شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد بنګله دېش کیپتان؛ زموږ پلان و چې په ۱۲ اوور کې...

د بنګله دېش کیپتان؛ زموږ پلان و چې په ۱۲ اوور کې سیالي وګټو

تاند(سې شنبه، د سرطان ۴مه) د بنګله دېش کیپتان نجم الحسین شانتو څرګنده کړه چې دوی پلان درلود چې د افغانستان د 116 منډو هدف په دوولسم اور کې پوره کړي چې نیمه پایلوبې ته ورسیږي خو دا یې ومنله چې دوی هغه مهال هیله له لاسه ورکړه چې په لومړیو اورونو کې یې ۳ ویکټونه وبایلل.

شانتو زیاته کړه، کله چې افغانستان د ۵ ویکټونو او ۲۰ اورونو په پای کې ۱۱۵ منډې وکړې، دوی ته هیله بیدا شوه چې ممکن افغانستان ته به په دوولسم اور او یوه توپ، چې ورسره د بنګله دېش رنز رېټ یا د منډو اوسط تر استرالیا لوړیږي، ماته ورکړي. خو کله چې یې ولیدل چې ویکټونه یې په ۲ اورونو او پنځم توپ یې په داسي حال کې چې ۲۳ منډې کړې وې، ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي، خپل پلان یې بدل کړ او یوازې یې دې ته ملا وتړله چې سیالي له افغانستانه وګټي.

شانتو څرګنده کړه چې د دوی پلان دا و چې په پاورپلې کې ډېرې منډې وکړي خو افغان لوبغاړو یې مخه ونیوله.

«پلان دا وو چې موږ به په لومړیو شپږو اورونو کې د منډو جوړولو هڅه کوو. که موږ ښه پیل وکړو او موږ لومړۍ ویکټې له لاسه ورنه کړو، نو موږ به دا چانس ترلاسه کړو، خو کله چې موږ درې لومړي لوبغاړي له لاسه ورکړل، زموږ پلان بل ډول شو. زموږ پلان دا شو چې لوبه وګټو.»

توحید هریدوی دوه ځله د محمد نبي په بال او لیټن داس په نهم اوور کې د راشد خان پر توپ شپږیزه ووهله او بنګله دیش ته یې د لوبې د ګټلو هیله ورکړه. دوی وکولای شول چې په نهم اوور کې 75/5 منډې وکړي.

په ورپسې دوو اوورونو کې حالات بدل شول، نور احمد په یوولسم اوور کې د بنګالي لوبغاړو د منډو سرعت ورکم کړ او راشد دوه لوبغاړي وسوځول. دا وخت افغانستان نیمه پایلوبې ته د بنګله دېش د رسیدو هیلې په خطر کې واچولې.

خو د نوین الحق له لوري پر له بسې د دوو وروستیو لوبغاړو سوځول، داسي څه و چې پرې باور نه شي کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب