع په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د ګرځنده ټیلیفونونو د زیاتې ساتنې او مصونیت لپاره د ثبت سیستم جوړ شوی دی.

ده زياته کړه، له تېر يوه کال راهيسې د دغه سيسټم له لارې د موبايلونو د ثبت او د فورمو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغه سیستم د پیلولو هړف د افغانانو د موبایل ټیلیفونونو د ساتنې او د غلا مخنیوی وباله.

عبدالمتين غني زياته کړه، تر اوسه د دغه سيسټم له لارې ۷۰۴ غلا شوي ملفونونه کشف شوي دي.

خو یو شمېر کتونکي ګومان کوي چې ښايي د طالبانو حکومت غواړي په دې توګه د خلکو ټیلفونونه کنټرول او وڅاري.

 تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت مخابراتي شبکو ته امر کړی و چې د ټولو خلکو سیمکارتونه له سره ثبت کړي.

د دغه حکم پر بنسټ، مخابراتي شبکې له خپلو پېرودونکو غوښتي چې د دغو شبکو دفترونو ته مراجعه وکړي او خپل سیمکارتونه بیا ثبت کړي.

په افغانستان کې په تېرو دوو کې د سیم کارتونو او موبایلونو د ثبت تر څنګ په ښارونو کې د امنیتي کمرو د نصبولو لړۍ هم چټکه شوې او ډیری خلکو یې هرکلی کړی دی.

3 COMMENTS

    • صفت خوستی ، که د حقانې شبکې په ترهګریزو بریدونو کې د مرسته کړي وئ او د خلکو په وینو دی لاسونه سره وئ نو لومړى له الله ج او بیا له ملت نه بخښنه وغواړه. او دا چې، امریکایانو تاسي کې مرګ کړي، نو دی هغې پوښتنه له سراج الدین مثلې او ای آیس ای څخه وکړه.

  1. صفت خوستي ته خو ماته ټرلیب ښکاري. دا چې، دی ټرلیب د کومې ځناورې ډلې (حقاني شبکه، ملا برادر، هیبتې، او دوحه) سره تړاو لرئ هغه ستا کار دئ. له دغو ځناورو ته دا اووایه چې، ٤٠ میلیونه خلک د خپلو لوڼو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل غواړئ. دا موضوع د افغانستان له ملی ګټو سره تړلي نه د تیلیفونونو راجستر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی